شکیب الحسن ۳۳ کلن شو

شکیب الحسن ۳۳ کلن شو

.د کرکټ مینه والو لپاره دا خبر دۍ چې شکیب الحسن ۳۳ کلن شوۍ دۍ نوکوړۍ خه او مکښ لړیغاړۍ او د نړیوالو لوبو نه مهروم شوۍ وو.

نوموړى په نړيواله کچه دريم لوبغاړى دى چې تر لس زره زياتې منډې او پنځه سوه زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې دي او يوازينى بنګله دېشى لوبغاړى دى.

هغه باندې اى سي سي تېر کال دوه کاله بندېز ولګاوه، په دې خاطر چې ځينو کسانو هغه سره په لوبو کې د فساد لپاره اړيکه نيولې وه او شکېب الحسن پرې اى سي سي نه و خبر کړى.

د ٢٠١٩ کال په نړيوال جام کې نوموړى يو له مخکښو لوبغاړو څخه و، چې نه يوازې په توپوهنه کې يې وړتيا ښکاره کړه بلکې په توپ اچونه کې هم هغه ښه وځلېده.

تر نوموړي مخکې ژاک کېلس او شاهد اپريدي هغه لوبغاړي دي چې تر لس زره زياتې منډې او پنځه سوه زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

ژاک کېلس په نړيوالو لوبو کې ٢٥٥٣٤ منډې کړي او ٥٧٧ لوبغاړي يې سوځولي دي، شاهد اپريدي بيا ١١١٩٦ منډې کړي او ٥٤١ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز شکېب الحسن بيا ١١٧٥٢ منډې کړي دي او ٥٦٢ لوبغاړي يې سوځولي دي.

شکېب الحسن چې په ٢٠٠٦ کال کې يې د بنګله دېش لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، د بنګله دېش له مهمو لوبغاړو څخه دى، خو له تېر څه وخت راهيسې له د کرکټ له بندېز سره مخ دى او په کور ناست دى.

که څه هم شکېب الحسن باندې بندېز لګېدل، نه يوازې دا چې د بنګله دېش کرکټ لپاره يوه زيانمنونکې خبره وه، بلکې د نړۍ د کرکټ مينه والو لپاره هم دا يو بد خبر و.

Join the discussion

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *