حميد حسن اسیا جام لپاره ټرېننګ پیل کړ

حميد حسن اسیا جام لپاره ټرېننګ پیل کړ

د ملي کړکټ لوبډلې تېز بالر حميد حسن د اسیا جام او نورو سیالیو لپاره تمرینات پیل کړل هغه یو کال په کور کې وو او هيڅ یو نړیوال کړکټ کې ېې برخه نده اخیستې، نوموړي په کابل کې د روزونکو د څار لاندې روزنه اخلي،

هغه د یو شخصي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې په ځان ېې ډېر کار کړۍ دۍ او ۷۰ ٪ فټ دۍ او په راتلونکو دوه هفتو کې به تر ٩٠ سلنه پورې فټ شي.نوموړۍ وايي چې بالنګ يې هم شروع کړې ده او د خپل تکړښت لپاره يې هم هڅې پيل کړي دي او تمرينات کوي.حميد حسن راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره هيله من دى. هغه وايي چې په لوبډله او اداره باندې بوج نه جوړېږم او نه خپل ځان ته دوکه ورکولى شم، خو کله چې په ځان اعتمادي او باوري شوم، چې څلور اورونه ترسره کولاى شم او لوبه کولاى شم، نو بيا به ادارې ته ووايم چې له ما څخه ټرايل واخلئ.

د افغان کرکټ ټيم د فيټنس ټرېنر عبدالمنان مسعود وايي، چې حميد حسن دې ته چمتو دى چې په راتلونکو سياليو کې ګډون وکړي. هغه وايي چې هيله من دى چې حميد حسن به راتلونکو سياليو ته چمتو شي.د يادولو وړ ده چې حميد حسن د ټپونو له امله ونه شول کولاى چې د نورو لوبغاړو په څېر په ملي لوبډله کې په پرلپسې ډول ولوبېږي، هغه د افغانستان يو له چټکو توپ اچونکو څخه دى چې افغانستان ته يې ډېرې برياوې راوړي دي.

ډېر وخت بعد نوموړى د ٢٠١٩ نړيوال شل اوريز جام کې د افغانستان لپاره ولوبېده، خو وې نه شول کولاى چې ټولې لوبې ترسره کړي او وروستۍ لوبه يې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه، چې هلته هم په نيمه کې له لوبې څخه بهر شو.حميد حسن د دغه لوبې څخه وروسته له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا ورکړه او وې ويل چې يوازې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې به لوبېږي.

او د ورلډ کپ جام وروسته افغانستان له بنګله دېش، زمبابوې، ويسټ انډيز او ايرلېنډ سره سيالۍ ترسره کړې، خو حميد حسن پکې ګډون نه درلود.٣٣ کلن حميد حسن د افغانستان لپاره په ٣٨ يو ورځنيو او ٢٢ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ٥٩ او په شل اوريزو لوبو ک يې ٣٢ ويکټې ترلاسه کړې دي.

حميد حسن نړيواله يو ورځنۍ وروستۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړې وه، خو نړيواله شل اوريزه وروستۍ لوبه يې بيا په ٢٠١٦ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړې وه.

د حمید حسن په څېر باید کرکټ بورډ هغه کمسان ملي أوبډلې ته راولي ترڅو چې نړیوال جامونو کې او اسیا کپ کې ښه وځليږي د حميد حسن یو داسې بالر دۍ چې تل ېې افغانستان ته ښه پرفامنس ښودلۍ دۍ باید ټولو نړیوالو لوبو کې ولوبول شي، نوموړي ته باید سم ټرېننک ورکړۍ شي ترڅونور هم سم پرفامنس وښايي،

Join the discussion

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *