د وسوسوعلاج

د وسوسوعلاج

وسوسې داسې يو شی دى، چې يو شی موجود نه وي، رامنځته شوى نه وي، دا يوه پېښه يو کار کېدی شي، خو انسان يې په اړه داسې فکر کوي چې يا واقع شوى او يا به هم ډېر ژر راپېښېږي.

وسوسې د غم غوندې دي چې هر څومره اهمیت ورکړو، هر څومره يې جدي‌ ونيسو، په هماغه اندازه یې منفي تاثير زياتېږي او موږ ته هم په هماغه اندازه خطرناک شی ښکاري، خو که اهمیت ورنه کړو، ساده يې ونيسو، نو په خپله ځي او خاموشېږي.

وسوسې مچيو/غومبسو غوندې دي که ورسره مقابله وکړې نور دې هم چيچي او که ورڅخه تېښته وکړې او زر ځان لرې کړې نو يا به دې کومه يوه وچيچي يا نه او بچ به شې.

که د وسوسې څخه وډار شو نو ناروغۍ ته مو رسوي او که ونه ډار شې په کيسه کې یې نه شې، خفیفېږي وړېږي او ورکېږي.

که چېرې په وسوسو اخته سړی د وسوسې په ماهيت پوه نه شي، نو وسوسې دوام کوي او ډېرېږي، په دې نه پوهېږي چې دی په وسوسو کې لوېدلی، فکر کوي چې دا کار په رښتيا ده ترسره کړی، په ځان حکم ورکوي او ځان ګنهګار ګڼي، حال دا چې هغه يو خيال دى او خيال بغير د عمل او اقرار نه اعتبار نه لري.

يو څه داسې دي چې په موږ پورې اړه لري، هغه دا چې که يو سړی ټوله ورځ حرامو ته وګوري، حرام واوري، حرام وخوري نو ښکاره ده چې ذهن به يې له همدې شيانو ډک وي.

شېطان لومړي وسوسه زړه ته اچوي که زړه قبوله کړه نو دا ډېرې بدې پايلې لري، خو زړه وسوسه په اسانۍ نه قبلوي، زړه چې وسوسه رد کړه نو د سړي په فکر کې د وسوسو تصويرونه جوړېږي، کله چې په لمانځه ودرېږي، يا قرآن لولي نو فکر ته يې داسې خبرې او تصويرونه ورځي چې د ادب او د الله د شان د دايرې نه بهر وي.

دلته کار يو څه خطرناک کېږي، په وسوسه اخته کس فکر کوي چې د ده زړه تور شوی يا ډېر زيات ګنهګار دی او نور الله ته روي نه لري، فکر کوي چې دی دومره ګستاخ او بې ادبه دی چې ان د الله په اړه داسې سوچونه کوي.

نو دلته په وسوسه اخته کس غواړي هر څه ژر د دې حالت نه ځان وژغوري، نو عبادت پرېږدي ځي سندرې اوري ځان په يو بل څه مصروف کوي، تر څو د دې وسوسو نه خلاص شي، نا امیده کېږي نو د شیطان هدف همدغه دى.

نو اې د وسوسې په مرض مبتلا انسانه! په تلاش کې کېږه مه، هر طرف ته منډې مه وهه، ځکه ستا فکر ته چې څه راځي يوازی خيال او وهم دی، ايمان دا دی چې سړی په زړه تصدیق او په ژبه اقرار وکړي او بې ايماني د دې برعکس نو ته په دې خفه يې چې داسې فکرونه کوې نو تا په زړه تصدیق ونه کړ چې تصديق دې ونه کړ، نو په ژبه هم نه وايې نو دلته ثابته شوه چې ګناه په تا کې نه ده.

ته د فکر مسؤل نه يې، جزا او مکافات به د عمل ورکول کېږي نه د خيال او فکرونو، نو دا يوازي خيال، وهم او فکرونه دي او هيڅ اعتبار، حکم او ارزښت نه لري.

دا خبرې او فکرونه ستا د زړه نه دي، ځکه ستا زړه خفه او ناراضه دی، غمجن یې نو دا ستا د زړه سوچ او خيال هم نه دی، نه ستا فکر دی نه ستا عمل نو پوه شه چې دا د شیطان وسوسې دي.

د وسوسې خطر هغه وخت ډېر دی چې وسوسې ته خطرناک فکر وکړې حال دا چې وسوسه هيڅ ده.

Join the discussion

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *