تجارت خبرونه

هند ته افغان صادرات نورهم مخ په زیاتېدو دي

هند ته افغان صادرات نورهم مخ په زیاتېدو دي د ملګري مملکت هند ته د افغانستان اوسني صادرات د تېرو کلونو په پرتله ٢١ سلنه زيات شوي دي. د دغه هېواد دولت وايي که چېرته نور ملکونه له دې چارې سياسي استفاده ونه کړي،دوي به افغانستان سره تجارت نور هم ښه کړي،

دسرچينیو له مخې ، په انډیا کې د افغانستان سفارت سرپرست طاهر قادري ويلي دي، چې هند ته د افغانستان د ٢٠٢٠ کال صادرات ٥٣٠ ميليونه امريکايي ډالرونه زیات شوي دي ، د څېړنو به بنسټ د تېرو کلونو په پرتله ٢١ سلنه زياتوالى پکې راغلى دى.همدا رنګه بل لوري ته هندي رسنيو په ځينو راپورونو کې ويلي دي، چې په واګه بندر د افغانستان او هند ترمنځ سوداګريز فعاليتونه ډېر شوي دي.کوم چې به افغانستان د اقتصاد لپاره یو ښه زېرۍ وي اوو دې سره به د افغانستان اقتصاد ښه شي،

دغه هېواد په خپلو راپورونو کې زياته کړې ده، له هغه ورځې چې پاکستان د افغانستان سوداګرو ته د واګه بندر له لارې له هند سره د سوداګرۍ اجازه ورکړې ده، ١٤ لارۍ د پاکستان له لارې په واګه باندې هند ته راغلې دي.دويي وايي باید پاکستان د تل أباره دوي ته اجازه ورکړي چې افغانستان سره تجارت وکړي ترڅو دواړو هې،ادونو ته پکې فاید اوشي او افغانستان اقتصاد هم ښه شي

یادو ١٤ لاريو کې چې د واګه له لارې هند ته تللې دي، په دې کې د افغان سوداګرو سوداګريز توکي چې تر ډېره پورې پکې وچه مېوه ده، هند ته صادره شوې ده. او افغانستان واحد هېواد دۍ چې وجه مېوه پکې ډېره ده باید افغان تجارران هم وچه مېوې تلیدات زیات کړي او دې لپاره کار وکړي ترڅو وچه نوره هم زیات شي او د هند په شمول نورو هېوادونو ته هم صادر کړي،

د انډیا دولتي چارواکي وايي، چې دوى کوشش کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ پهسکتور کې له خپل لوري نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي او تمه يې ښکاره کړې ده چې پاکستان به له دې تجارت څخه سياسي استفاده ونه کړي. دوى همدا رنګه له پاکستان غوښتنه کړې چې افغان سوداګرو ته دې اجازه ورکړي چې په بېغمه او ارام ذهن خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي،

هند ته افغان صادرات نورهم مخ په زیاتېدو دي
هند ته افغان صادرات نورهم مخ په زیاتېدو دي

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او هند ترمنځ د تجارانو لپاره لنډه لار واګه ده، چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې خپل سوداګريز توکي هند ته صادر کړي ههداراز دا یولاره ده چې افغانستان ته هم خپل مال را صادر کړي ترڅو د دواړو هېوادنو پکې اقتصادي فایده وشي او دواړه هېوادونه په یو ځاۍ ووده وکړي افغان دولت ته هم پکار دي چې په تجارت باندې نور هم کار وکړي ترڅو د هېواد تجارت نورو ملکونو سره نور هم ښه شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button