سات تيري

اریان خان: یاقُربان فلم کې کارکوم

اریان خان: یاقُربان فلم کي به ډېر ژر کار پیل کړم افغانستان مشهور هنرمند اريان خان په لومړي ځل د پښتو او اردو ژبې فلم (ياقربان) کې کار کوي، چې ويل کېږي په ډېره بوديجه به دا فلم جوړ شي.او د خلکو به هم خوښ شي.

د یا قربان فلم جوړونکى او ډايريکټر عابد نسيم خان دى، چې ويل کېږي د پرمختللې ټېکنالوژۍ او د نوي ساونډ سيسټم په مرسته به جوړ شي.یاد فلم چې په پاکستان کې جوړېږي، په اول ځل به يو داسې فلم وي چې د پښتو ژبې تر څنګ به په اردو ژبه کې هم جوړ شي، چې مشهور هنرمند اريان خان پکې مهم کردار لوبوي.اريان خان په دې اړه له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې (ياقربان) فلم په ډېره لويه کچه جوړېږي، چې مشهور اداکاران پکې اخيستل شوي دي

دا فلم به په دوه ژبو (پښتو او اردو) کې جوړ او نندارې ته وړاندې شي.نوموړي د فلم په اړه نور معلومات ورنکړل، خو وې ويل چې د فلم په اړه به نور معلومات ډېر ژر د دې فلم د لومړي عکسونو له خپرولو سره ورکړل شي.د دې فلم په اړه د فلم جوړونکي عابد نسيم خان هم په ټولنيزو رسنيو کې يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې په (ياقربان) فلم کې يې اريان خان اخيستى دى.نوموړی وايي چې زما رول به یاقربان فلم کې مهم وي او د خلکو به هم خوښ شي،

هېره دې نه وي چې اريان خان له دې وړاندې هم په پښتو فلمونو کې کار کړى دى، چې څو کاله مخکې يې د (ګل جانه) په نوم فلم کې کار کړى و. دا فلم لياقت علي خان جوړ کړى و.ياده دې وي چې اريان خان په ځينو نورو پروژو هم کار کوي، نوموړي څه وخت مخکې خبریالانو ته ويلي و، چې غواړي د افغانستان په تاريخي شخصيتونو باندې هنري کار وکړي او په ښه ډول دا شخصيتونه په هنري بڼه هېوادوالو ته وړاندې کړي.

اریان خان: یاقُربان فلم کي به ډېر ژر کار پیل کړم
اریان خان: یاقُربان فلم کي به ډېر ژر کار پیل کړم

ښاغلی اریان خان یو تکړه هنرمند دی او د ټولو خلکو په ښه اخلاقو خوښيږي.نوموړي تل کوشش کړی چې پښتنو لپاره ګټور فلمونه جوړ کړي هغه خر وخت دا فکر کوي ې باید زما د هنر له لارې پښتانه ښه نوم پیدا کړي او د هنر له امله مو پښتو بدنامه نشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button