سات تيري

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړۍشاه سواریو ځل بيا موسيقۍ ته مخه کړه

د پښتو نخواځوان او نامتو سندرغاړى چې دوه کاله د مخه يې له هنري نړۍ سره مخه ښه وکړه او د تبليغ په لار روان شو اوس يې يو ځل بيا د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړه.

شاه سوار خان چې هغه مهال يې يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وه، هغه په خپله ويډيو کې ويلي و، چې دوه کاله يې د ګناه کارونه ترسره کړي او نور له موسيقۍ نه توبه وباسي او خپل ټول ژوند به د خداى په لاره کې تېروي.

له هغه وروسته چې د شاه سوار خان هر څومره انځورونه راتلل، نو به يې پټکى په سر و، ږيره يې پرېښې وه، سپين کالي به يې په تن و او همدا راز يو کوچنى څادر به يې په اوږه و او په لاس کې به يې تسبې هم وې.

خو تازه شاه سوار خان په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې په تبليغ کې د دوه کاله تېرولو نه وروسته هغه يو ځل بيا د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړې ده.

شاه سوار خان چې په خپله دغه تازه ويډيو کې ويلي دي، چې لر و بر چې څومره هم زما مينه وال دي، دوى يوه خبره دا اورېدلې ده چې شاه سوار بيا د موسيقۍ نړۍ ته راځي.

هغه وايي، هو، دا رښتيا دي او زه بيا د موسيقۍ نړۍ ته راځم، خو لامل يې دا دى چې د دين کار به اول وي او د دنيا کار به دويم وي.

هغه وايي، چې د موسيقۍ نړۍ ته بيا ځکه راځم، چې دوه کاله مې د دين خدمت وکړ، خو هېڅوک زما پوښتنې ته رانغلل، چې شاه سوار څنګه دى؟ ژوند يې څنګه دى؟ او څه کوي، نو ځکه اوس بيا غواړم چې د موسيقۍ نړۍ ته راشم.

شاه سوار خان چې په کراچۍ ښار کې زېږېدلى او هلته يې ټول عمر هم تېر کړى دى، څو کاله دمخه د پښتو موسيقۍ مېدان ته راغى او ډېر ژر يې ډېر زيات شهرت ترلاسه کړ.

هغه د پښتو فلمونو لپاره سندرې ويلې او همدا راز په سټېج د نڅاوو له لامله بيا د خلکو له غبرګون سره هم مخ شو. همدا راز شاه سوار خان په ځينو پښتو فلمونو کې اداکاري هم وکړه.

خو يو وخت بيا شاه سوار خان په خپله يوه مرکه کې وويل، چې نور نه غواړي فلمونو ته سندرې ووايي، ځکه چې فلمي سندرې غېر معياري دي او هغه غواړي چې په پښتو کې معياري کلامونه ووايي، چې په دې لړ کې يې يو نظم دوه هم خپاره شوي و. خو وروسته بيا له تبليغي جماعت سره د يو ځاى کېدو سره سم يې پښتو موسيقي پرېښوده او خپل ټول وخت يې تبليغ ته ورکړ، چې تر ډېره به يې د تبليغ ويډيوګانې خپرېدې، خو داسې ښکاري چې نوموړى د اقتصادي ستونزو له لامله غواړي چې بېرته موسيقي پېل کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button