سات تيري

سلمان خان د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله

د سينما اداکاران په نړيواله کچه د خپلو مينوالو ډير خيال ساتي خو دا ځل يې ا د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله.

د هندوستان ټايمز د راپور له مخي سلمان خان د پاکستانيانو له لوري په هغه پروګرام کي چي په ځانګړي ډول دده لپاره جوړ سوی وو د ګډون څخه انکار وکړ.

پروګرام د يو پاکستاني فعال ريحان صديقي له لوري د امريکا متحده ايالاتو په هوسټن کي ترتيب شوئ وو او صديقي هغه شخص دی چي د هندوستان پر ضد فعاليتونو تمويل کوي.

د باليووډ هنګامه د راپور له مخي تر دې وړاندي هم سلمان خان د خپل هغه فلم څخه چي اوس ريليز سوی د پاکستاني سندرغاړي څخه د سندرو ويلو حق واخيستی.

په لومړيو کي داسي تړون سوی وو چي راحت فتح علي خان به د ډبنګ۳ فلم دوې سندري وايي خو کله چي د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ ډير سو او اړيکي خرابي سوې سلمان خان او ټول ټيم دا پريکړه وکړه چي راحت به سندري نه وايي او پرځای به يې بل کوم سندرغاړی انتخاب کړي.

د هند او پاکستان خبري چي کله راځي نو د دواړو هيوادونو وګړي يې په اړه جزباتي کيږي،د خپل ګاونډي هيواد پر ضد شعارونه ورکوي او څومره چي يې وس وي هغومره يې تخريبوي.

تېرکال چي کله د هند او پاکستان ترمنځ په کشمير کي تر چاودني وروسته اړيکي زښتي خرابي سوې د هندوستان پخواني کريکټر او د کپيل شرما د شوو کارکوونکی نوجت سينګ سدو پدې خاطر له ياد پروګرام څخه و ايستل سو چي د پاکستاني وګړيو په ملاتړ يې ټويټ کړی وو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button