سات تيري

ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه وکړه

ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه وکړه د پښتو ژبې نوموتی او انقلابي سندرغاړی ګلزار عالم په کابل کې د څو کلونو تېرولو وروسته اسلام اباد ته ستون شو او هلته مېشت شو.نوموړی د ډېر وخت راهیسي کابل کې مېشت وو او دلته ېې سندرې هم ویلې.

ښاغلی عالم څو کاله وړاندې د زاتي ستونزو له امله کابل ته کډوال شوی و، چې خپله کورنۍ يې هم له ځان سره راوستې وه.په پېښور کې مېشت خبریال روښان یوسفزي د ګلزار عالم په اړه ليکلي دي چې نوموړي په افغانستان کې خپله جلاوطني ختمه کړه او بېرته پاکستان ته راغی.روښان یوسفزی وايي، چې ګلزار عالم ورته د پاکستان د پرېښودو په اړه د پښتو لاندې ټپه وویله څوک په رضا د ملکه نه ځي.یا ډېر غریب شي یا د یار د ټسه ځینه.

هغه همدا راز زیاتوي، ګلزار عالم ورته وویل چې د خپلې خاورې او خلکو سره ډېره مینه لري او همدې مینې بېرته راوست. هغه وايي، تر څو چې ژوندی یم همدلته به د خپلې خاورې، خلکو او کلتور خدمت د موسیقۍ له لارې کوم.ګلزار عالم همدا راز دا هم وویل، چې افغان حکومت او افغانانو يې ډېر قدر کړی، هغه او د هغه کورنۍ مېلمستیا يې کړی او ډېر درناوی يې ورکړی.

د ښاغلي یوسفزي په وېنا، ګلزار عالم وویل، چې د پښتو موسیقي له چیلنجونو سره مخ ده او باید د نړۍ سره اوږه په اوږه روانه کړای شي.د یادولو وړ ده چې ګلزار عالم له څو لسیزو راهیسې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی دی. نوموړی د انقلابي سندرغاړي په توګه هم پېژندل کېږي او په کوزه پښتونخوا کې د قامپرست ګوند عوامي نېشنل ګوند زیاتره انقلابي سندرې هم نوموړي ویلي دي.

ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه وکړه
ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه وکړه

د ګلزار عالم لخوا ویل شوې ترانه “اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما” اوس هم د عوامي نېشنل ګوند ترانه ده، چې په هره غونډه او ناسته کې تر هر څه دمخه دا ترانه غږول کېږي او ټول يې په احترام درېږي.عوامي نیشنل ګوند د پختونخوا یو ګوند دی چې اکثره غړی ېې پښتانه دي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button