سات تيري

ګل پاڼې اؤ نازیه اقبال یو بل سره لفظي شخړه شوې

دپښتو دوؤ سترو اؤ مشهورو سندرغاړو نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې یو بل ته دګیلو ډک زړونه سپک کړي اؤ ګل پاڼې د نازیه اقبال دې نیوکو ته مخ په مخ ځواب ویلی چې ګنې دنوي کول سندرغاړي خپلو مشرانو هنرمندانو ته درناوی نه لري.

د زیارت په ماسخوتن د بو پروګرام کې ستره هنرمنده شکیله ناز. نازیه اقبال اؤ ګل پاڼه میلمنه وه اؤ دوئ د ماه جبین قزلباش په ژوند اؤ فن خبرې کولې خو دغه خبرې هغه وخت په یو جنجالي بحث بدلې شوې چې هنرمندې نازیه اقبال په ګل پاڼې ټکونه پیل کړل.

کله چې د پروګرام کوربنې ناهید سحر د نازیه اقبال څخه پوښتنه وکړه د یوې مشرې هنرمندې په توګه ماه جبین قزلباش دخپلو کشرانو سره څنګه رویه لرله ، هغې وویل ماه جبین بي بي خپلو کشرانو ته ډير درناوی اؤ مینه ورکوله اؤ کشرانو به هغې سره مینه کوله خو اوسني ځینې هنرمندان خپلو مشرانو ته هډو درناوی نه ورکوي.

دهغې اشاره ګل پاڼې ته وه خو ویل یې نوم یې نه اخلي چې کوم هنرمندان خپلو مشرانو ته درناوی نه ورکوي؟ ولې وروسته یې په په ډاګه وویل چې په اکثره محفلونو کې ګل پاڼې په هغې سلام نه دی اچولی اؤ له پامه یې غورځولې ده.

هغې په ګل پاڼې دا نیوکه هم وکړه چې پخپلو زده کړو مغروره ده خو فن یا هنر د زده کړو محتاجه نه دی.

د نازیه اقبال په وینا “اوس خلک دوه ټکي انکریزي ایزده کړي اؤ په هغې مغروره وي دمشرانو احترام نه کوي خو فن یوازې په انګریزۍ زده کولو نه کیږي”

ګل پاڼې د نازیه اقبال ددغو ګیلو اؤ نیوکو په جواب کې وویل هغې مدام دخپلو مشرانو درناوی کړی اؤ نازیه اقبال خپله مشره ګڼي،دهغې د اواز نه یې زده کړه کړې ده اؤ دا تصور هم نه شي کولی چې هغې ته به سپکاوی وکړي.

ګل پاڼې وویل هغه کله هم خپلو زده کړو ته مغروره شوې نه ده ځکه چې په دې خبره پوهیږي چې هنري زده کړې بیل شی دی اؤ دمکتب زده کړې جدا ارزښت لري.

خو نازیه اقبال بیا ګیله کوله چې هنرمندان خپلو کې اتفاق نه لري ګنې که اتفاق یې لرلی نو ګل پاڼه چې اوس اوس برتانیې ته کنسرټونو ته تللې وه ،دهغې خواله به ورغلې وه.

ګل پاڼې د نازیه اقبال دغه ګیله په خندا کې واخسته اؤ وئ ویل “زړه مې ډير کیدلو چې نازیه باجي ووینم خو ویریدم چې هغه به ماسره لیدلو ته تیاریږي یا نه نو ځکه دې خواله نه یم درغلې”

په دغه ټول بحث کې به ځېنې وخت دومره تلخي پیدا شوه چې دپروګرام کوربنې که به هر څو وغوښتل چې خبره په بله واړوي خو دنازیه اقبال ګیلو به کوربنې ته هم دخبرو نوبت نه ورکولو.

سندرغاړې شکیله ناز دهغوئ دواړو ترمنځ دې بحث کې دمنځګړې رول لوبولو اؤ دواړو ته یې بیا بیا ویل چې باید کشران هنرمندان مشرانو ته درناوی وکړي اؤ مشران دکشرانو سره مینه وکړي.

شکیله ناز وویل” زمونږ وخت ډیر ښه ؤ ، زه چې کله دهنرمیدان ته راغلم نو هغه وخت ماه جبین بي بي په ټوله نړۍ ځلېدلې وه خو ما هغې ته لکه د مور اؤ مشرې خور مینه ورکوله اؤ هغې ماته تل لکه دلور اؤ کشرې خور مینه راکړې وه”

په دې تود بحث کې نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې هم ومنله چې ماه جبین قزلباش خپلو کشرانو هنرمندانو ته تل مینه ورکړې وه اؤ دهغوئ ډاډ ګیرنه یې کوله.

دغو دریواړو هنرمندانو دپښتنو سندر غاړو د بدو ورځو علت دهغوئ ترمنځ ځان ځاني اؤ بې اتفاقي وګرځولو.

باید وویل شي دا وړومبی ځل ؤ چې ګل پاڼه اؤ نازیه اقبال چرته د ټي وي یا راډیو په کومه خپرونه کې په یو ځائ میلمنې شوې وې اؤ نیغ په نیغه دهغوئ خبرې د راډيواؤ ټولنیزو رسنیو له لارې نړۍ کې اوریدل کیدلی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button