لوبې خبرونه

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي دپاکستان لومړى وزير عمران خان پرون کابل ته په رسمي سفر راغلى وو. چې د نورو سياسي چارواکو ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم له هغه سره ليدل کتل شوي دي.

د هېوادمي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په دې ملاقات کې عمران خان ته هغه بېټ هم ډالۍ کړ، چې افغان لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي ول پاکستاني ميډیا وايي، چې افغان لوبغاړو له لومړي وزير عمران خان نه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لوبلړۍ دې جوړکړي.داېکسپرېس نيوز وېبپاڼې په يو راپور کې ليکلي دي د افغانستان کپتان اصغر افغان د لومړي وزير عمران خان نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ دې برابره کړي.

هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه دوستانه لوبلړۍ پکار ده، چې په ځواب کې ورته لومړي وزير وويل، چې زما هم دا خوښه ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ژر يوه لوبلړۍ وشي. په راپور کې ههمدا راز ويل شوي دي، چې عمران خان د افغانستان کرکټ لوبډلې ستاينه وکړه او وې ويل، چې په اوسني وخت کې افغان لوبډله ډېر ښه کرکټ کوي.او که همداسې لوبه وکړي نو اینده کې به یو ښه ټیم ترینه جوړشي.

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي

د هېواد کرکټ بورډ هم په فېسبوکپاڼه کې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د لوبغاړو عکسونه نشرکړي دي کرکټ بورډ له دې عکسونو سره ليکلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي‌ او د ملي لوبډلې لوبغاړو نن د پاکستان له لومړي وزير ښاغلي عمران خان هرکلی وکړ او نوموړي ته يې د افغاني مېلمه پالنې، کلتور او د کرکټ د جذبې له مخې د کرکټ بېټ ډالۍ کړ.

(ACB)بيا د پاکستان سره د لوبلړۍ ترسره کولو يا د عمران خان څخه د لوبو د غوښتنې په تړاو هېڅ نه دي ويلي.د یادولو وړ ده چې د دې نه وړاندې هم د افغانستان او پاکستان میچونه شوي دي په یو میچ کې بیا پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړې خو د افغان لوبډلې هم ښه پرفامنس خلکو ستایلۍ وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button