لوبې خبرونه

دهوني د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته څه کار کوي؟

دهوني د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته څه کار کوي د اننډیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان، ويکټ ساتونکي او چټک توپوهونکي مهيندرا سينګ دهوني چې روان کال د اګست په مياشت کې يې له نړيوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه اوس يې د چرګانو يو فارم جوړ کړی او دغه بزنس پر مخ وړي.

د انډین ميدیا د راپورونو په وېنا، مهيندرا سينګ دهوني د (کړک نات) نسل د ډېرو نادرو چرګانو يو فارم جوړ کړى دى، چې د داسې دوه زره چرګانو ارډر يې هم ورکړى دى.د (کړک نات) نسل دا چرګان په اصل کې د هند په مدهيه پردېش ايالت په جبوا ولسوالۍ کې پېدا کېږي، له هغه ځايه به ډېر ژر دا چرګان د مهيندرا سينګ دهوني فارم ته چې جهاړکنډ په رانچي کې جوړ شوى دى، ورسېږي. ويل کېږي د دسمبر تر ١٥مې نېټې پورې به دا چرګان د دهوني فارم ته ورسېږي.او خرڅ ته به برابر شي.

کوم چرګان چې به دهوني پر مخ وړي.چرګانو په اړه ويل کېږي، چې د دې چرګانو غوښه ډېره خوږه وي او په دې کې وازګه او کوليسټرول هم بېخي نه وي.د يادولو وړ ده چې مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې يو تر ټولو کامياب لوبډلمشر تېر شوى دى، نوموړى يوازينى لوبډلمشر دى چې د اى سي سي درې جامونه يې په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي.

هغه په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر هم دى، خو سږکال د نوموړي په لوبډلمشرۍ کوم کمال ښکاره نه کړ او په ليګ سياليو کې بهر شوه.د چيناى سوپر کنګز لوبډله چې له تېرو اته يا لس کلونو راهيسې پلى اف پړاو ته تلله، په لومړي ځل ورسره داسې کار وشو، چې په ليګ پړاو کې له مخکې تګ څخه بهر شوه.

  1. دهوني د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته څه  کار کوي

مهيندرا سينګ دهوني د وروستي ځل لپاره په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدلى و.نوموړی د خو اخلاقو خاوند دی او په دې مشهور دی چې نوموړی د هر چا سره نرمه لهجه کې خبرې کوي او هر چا سره غواړي چې ښه انداز کې خبرې وکړي نوموړی د کرکټ په د نیا کې هم ښه لاسته راوړنې لري نوموړی چې به کله د هند لپاره لوبه کوله نو پوره کوشش به ېې کولو چې لوبه وګټي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button