لوبې خبرونه

د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده

د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده د پکتیا او خوست ولایتونو  سلګونه ځوانانو خوست کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې پر ضد لاریون کړی.او د ولسمشر نه ېې غوښتي چې کرکټ بورډ دې د فساد څخه وژغوري.

د دغه ولایتونو خلکو په ولسمشر اشرف غني غږ وکړ، چې د کرکټ بورډ ملي اداره له پراشوټي ګومارنو څخه وژغوره او د افغانستان عزت وساته.لاریون وال وایي، د ولسمشر له لوري د کرېکټ پر برخلیک لوبې کول موږ ته د منلو وړ نه ده، د ځوانانو هیلې دې نه خاورې کوي، کرېکټ بورډ دې وژغوري او د افغانستان عزت دې وساتي. لاریونوالو دا راز له ځانونو سره بېنرونه راوړي وو او د کرېکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي پر عکس یې سرې کرښې کش کړې وې او له ولسمشر یې غوښتل چې یوسفزی دې محاکمه کړي او کرکټ دې کرېکټرانو ته وسپاري.تر څو دغه اداره رشت وکړي.

اړونده خبرونه: د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده

د دغه لاریون، اصلي لامل یې د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون جام سیالیو د ترسراوي ځنډ او د یاد لیګ پر وړاندې د بورډ له خوا د بهانو او خنډونو جوړول دي، او لاریونوال له بورډ غواړي چې د میلیون لیګ سیالیو د ترسراوي اجازې دې ژر تر ژره ورکړي، او په خپله نېټه دې په خوست ولایت کې ترسره شي.دغه لیګ ته د خوست خلک ډېر په تمه دي او وايي چې دې سره به د خوست د خلکو ارمان پوره شي.

د میلیون لیګ سیالۍ چې ټاکل شوې را روانه نومبر میاشت د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ له لوري په خوست ولایت کې ترسره شي، کرېکټ بورډ یې مخه نیسي.ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ چې د یاد لیګ تنظیموونکی دی، له لمر ټلوېزیون سره یې د لیګ د ترسراوي تړون هم لاسلیک کړی، او خلکو سره ېې شریک کړی هم دی.

د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده
د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده

خو د رسنیو د راپورونو پر اساس د کرېکټ بورډ اداره یې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د لیګ د ترسره کېدو مخه نیسي.خوست کې د لاریون سره هم مهاله د کرېکټ بورډ ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لیګ تنظیموونکي باید ټول اصول او پروسې بشپړې کړي. دوی د میلیون لیګ د ترسره کېدو مخالفت نه کوي.خو لا هم د دغه بورډ د پیلیدو نيټه پوره په واضحه ډول نده اعلان شوې.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button