لوبې خبرونه

د ساها کمالي اووارنرتوپوهنې په کومک، حېدراباد ستره بريا ترلاسه کړه

د ساها کمالي اووارنرتوپوهنې په کومک، حېدراباد ستره بريا ترلاسه کړه د ممبۍ انډينز لخوا ورکړل شوى هدف ډيويډ وارنر او وريديمان ساها په خپله زبردسته او کمالي توپوهنه پوره کړ او حېدراباد د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړه چې له دې سره پلى اف پړاو ته هم نږدې شو.

بلخوا بیا د کلکته نايټ رايډرز ټيم هيلې هم کم شوې اومخکې لا نړې .د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيرون پولارډ د ٤ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٤١، سوريا کمار يادو ٣٦، ايشان کشن ٣٣ او کوانټين ډي کوک ٢٥ رنز جوړ کړل.

پروني میچ کې روهيت شرما هم له انجري وروسته ولوبېده، خو يوازې په ٤ منډو يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.د کنګز اليون پنجاب له لوري سنديپ شرما په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، جېسن هولډر او شهباز نديم ٢-٢ او راشد خان بيا ١ ويکټ واخيسته.د ١٥٠ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پيليز توپوهونکو په ١٧.١ اورونو کې پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه. ډيويډ وارنر د ١ شپږيزې او ١٠ څلوريزو په مټ په ٥٨ توپونو ٨٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او وريديمان ساها د ١ شپږيزې او ٧ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دغه مېچ د بريا ترلاسه کولو سره سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره ٣م مقام ته لاړه، چې له دې سره يې پلى اف پړاو سياليو ته هم لار پېدا کړه.د کلکته نايټ رايډرز لوبډله، چې نن د حېدراباد ماتې ته په تمه وه، ټولې هيلې يې مړاوې شوې او د پلى اف پړاو سياليو څخه بهر شوه.د اى پي ايل د ليګ سياليو له پاى ته رسېدو وروسته ممبۍ انډينز د ١٨ نومرو سره په لومړي، ډيلي کاپيټلز د ١٦ نومرو سره په دويم، سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره په دريم او رايل چېلنجرز بېنګلور د ١٤ نومرو سره په څلورم مقام خپل کړی

کلکته نايټ رايډرز هم ١٤ نومرې لري، خو رن رېټ يې کم دى او په پنځم مقام کې ده.له دوى پرته کنګز اليون پنجاب، چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو بيا ١٢-١٢ نومرې درلودې او ټولې له مخکې څخه د پلى اف پړاو سياليو ته ندی بریالۍ شوې.

د نومبر په ٥مه نېټه به لومړۍ کواليفاير لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا راز د نومبر په ٦مه نېټه به ايليمينېټر لوبه د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.ئه کواليفاير ١ کې چې کومې لوبډلې ماتې وخوړه، هغه به کواليفاير ٢ ته لاړه شي او په ايليمينېټر کې چې کومه لوبډله بريالۍ شوه، هغه به په کواليفاير ٢ کې بيا له يادې لوبډلې سره ولوبېږي. د نومبر په لسمه نېټه به د کواليفاير ١ او کواليفاير ٢ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شي

د یادونې وړ ده چې IPL په افغانستان کې تر ټولو خوښونکۍ لیګ دی هر افغان او پښتون ېې هره لوبه په شوق او زوق سره ګوري او خوند ترینه اهلي د IPL په څېر لیګونه افغانستان کې هم تر سره کیږي لکه شپږیزه او میلیون لیګ چې په خوست ښار کې به نږدې راتلونکي کې ترسره شي او خوستیان به ترینه خوند واخلي.که څه هم افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله ډېر مشکلات دي خو بیا هم ولس د کرکټ سره شوق لري او د مېچونو کتلو لپاره ګراونډونو ته زي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button