لوبې خبرونه

د هند کرکټ بورډ اداره غواړي مهندرا سنګ دهوني ته د مخه ښې میچ برابرکړي

د هند کرکټ بورډ اداره غواړي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او مشهور توپوهونکي مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې لوبې ترتیب کړي،نوموړۍ د ډېر وخت راهیسې د هند لپاره په نړبیوالولوبو کې لوبیږي او هرې لوبې کې ېې هند لپاره ښه لوبه کړې،

د هندي ميډیا د راپورونو له مخې ، د هند کرکټ بورډ يو غړي ميډیا ته ويلي دي، چې اوسمهال هېڅ نړيواله لوبلړۍ نشته دى او د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نږدې ورځو کې پيلېږي، چې له دې سياليو وروسته به دوى وګوري چې د مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې يوه لوبه ترتیب کړي ، ځکه د هند کرکټ لپاره د هغه خدمتونه خورا زیات دي او باید د هغه د خدمتونو درناوۍ وشي،دغه اداره زیاتوي ، چې دوى له مخکې څخه د مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې لوبې جوړولو په فکر کې و، خو هغه په داسې وخت کې خپله استعفا اعلان کړه، چې هېچا يې هم په اړه فکر نه و کړى، کرکټ بورډ به له هغه سره په دې اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې مهيندرا سينګ دهوني په انسټاګرام باندې اعلان وکړ، چې هغه نور له هر ډول نړيوال کرکټ څخه استعفا اعلانوي د دهوني څخه وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې يو بل مخکښ لوبغاړي سرېش راينا هم د خپلې استعفا اعلان وکړ.او د نړیوالو لوبو سره ېې مخه ښه وکړه خو دويي دواړو لپاره هيڅ ډول د مخه ښې لوبه نده ترتیب شوې خو کرکټ بورډ وايي کوشش به وکړي چې یوه د مخه ښې لوبه برابره کړي

دهوني د هند يو له مخکښو لوبډلمشرانو، توپوهونکو او ويکټ ساتونکو څخه و، نوموړي د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال نړيوال جام، نړيوال شل اوريز جام او د چيمپينز ټرافۍ اتلولۍ هم ترلاسه کړې دي، نوموړي ډېرې سنچریانې او ففټیانې هم جوړې کړي دي، او ډېر نور رېکارډونه ېې هم جوړ کړي دي

دا هم یاده کړو چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د لوبغاړو لپاره د مخه ښې لوبې برابرول هم ممکن نه وي، ځکه ځينې کرکټ بورډونه چې لوبغاړي له لوبډلو څخه ليرې کړي، نو وروسته د استعفا پر مهال هم هغوى ته دا چانس برابر نه شي چې د خپل هېواد لپاره وروستۍ لوبه ترسره کړي.

د هند کرکټ بورډ دهوني ته د مخه ښې میچ برابروي
د هند کرکټ بورډ دهوني ته د مخه ښې میچ برابروي

دهونې د يو ښه لوبغاړي ترڅنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دی د نوموړي د اخلاقو ذکر ډېرو افغان لوبغاړو هم څوڅو ځلې کړۍ دۍ افغان لوبغاړو ویلي چې د هند په لوبډلې کې دهوني یو مینه ناک انسان دی او اخلاق ېې ډېر ښه دي خلکو سره ښه سلام کلام کوي او هر وخت ېې پر مخ مسکا وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button