لوبې خبرونه

میلیون لیګ په نومبر میاشت کې پیلیږي

میلیون لیګ په نومبر میاشت کې پیلیږي د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته ميليون جام کرکټ ليګ سیالۍ په نومبر میاشت کې خوست ولایت کې تر سره کیږي د دويي په وینا به دا ځل خوست کې پیل شي او بل وار به نورو ولایتونو کې تر سره شي.

د راپورږنو له مخې د میلیون لیګ سیالیو ژوندی بهیر به د لمر ټلویزیون په پرده د کرکت مینه والو ته وښودل شي.د معلوماتو له مخې سږکال د میلیون لیګ سیالۍ د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ چټک توپ اچوونکي شاپور ځدران په نوښت له درې کلن ځنډ وروسته پیلیږي.د سږکال میلیون لیګ لپاره به مناسبې لوبډلې جوړې شي او په پانګه والو به وپلورل شي، د تېرو کلونو په پرتله به سږکال میلیون لیګ په نوې بڼه د ملي لوبغاړو په شتون کې په خوست ولایت کې شروع شوې.

به د دغو سیالیو د ژوندي خپراوي په موخه د لمر ټلویزیون سره تړون هم لاسلیک کړی شي.د شپږیزې کرکټ لیګ په شان به میلیون لیګ ته هم د ډرافټ له لارې لوبغاړي واخیستل شي.میلیون لیګ څو کاله وړاندې په کابل کې د لومړي ځل لپاره پیل شوی و، خو په ۲۰۱۶م کال کې له ځنډ سره مخ شو او په ۲۰۱۷م کال کې د بورډ د وخت چیرمین عاطف مشعل له لوري بیرته اجازت ورکړل شوه .

په ۲۰۱۷ م کال کې د میلیون لیګ څلورم پړاو د عاطف مشعل په وخت کې ترسره شو، خو د مشعل له لیرې کېدلو سره سم یاد لیګ له هغې وروسته تر ۲۰۲۰م کاله پورې له ځنډ سره مخ شو.د میلیون لیګ پنځم پړاو ته سږکال په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري هم اجازت ورکړل شوې.او دويي به ډېر ژر دغه ليګ پیل کړي او عام تماشیان ترینه مزه واخلي.

روان کال به د نورو کلونو په توپیر میلیون لیګ سیالۍ په خوست ولایت کې ترسره شي او همداراز به ګڼ شمېر د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي پکې ولوبیږي.میلیون لیګ په خپل وخت کې د افغانستان د کورني کرکټ د پیاوړي کېدلو لپاره تر تولو غوره سیالۍ وې چې له مخې ډیرو مهمو لوبغاړو پکې خپلې وړتیاوې وښودلې.اس به دا وار ته معلوم شي چې پلیران څومره ښه پرفامنس شو کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button