ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟

د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟لکهڅنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د نړۍ لس سلنه خلک د ګردو د تیږو له ستونزې سره مخ دي، چې د ګردو خراب فعالیتونه یې د پیدا کېدو سبب ګرځي. دغه راز کله چې په ګردو تیږي راټولې شي،بدن ته نقصان ورکول شروع کړي.

اوهمدارازد وړو شګو شکل غوره کوي، چې بیا ورو ورو غټېږي. ویل کېږي کله چې د ناروغ کس له بدن څخه ذکر شوې تیږي خارجېږي، ورسره څنګ کې د ناروغ کس د ډېر سخت ځور لامل هم ګرځي، چې علت یې دغه ځورونکې او ډېره ورو کړنه ده چې بیایې ډاکتران د درملنې لپاره عموماً د عملیاتو لارښوونه او سپارښتنه کوي. خو اوسهمال روغتیایې کارپوهان وایي، چې ځینې داسې غذایي توکي هم شتون لري، چې د ګردو له تیږو څخه مو ژغوري. ویل کېږي که چېرته د ګردو له تیږو سره مخ یئ یاهم له دې ستونزې څخه کړېږئ

نو لاندې طریقه یا لار یې په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.صحي کارپوهان وایي، چې د لېمو اوبه، د زیتونو تېل او له اوربشو څخه تیارې شوې اوبه مو د ګردو تیږي ماتوي او په ډېرو وړو ذرو یې بدلوي، چې بیا زموږ له بدن څخه په ډېره آسانۍ سره خارجېږي.د اړتیا وړ توکي:د زیتونو تېل لس ملي لیتره د اوربشو اوبه لس ملي لیتره لږه اندازه د لېمو اوبه

د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟
د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟

څه ډول باید استعمال شي طریقه ېې

ذکر شوي درې واړه توکي ښه سره ګډ کړئ او هره ورځ سهار په نهاره یې تقریباً پنځوس ملي لیتره استعمال کړئ. ویل کېږي که چېرته مو په منظم ډول سره وکارول، نو د څلورو ورځو په شاوخوا کې به مو د تشو میتازو رنګ یو څه ژېړ شي، یعنې مطلب دا چې ستاسې طریقې خپل کار کړی دی، چې بیا د اتو ورځو په شاوخوا کې د ګردو د تیږو ستونزه حلوي.

همدا راز یوه بله طریقه هم شته، چې د ګردو تیږي له منځه وړي. ددې لپاره لس یا پنځلس د خرما زړي راواخلئ، په هاون کې یې میده کړئ او په درې پیالو اوبو کې یې دومره وخوټوئ، چې یوه پیاله یې په بخار بدله شي او پاتې دوه پیالې چاڼ کړئ او سهار یې په نهاره استعمال کړئ.که دا چا هم همداسې استفاده کړ نو ګرنټی سره به مثبتې پایلې ولري.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button