ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

کوم خواړه مو د بندونو له درده ساتي؟

کوم خواړه مو د بندونو له درده ساتي؟ بندونو التهاب او درد نن سبا یو له عامه او ځورونکو ناروغیو څخه شمېرل کیږي. نه تنها عمر خوړلې بلکي زیاتره ځوانان لدې ناروغی ځوریږي.او هره ورځ سلګونه ځوانان او سپینګیري په دې ناروغی نوي اخته کیږي.

د نړی مهم هیواد امریکا کې نژدې ۳۰ میلیونه ځوانان لدې ناروغۍ رنځ وړي او ددوی ژوند یې له کړاوونو ډک کړیدی.له وخت مخکې د بند غضروف تخریبیدل او التهاب یې یو له عمده علتونو څخه دی، څیړونکې پدې باور دي چې یو صحي غذایې رژیم کولی شي چې لدغه حالته مخنیوي وکړي، ځینې خواړه په خپل ځان کې دا وړتیا لري چې د مفصلونو له التهاب سره مبارزه وکړي، هډوکي مو قوي کړي او معافیتي سیستم ته مو وده ورکړي، پخپل غذایې رژیم کې ددې خوړو اضافه کول له تاسې سره د مفصل یا بندونو درد کمولو کې مرسته کوي.

ماهیان د کبانو غوړ د اومیګا ۳ شحمي اسید څخه غني دي، دغه شحمي اسید کولی شي چې په وجود کې د التهاب سره مبارزه وکړي او د بندونو التهاب له منځه یوسي. روغتیایې ماهرین هغه اشخاصو ته چې د بندونو له درده شکایت لري په اونۍ کې دوه ځلې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ګرامه ماهیانو خوراک وړاندیزوي.سالمن، ټونا، میکریل او هیرنګ د کبانو هغه ډولونه دي چې له اومیګا ۳ شحمي اسید څخه غني دي.

دزیتونو غوړې د زړه لپاره تر ټولو زیات مفید او صحي غوړ د زیتون غوړ دي، دغه غوړ د التهاب ضد تاثیر لري او هم په وجود کې د خرابو شحمو اندازه راټیټوي، کوم چې د زړه او مفصلونو لپاره غیر صحي دي.همدارنګه د غوزانو غوړ له ماهي ۱۰ چنده زیات د اومیګا ۳ شحمي اسید لرونکي دی چې د مفصل  درد او التهاب له منځه وړلو کې خورا مفید دي.

دګیلاس (چیري) میوه مطالعاتو ښودلې ده چې د ګیلاس میوه د بندونو درد او ګاوټ ناروغۍ په کمولو کې مرسته کوي.ګیلاس میوه د انټوسیکانین پنوم ماده لري کومه چې د التهاب ضد تاثیر لري او د بندونو التهاب او درد په کمولو کې خورا زیاته مرسته کوي.

لبنیات شېدې، مستې، پنیر او نور لبنیات د کلسیم او ویټامین ډي په لرلو سره کولی شي د بندونو درد مو راکم کړي او هم هډوکي مو تقویه کړي.ویټامین ډي د کلسیم د جذب لپاره یو اړین ویټامین دی، همدارنګه کلسیم کولی شي چې دنورو انتاناتو په مقابل کې د وجود معافیتي سیستم تقویه او لا پیاوړی کړي.که تاسې له لبنیاتو سره حساسیت ولرئ او یا هم ورته لاس رسی ونلرئ نو پرځای یې له هغو خوړو استفاده کولی شئ چې له نوموړي منرال او ویټامین څخه غني وي.

د دې نه علاوه ډاکټران توسعه کوي چې باید د ډېرو غوړو او خوږو خواړو نه ځان وساتل شي تر څو مو د بدن غوړي زیات نشي او د ډېری خطرناکو ناروغیو څخه وژغورل شي. همداراز ډاکټران وايي د یخو پر ځای په ګرمو اوبو باید ځان پریمینزل شي تر څو د هډوکو د درد نه وژغورل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button