نړۍ خبرونه

دکرونا ویروس مخنیوي لپاره نوي درمل تاید شول

دکرونا ویروس مخنیوي لپاره نوي درمل تاید شول نړۍ کې څه باندې ۴۲ میلیونه انسان د کرونا په ناروغي اخته شوي چې د هغې له جملې څخه تراوسه پوري څه کم ۱۲ لکه انسانان وژل سوي او شاوخوا ۳۱ میلیونه ترې جوړ شوي،

ریات شمېر هېوادونو د دې ناروغي په لومړیو کې هڅه وسوه ترڅو د کرونا درمل ژر تر ژر جوړ کړي خو هیڅ یو هېواد ونه توانید چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي اوس تازه راپورنه وايي چې یو شرکت په دې توانیدلی ترڅو د کویډ ۱۹ د درملنې لپاره یو ډول درمل تائید کړيد امریکا د خوړو او درملو جوړولو ادارې داسې یو درمل تائید کړي چې ښايي د کرونا درملنه پرې وسي هغوی دا درمل په رسمي ډول سره تائید کړي

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

یادې ادارې د ګیلاد ساینس د درمل جوړولو شرکت یو ډول درمل چې د ویکلوري په نوم یادېږي تأیید کړلدامریکا د خوړو او درملو جوړولو ادارې کمېشنر ستیفن هان وویل چې دادرمل د کرونا ناروغي په مقابل کې مهم ساینسي پرمختګ دی او دا درمل له ډیرو ازموینو او څېړونو وروسته تائید سوي دی دا درمل د ویکلوري په نوم یادیږي او دا درمل د کرونا ناروغي پرمهال ټرمپ ته هم ورکول سوي وو

د کرونا وبا تازه مالومات ښيي چې په ټوله نړۍ ۲۴ میلیونه ۳زره ۱۳۱ کسان په دې ناروغياخته شوي چې له دې جملې څخه ۱میلیون، ۱۴۲ زره ۸۷۴ کسان يې تر اوسه مړه کړي او همداشان ۳۱ میلیونه ۱۹۰ زره ۹۷۳ سوه کسان بیا ترې جوړ سوي چې لاهم په ځینو اروپآيي هېوادونو کې خلک د کرونا د دویمې څپې انتظار کوي د ټولو هېوادونو په سرکي امریکا راځي چې تر اوسه يې ۸ میلیونو څخه زیات کسان په کرونا مبتلا سوي

دکرونا ویروس مخنیوي لپاره نوي درمل تاید شول
دکرونا ویروس مخنیوي لپاره نوي درمل تاید شول

د هوا په یخیدو سره لا کرونا ښايي په نړیواله کچه یوځ بیا قوي را وګرځي او ښايي یو ځل بیا دغه ناروغي په تېری سره خلک ونیسي او که بیا هم څوک قوي نه وي نو کیدایشي چې دا وار د تېر ځل نه زیات ورانی وکړي. اوسمهال په افغانستان کې هرات ولایت کې زیات شمېر کسان په دغه ناروغی اخته دي. او هيڅ کوم درمل په ناروغان اثر ندی کړی هرات ولایت هغه ولایت دی چې د کرونا وبا ورته تر ټولو ولایتونو اول ګډه شوې وه او له امله ېې ګڼ شمېر کسان مړه شوي هم وو. د یادونې وړ ده چې د سیمې یو شمېر هېوادونو د کرونا درمل جولړولو کوششونه وکړل خو لا هم پکې څوک کامیاب نشول.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button