ټکنالوجي

د نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى موبايلونه

د نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى موبايل د سامسنګ او هواوې د ځيرک موبايلونو د نړۍ ٢ سترې کمپنیانې دي، چې ټوله نړۍ کې د دوى موبايلونه او نورې الې ډېرې پلورل کېږي، تاسو ته معلومات شته چې په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى ځيرک موبايل د کومې کمپنمی دی او څومره ډېر پلورل شوی.

خو دا موبايل چې روان کال د جولاى څخه تر سپتمبر مياشتې پورې ډېر پلورل شوى دى، د هواوې يا سامسنګ بالکل نه دى، بلکې دا ځيرک موبايل د ايفون شرکت دى.د ځيرکو موبايلو په اړه معلومات خپرونکى شرکت کينالز په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې د روان کال په دريمه برخه کې تر ټولو زيات چې کوم ځيرک موبايلونه پلورل شوي دي، په هغې کې اول او دويم موبايل د ايفون دي.دا لومړى ځل نه دى، بلکې له تېرو پرلپسې يو کال راهيسې د ايفون ١١ ځيرک موبايل په ټوله نړۍ کې زيات پلورل کېدونکى موبايل دى.

دا موبايلونه چې تر ټولو زيات پلورل شوي دي، په ١٠ موبايلونو کې پنځه د سامسنګ شرکت دي او ٣ موبايلونه بيا د شياومي شرکت دي.خو د ايپل ايفون ١١ نه بيا دا ډېر شاته پاتې دي، ځکه د جولاى نه تر سپتمبر پورې ايفون ١١ خلکو ډېر خوښ کړى او همدا راز ډېرو خلکو اخيستى هم دى.خوندوره خبره دا ده، چې ايفون ايس اي اوسمهال د ايفون تر ټولو ارزانه موبايل دى، خو بيا هم خلکو ايفون ١١ ډېر اخيستى دى.او ډېر ېې خوښه وي.

د یادونې وړدهچې جولای تر سپتمبر پورې د ايپل عمومي چې څومره موبايلونه پلورل شوي دي، په هغې کې د ايفون ١١ ٤٠ سلنه برخه ده او د ايفون ايس اي برخه پکې ٢٨ سلنه ده.ورپسې بيا د سامسنګ ګليکسي اې ٢١ ايس موبايل دى، بيا د سامسنګ ګليکسي اې ١١ او په پنځم مقام د سامسنګ ګليکسي اې ٥١ موبايل راغلى دى.

د نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى موبايل

دهغه وروسته د شياومي ريډمي نوټ٩\١٠ ايکس موبايل دى، همدا راز ريډمي ٩، ګليکسي اې ٣١، ريډمي ٩ اې او ګليکسي اې ٠١ ورپسې راغلي دي.د يادولو وړ ده چې د جولاى څخه تر سپتمبر پورې سامسنګ يو ځل بيا د ځيرکو موبايلونو لومړى مقام لرونکى شرکت شو، چې له دې مخکې دا وياړ د اپريل څخه تر جون مياشتې پورې هواوې ترلاسه کړى و.هواوې په لومړي ځل دا وياړ ترلاسه کړى و، چې د کورونا له امله په نوره نړۍ کې خلک په کورونو کې بند پاتې و، خو په چين کې د موبايلونو پلور زيات شوى و.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button