ټکنالوجي

ولې دځينو پلګونو نوکې درې وي؟

ولې دځينو پلګونو نوکې درې وي.تاسوبه لېدلي وي، چې د برق په سویچ یا پلګ کې دوه نوکې وي، چې بېخي ساده لامل لري، یعنې یوې یې ګرم تار (کرنټ) او بل یې یخ تار نیوټرل نومېږي. کله چې سویچ یا پلګ ولګول شي، نو د ګرم او یخ تار په سبب یې سرکټ بشپړېږي او د برښنا د حرکت لامل یې ګرځي،

بلخوابیا کله چې یې یو تار هم لېري یا پرې شي، نو سرکټ یې له کاره لوېږي او د برښنا حرکت یې له خنډ سره مخ کېږي.تر دې ځایه خو به پوه شوي یئ، خو ځینې داسې سویچونه یا پلګونه هم شته دی، چې د دریو نوکو درلودونکی وي او همدغه دریمه نوکه دغه پوښتنه راولاړوي، چې آخر دا دریمه نوکه د کومې موخې لپاره استعمالېږي د ذکر شوې پوښتنې ځواب ډېر آسانه ده او هغه دا چې که چېرته د دوو تارو لرونکی سویچ یا په بله وینا په سویچ کې موجوده برښنا مو ونیسي یا جټکه راکړي،

یاد سرکټ د بشپړېدو په سبب موږ ته دومره په سختۍ سره جټکه راکولی شي،چې د مړینې لامل مو هم ګرځېدلی شي. دغه راز که چېرته په اصلي تار کې په دومره اندازه برښنا لاړه شي، چې هغه یې د رسولو وړتیا ونه لري، نو د کورونو یاهم د شیانو د سوځېدو یا د اور د لګېدو خطر ډېرولی شي.

ویل کېږي،د همدې خطر په نظر کې د نېولو سره په سویچونو یا پلګونو کې دریمه نوکه یا تار هم لګول کېږي او په ځینو حالاتو کې دریم تار په ځمکه کې تېرېږي چې د ډېرې برښنا په صورت کې دغه تار خپله دنده ترسره کوي او اضافي برښنا د ځمکې په لور کشوي او د کور شیان له سوځېدو یا د اور له لګېدو څخه مخنیوى کوي.

همدا راز که چېرته مو برښنا ونیسي نو دغه تار بیا خپله دنده ترسره کوي او د برښنا د خطر مخنیوى کوي او د انساني ژوند د خونديتوب لامل ګرځي.هیله ده چې پورتنۍ لیکنه به مو په غور سره لوستي وي او د سویچونو یا پلګونو د اخیستلو پر وخت به ذکر شوي ټکي در یاد شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button