طالب بندیان قطر ته انتقال شول

٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي شپږ جنجالي طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډو ته انتقال شوي او د خپلمنځي مذاکراتو پر مهال به قطر کې د امریکا په نظر بند کې وي. او هلته به د بهرنیو هېوادونو توافق وروسته له بنده ازاديږي.

دغه بندیانو کې هر یو، محمد داؤود، اکبر خان، نقیب الله، عبدالصبور، حکمت الله او سید رسول د افغان دولت له بند نه دي خوشې شوي ، بلکې د حکومت له بنده قطر ته د امریکا کمپ ته انتقالشوي او هلته به د امریکا په نظر بند کې دي.یوېسرچینۍ د قطر دفتر یوه غړي تأیید کړې، شپږ هغه زندانیان چې بهرني هېوادونه یې په اړه ملاحظات لري د خوشې کولو سره یې مخالفت کوي او د جرمونو دوسیې یې درنې دي، قطر ته د امریکا کمپ ته لېږل شوي او هلته نظر بند وي.

دغه بندیان به تر هغې د امریکا په پوځي هډه کې د امریکا تر نظر بند لاندې وي، څو امریکا یې د خوشې کولو په تړاو له اسټرالیا او فرانسې سره توافق ته نوي رسېدلي. د طالبانوسرچینو ویلي، چې د یادو بندیانو د پاسپورټ د عکسونو مخونه تور شوي، څو دوی بل هېواد ته په پټه سفرونه کړي.اوس پورې لا هم لا په قطر کې مېشت طالبان له دې کسانو سره په مستثیم ډول اړیکه کې نه دي، خو ښایي ژر د دوی تشریفاتي ډله ورسره له لنډ نه ملاقات وکړي.

یاد بندیانو ته افغانستان د کورنیو چارو وزارت له کابله پاسپورټونه جاري شوي او د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله انتقال شوي دي، خو تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د ارګ لخوا اجازه نه ده ورکول شي چې دا مسله خلکو سره شریکه کړي. ترڅو پټه پاتې شي او د فبرګون سره مخ نه شي.

دوحې ته د دغو بندیانو له لېږلو ښکاري چې خپلمنځي مذاکرات به هم په لنډ وخت کې وي، دواړو لوریو مذاکراتو ته چمتو دي خو تر اوسه د مذاکراتو د پیل کره نېټه نه ده خودل شوې. خو بار بار ویل شوي چې دواړه لورې سولې ته چتو دي او ټیمونه هم ګمارل شوي. نو اوس فقط د تاریخ ټاکل پانې دي.

٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي
٦ طالب زندانیان قطر کې امریکایي هډې ته وړل شوي

د یادونې وړ ده چې څو څو ځل د بین الافغاني خبرو د پیل نېټه مخکې هم اعلان شوه خو په بیا بیا ځل د یوې او بلې خوا د بهانو او پلمو او شرطونو له کبله تر دې ځایه راغلل، لا هم باور نشته کې د بین الافغاني مذاکراتو کره نېټه اعلان شي، او ښايي دغه نيټه نوره هم وځنډول شي. نو اوس دواړو لوریو ته پکار دي چې ټیمونه ېې سره په اړیکه کې شي او نېټه نوره ونه ځنډول شي. تر څو د افغانانو د سولې ارمان پوره شي.

جرمني: مونږ د سولې مزاکراتو ملاتړي یو په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغان دول د مذاکراتي پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي ، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سولې پروسې د کامیابۍ په صورت کې طالبانو ته ډاډ ورکړۍ چې مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

افغان دولت: بازې مطرح طالبان کابل ته رارسېدلي د ارګ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشر او د ولسمشر سلا کار وحید عمر ویلي ، د طالبانو نفوذي کسان په کابل ښار کې ډاډه او عادي تګ راتګ کوي.

وحید عمر چې د ولسمشر سلاکار هم دۍ د ځوانانو د ورځې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ویلي، له طالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې نا ممکنه ده، د دولتي سرحدونو وړاندې باید سولې ته کار وشي، نوموړي کابل ښار کې د طالبانو نفوذ او ځانګړو ځواکونو شتون خبره تاید کوي دهېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې په کابل کې د طالبانو د حضور خبره را پورته کوي، چې طالبان اوس مهال د کابل کوتل، خیرخانې او سرای شمالي پورې کار کوي

دغه ډله په کابل کې له کلونو کلونو راهیسې شتون لري ، خو ادولت اوس د طالبانو د شتون خبر تاییدوي، له دې ښکاري چې اوس د طالبانو حضور تر ارګه رسېدلې ځکه افغان حکومت هم پوه شوی او غږ یې اوچت کړ.اوس مهال افغان دولت اندېښمن دی او ځکه ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې هم سوله نه شي کېدی، نو باید د دولت له کړیو او بسنټونو ها خوا سولې ته په صداقت کار وشي

یاده ډله د ډېرې مودې را هیسې د کابل ښار په شاوخوا او دننه کې لیدل شوي دي، خو افغان دولت هم نن دا خبره ښکاره کړه، عام افغانان اندېښنه لري، چې د طالبانو نفوذي کسان څنګه او د څه لپاره تر کابل راغلي کابل کې د طالبانو د نفوذي کسانو د حضور خبر داسې مهال را پورته کیږي، چې افغان دولت او طالبان خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي او که د طالبانو له لوري بیا کومه پلمه جوړه نه شي، ممکن په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو د مذاکراتو پلاوي د مذاکراتو پر مېز را حاضر شي،

د ارګ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشروحید عمر له دې خبرېچې د دطالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي له لارې نه ناممکنه ده ، ښکاري چې افغان دولت پر طالبانو باور نه لري، چې ګواکې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له افغان دلت سره سولهمزاکرات تنیجه ورکړي،

طالبانو تر اوسه پورې په کابل کې د خپلو مهمو او نفوذي کسانو د حضور په اړه د افغان حکومت پر ادعا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړۍ ، په داسې حال کې چې د طالبانو مهم غړي کوٸټې ته د طالبانو د یو مهم او لوړ پوړي چارواکي جنازې ته تللې وو.او هلته ېې جنازه کړې وه،

اوس وخت کې باید دولت او نور سیاسیون سره راغونډ شي او د افغانستان د سولې مزامراتو لپاره هر هغه ګام پورته کړي کوم کې چې د افغانانو هم خیر دۍ او د نووروو ګاونډیو هم په همدې سوله کې خیر دي ځکه د ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي وو چې که افغانستان کې سوله راشي دا دپاکستان لپاره هم په خیر ده او که دلته سوله رانشي نو دا به ټولې منتقې لپاره ښه خبره نه وي،

طالبانود مزاکراتو پيل کې د اوربند هیله مندي ښودلې

بین الافغاني خبرې به کله پیل شي؟ بازې سرچینۍ وايي د افغان دولت او طالبانو خپل منځي مذاکرات راتلونکې هفته د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.او په نورو جزیاتو باندې به تفصیلي بحثونه وشي دغه خبرې به د نتیجې ته د رسېدو پورې دوام وکړي،

دهېواد ملي ټلوېزیون اعلامیه کې ویلي، چې د افغان دولت او طالبانو تر مابین به د سولې بین الافغاني مذاکرات راتلونګې هفته د اګسټ پر ١٦ مهنېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې شروع شي.بین الافغاني مذاکرات د لویې جرګې له پرېکړې وروسته چې ٤٠٠ طالب زندانیان به خوشې کیږي، پیلیږي.د لویه جرګه چې د درې ورځو په دوام پرون ورځ ختم شو ، د ټولو کمېټو د ګډې پرېکړې سره د درنو جرمونو ٤٠٠ طالب بندیانو د ازادولو تأییدي وشوه.

بلخوا طالبانو ه د افغان حکومت او افغان ولس له دې پرېکړې چې ٤٠٠ بندیان یې ور خوشې کوي هرکلی وکړ او ژر تر ژره د خپلمنځي خبرو د پیل وعده هم وکړه.د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې مونږ د لویې جرګې د پرېکړې هرکلۍ کوو او ډېر ژر به افغان دولت سره خبروته کینو نوموړي دا هم وویل چې ډېر امکان شته چې په خپلمنځي مزاکراتو کې په اوربند یا اورکم باندې خبرې وکړو او بو پایلې ته ورسېږو،

د افغان دولت او طالبانو ترمابین بین الافغاني مذاکرات چې میاشتې میاشتې وځنډېد او د طالبانو له لوري د یوې او بلې پلمې له کبله نور هم شا ته پاتې شول اوس د حکومت د پرېکړې سره سم چې درانه مجرمین یې هم ور خوشې کوي طالبانو د حکومت سره بین الافغاني خبرو ته د کېناستو ژمنه وکړه،

پرون بیا د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او دا راز د افغان حکومت له دې اقدام هر کلی وکړ، خلیلزاد وایي افغانان د سولې لپاره یو ګام نور هم ور وړاندې شول، دا به تر ټولو غوره فرثت وي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی هم ډېر دوحې ته ولاړ شي او د اوربند، سولې او جګړې پای ته رسېدلو پر سر به بحثونه وشي.

د خپلمنځي مذاکراتو ترسره کېدو لپاره وخت نا وخت نېټې ټاکل کېدې او امکان یې وو چې ډېر پخوا ترسره شوی وی، خو طالبانو له بین الافغاني خبرو کاه پر یوه او کله پر بله پلمه ځان خلاصولو، خو اوس د طالبانو د ټولو شرطونو په پوره کېدو سره به هېڅ پلمه او خنډ پاتې نه شي.افغان ولس هم د سولې لپاره د افغان حکومت دریځ ستایي او د سولې لپاره د خپل حکومت نه ملاتړ اعلان کړۍ،

زمونږ د هې،اد د سولې لپاره به د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا سفر را لنډ او د بین الافغاني مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته به پای ته ورسیږي.اوس یو داسې فضا سولې لپاره جوړه شوې ده چې ټولې خواوې د افغانستان سولې لپاره ژمن دي دوي غواړي چې هېواد ته سوله راشي او د سولې دغه تلايي چانس له لاسه ورنکړي،

افغان دولت لویه جرګه رابلي

افغان دولت لویه جرګه رابلي افغان حکومت روانه هفته د زمري ١٧مه نېټه د مشورتي لویې جرګې د رابللو ته چمتوالۍ نیسي، دولت غواړي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو باندې ملت استازي هم خپل نظر څرګند کړي،

جمهور ریس غني داختر په اوله ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د طالبانو ٤٦٠٠ بندیان یې خوشې کړي او د پاتې ٤٠٠ درنو جرمونو طالب بندیان په اړه به ولس پرېکړه کوي.ولسمشر د درنو جرمونو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولس نه د مشورې اخیستلو او په دې اړه د ولس پرېکړې کولو لپاره د لویې مشورتي جرګې رابللو خبره کړې وه.

جمهور ریس غني ویلي وو، د زیس جمهور په توګه د افغانستان اساسي قانون او د جزا قانون هېڅ کومه ماده د درنو مجرمینو د ازادولو اجازه نه ورکوي، نوموړي همدازاز ویلي وو د طالبانو له خوا د بندیانو د ورکړل شوي لست پرته به نور طالب بندیان هم ازاد کړي چې په دې سره به یې د ازادو شویو طالبانو شمېر ٥١٠٠ ته ورسیږي او دا د سولې لپاره د افغان حکومت ښکاره دریځ او پاک نیت دی.

دا په داسې حال کې د درنو جرمونو طالب بندیانو له ازادولو سره نړیواله ټولنه هم مخالفه ده او افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو د جګړو او بریدونو قربانیان هم نه غواړي شې د سختو جرمونو طالبان دې وبخښل شي او ازاد دې شي.

د افغان دولت او طالبانو ترمابین د غټ اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند هم پای ته ورسېد، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل تر وخته له طالبانو د اوربند د تمدید غوښتنه کوي خو د طالبانو له لوري بیا تر اوسه د تمدید په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو ډلې د اوربند په موده کې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له اوربند وعده ېې پوره نکړه او بریدونه یې وکړل په ځینو ولایتونو کې یې هدفي وژنې هم ترسره کړې.دولت د طالبانو له لوري د ور سپارل شوي نوملړ له مخې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره داسې مهال مشورتي لویه جرګه را بولي، چې دواړه لوري د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید دولت او طالبان دواړه لورې دې ته اړ شي او یو داسې پلان جوړ کړي چې له امله ېې افغانستان سولې ته ورسيږي. ځکه افغانستان د دې نه وړاندې هم په ډېره لانجو او مشکلاتو اخته دۍ نو باید ټولې خواوې دې مملکت خداداد لپاره کار وکړي او افغانستان يه ځان بسیا هم کړي

زاخېلوال: افغان دولت دې پاتې طالب بندیان خوشې کړي

زاخېلوال افغان دولت دې پاتې طالب بندیان خوشې کړي پاکستان کې د افغانستان پخوانۍ او د سولې د هڅو فعال محترم عمر زاخېلوال وایي،دولت دې ژمنې سره سم ټول طالب بندیان خوشې کړي،

ښاغلي زاخېلوال مرکه کې وویل سره له دې، چې د سولې بهیر د ځینو فرصتونو ګټه نه اخیستو خبر ورکړ، خو ویې ویل، چې زه لا دې هڅو نه نهیلی شوی نه یم .د زاخېلوال په وینا ، د سولې په هڅو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو وخت تلفي کړې ده.نوموړی پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو د حکومت مصروفیدل، د بندیانو په خوشې کیدو کې ځنډ او نور بازې عوامل د وخت تلفۍ د بېلګو په توګه یادوي.هغه د طالبانو او امریکا د سولې تړون ته په اشارې وایي، چې افغان دولت باید پر دغه تړون او په خاص ډول پکې د ژمنه شویو پينځو زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو پر نوملړ وار د مخې خپلې اندېښنې شریکې کړي،

د ښاغلي عمر زاخېلوال د معلوماتو له مخې، افغان طالبانو له امریکا سره د شوي توافق د لاسلیک پر وخت د خپلو ټولو پينځو زرو بندیانو پوره شهرت له امریکا سره شریک کړی ول.د نوموړي په باور، د دغه لست په اړه د ارزونو لپاره افغان دولت کافي وخت درلود، چې خپلې ملاحظې یې امریکا او طالبانو سره شریکې کړې او یوې نتيجې ته ورسره رسیدلی وای.له دې سره هم مهاله، ډاکټر زاخېلوال د حکومت ملاحظې هم د ځینو بندیانو د نه خوشې کیدو په اړه برحقه ګڼي.

چې دا ملاحظې باید لا پخوا شریکې شوې او یوه حل لاره ورته پيدا شوې وای.د سولې پر هڅو دغه بوخت افغان سیاستوال دا هم وایي، چې که حکومت نه خوشې کوونکي بندیان مجرمین او نه بښل کیدونکي ګڼي، بیا نور خوشې شوي بندیان هم په مختلفو جرمونو او وژنو تورن ول.عمر زاخېلوال د سولې د روانو هڅو لپاره ټولو لوریو نه د نرمښت غوښتنه لري او وایي، چې په داسې ملاحظو باید د سولې هڅې ځنډنۍ او ټکنۍ نه شي.

هغه له نوم اخیستو پرته د حکومت، وسله والو طالبانو او سیمې هېوادونو ځينې کړۍ د سولې ضد یادوي او په ټولو خواوو کې د دغو کړیو د موجودیت خبر ورکوي.نوموړی د سولې بهیر په اړه بهرنیو هېوادونو سره د حکومت وروستۍ څو اړخیزې ناستې د تېرو تجربو په یادولو سره ګټورې نه یادوي.

موموړي چې تر څو کاله مخکې پورې اسلام اباد کې د پاکستان سفیر و؛ دغه هېواد د تېرو څو لسیزو ناورین کې په لاس لرلو هم خبرې وکړې، خو افغان دولت ته وړاندیز کوي، چې په سولې بهیر کې د چین له رول زیاتولو سره د هغه هېواد په وسیله سولې ته د پاکستان واقعي ملاتړ له ځان سره ولري .دی باور لري، چې چین په افغانستان کې سوله غواړي او له وسله افغان طالبانو سره هم ښه تعلق لري،

اوس وخت د دې رارسېدلي دي چې باید ټول خواوې سره په یو مېز کيني او هېواد کې یو داسې سیاسي اجماع رامنځته کړي چې ټول سیاسیون له یو ادرسه طالبانو سره خبرو ته کیني ترڅو طالبانو ته دا پیغام ورسيږي چې افغان دولت یواجماع سره او سیاسي ملاتړ سره مونږ سره خبرو ته حاضر شو ځکه که افغانان اتفاق وکړي نو د ډېرو خلوکو او نړیوالو دا تحلیل کړۍ چې افغانستان کې بیا امن ضرور رازي، او ډېر ژر به یو داسې فضا راننځته شي چې تولو خواو ته به د دغې عمل سره د منلو وړ وي،

طالبان: که بندیان خوشي شي, بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

افغان دولت څه موده وړاندې طالب بندیان خوشې کړل په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ځانګړې ډله کابل کې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه څاري، د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو هم بحثونه روان دي.

د سولې چارو وزارت وايي .تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو داسې ګومان کیږي چې قطر، جرمني، ازبکستان او ناروې هغه هیوادونه دي چې هلته بین دا خبرې کیدلی شي.خو دغه ځایونه لا هم ندي فاینل شوي او لا هم خبرې پرې روانې دي.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رهبري کمیټه لا نه ده بشپړه شوې. ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، د دې شورا د رهبرۍ کمیټې بشپړیدو چارې روانې دي، چې ټول قشرونه به پکې ونډه ولري. او غواړي چې دغه شورا کې ټول قومونه او سیاسي څېرې ونډه واخلي.

دغه سرچینه له نوم پرته بي بي سي ته زیاتوي، د مصالحې رهبري شورا نږدې ورځو کې بشپړیږي خو سرتاسري تشکیل یې وخت غواړي. یاده سر چینۍ په وینا، دې شورا سل ورځنی کاري پلان هم تیار کړی دی

د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټوېټ کې لیکلي چې د دې ډلې مرستیال مشر او ور سره پلاوی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر سره د بندیانو پر خلاصون او د سولې پر خبرو غږېدلي دي. “په دې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې خبرې وکړې. ”

دغه ډلې څو وارې ټینګار کړی که امریکا سره د شوي تړون له مخې پنځه زره زندانیان یې خوشي نه شي، دوی بین الافغاني مذاکرات نه کوي.تر پرونه د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر د چارواکو په وینا له درې زرو واوښت.

بل طرف ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.د نوموړي د سفرونو یو موخه په سیمه کې د دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅې دي.د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره ولیدل.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره بین الا فغاني خبرې پيل شي او د مزاکراتو په نتیجه کې افغانستان ته سوله زاشي ترڅو امریکا خپل فوځیان له افغانستان نه په تدریجي ډول اوباسي په همدغې لړ کې مونږ کې چې مخکې یاده وکړه زلمي خلیلزاد تازه سفرونه شروع کړي دي.

افغان دولت: بازې مطرح طالبان کابل ته رارسېدلي

کابل کې د امزیکې سفارت خپل ټوېټر کې لیکلي ، موږ د افغان دولت لخوا د سولې خبرو لپاره نوملړ ته هر کلۍکوو او  چمتو یو چې د دوی( افغان حکومت او طالبانو) د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی اسانه کړو او افغانستان کې د سولې ژمنه په واقعیت بدله کړو.

بلخوا د افغانستان د پخواني اجرائیه مشر مرستیال ویاند امید میثم د سولې لپاره د افغان حکومت د وزارت دا نوملړ ټولیز نه بولي. میثم رسنیو ته وویل: دا نوملړ بشپړ نه دی، چې پکار ده نورې او پراخې سلا مشورې وشي او د سولې بهیر کې د ټولو مشرانو او اغېزناکو لورو سره د سلا او نظر د تبادلې په رڼا کې یو ټولیز او ټول ګډونی ترکیب برابر شي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت تېره شپه له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د دغه وزارت وزیر سلام رحیمي خپل ټوېټر کې لیکلي، دا پلاوی د ټولنې له ټولو اغېزناکو اړخونو او پاړکو سره له پوره غور او سلا مشورې وروسته ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دا پلاوی دنده لري چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت استازولي وکړي.

“د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه پلاوي ته د بریالیتوب له هیلې سره له دوی غواړي چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د هېواد ستر مصلحتونه، د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي دریځ په نظر کې ونیسي او هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګولو هڅې وکړي”.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، وزارت یې د سولې پروسې د مخته بېولو او تصمیم نیولو د ټولو مېکانېزمونو د مدېریت په برخه کې د افغان حکومت له خوا ټولې اسانتیاوې برابروي او اړوند اجراييوي چارې به په مسوولانه توګه پرمخ بیايي.

تمه کېږي د دواړو لورو د بندیانو تر خوشي کېډو وروسته د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي. خو لا هم مالومه نه ده چې دا لومړنۍ ناسته به چېرته وي او په کوم ډول مسلو به بحث کوي

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې امکان نه دی رد کړی چې ښايي له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت چې غرب یې ملاتړ کوي، طالبان ونیسي.

ډونالډ ټرمپ پرون د مارچ په شپږمه، په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: “هېوادونه، په نهایت کې، باید د ځان غم وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، موږ نور شل کاله نه شو پاتې کېدای، بلاخره، هغوي باید ځان وساتي، پوهېږئ؟ دا کار باید ډېر پخوا شوی وای، سړی تر کله د بل چال لاس نیولی شي، موږ ته ښايي چې د خپل هېواد چارو ته پام را ورګرځوو.”

امریکا د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

متحد ایالات په افغانستان کې ۱۳ زره عسکر لري.

له طالباو سره د امریکا په موافقه کې منل شوې چې په ۱۳۵ ورځو کې به د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کموي او بیا به دا بهیر درېږي، د افغانستان وضعیت به ارزول کېږي او که ثابته شوه چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي، ټول امریکايي عسکر به له افغانستانه وځي.

د دې بهیر لپاره ۱۴ میاشتې وخت په پام کې نیول شوی دی.

طالبانو له امریکا سره د امنیت په برخه کې ځانګړې ژمنې کړې او تعهد یې کړی دی چې په بین الافغاني خبرو کې به ګډون کوي.

پرون په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا طالبان کولای شي چې په افغانستان کې موجود حکومت ته سقوط ورکړي؟

ډونالډ ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې باید ونه شي، خو داسې ښايي وشي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د ډونالډ ټرمپ د دې وینا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې دا بیان ورکړی چې پرون په کابل کې د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو په وسله واله حمله کې ۳۲ ملکي افغانان ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت وویل چې ۵۸ ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د امریکا او طالبانو د سولې تر موافقې وروسته، دا په کابل کې لومړه ستره او خونړۍ حمله وه.