ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي

ګلبدین حکمتیاردسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او دافغانستان ددولت د مرکچي پلاوي تر مابین د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په اوله نېټه د سولې هوکړه لیک دستخط شو

د دغه ګوند مشر مشرحکمتیار پلازمینه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دغه ګوند زرګونه کسان لا هم بندیان دي.دده په وینا، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې په نه عملي کېدو  ولسي جرګه، امنیت شورا او بهرنۍ هېوادونه خبر دي، خو هیچا یې هم د عملي کېدو لپاره ګام نه دی اخیستی.نوموړي زیاته کړه تر هغه چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځ پانګه نه ده عملي شوې.

ښاغلي حکمتیار وویل ، چې د طالبانو مشران او د داعش مشران خوشي شول، خو د حزب اسلامي بندیان تر اوسه په زندانونو کې پراته دي.هغه د یادې هوکړې د نه عملي کېدو په اړه له جزییاتو ورکولو پرته وویل:«شاید ددغې هوکړې د نه عملي کېدو لامل دا وي چې د اقتدار په کرسۍ ناست کسان داسې فکر کوي چې که دغه هوکړه منل شوې وای نو دوی ته به ګواښونه رامنځته شوي وای او د ټاکنو پایلې به هم داسې نه وې.»

نوموړۍ وايي د سولې بین الافغاني خبرې دې پرته له شرطه پيل شي، د سولې لپاره دې یو اتفاقي طرحه جوړه شي او د تصمیم لپاره باید یوه مقتدره ټیم را منځ ته شي.هغه وویل دغه ټیم باید د یوه فرد، د یوه ګوند، د یوه قوم په انحصار کې نه وي، اوس مهال د افغانستان ۹۹ سلنه خلک سوله غواړي، یواځې هغه کسان سوله نه غواړي چې خپل اقتدار او قدرت په خطر کې ګڼي

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شي. ده په خلکو غږ وکړ چې سره یوځای شي ترڅو د اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.حکمتیار، په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې هېواد کې جوماتونه هم نه دي خوندي او حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

هغه زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پرځای ددې چې د تاوتریخوالې کچه راټیټه شي، هدفي وژنې، ترور او تاوتریخوالی لازیات شوي دي.د امریکا او طالبان ترمنځ هوکړه تېرکال د کب میاشتې په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه.حکمتیار وایي:« د فحشا ځایونه او عاملین یې خوندي دي، خو د کابل ښار په مرکز ګې د ارګ شاوخوا علما، او نور مشران ترور کیږي.

هغه وویل چې دولت باید د بهرنیانو له وتلو وروسته وضعیت ته تیارۍ ونیسي، ترڅو پخوانۍ کارونه بیا تکرار نه شي.د ده په وینا، ددغه حالت د چمتووالي لپاره باید یو درېیمګړی مستقل محور را منځ ته شي، داسې محور چې  د شخصیتونو او ګوندونو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو د ارمانونو او اهدافو پر بنیاد جوړ شوی وي.او داسې بو نظام رامنځته شي چې ټول اړخنه پکې شامل وي،

مسکا صافۍ څوک ده؟

مسکا صافۍ یوه افغان کډواله ده اوس مهال په پېښور کې ژوند کوي هغه د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې سر ته ورسولې،

اغلې صافۍ وايي چې په پېښور کې د يوې کډوالې په  توګه ژوند کوي، خو دا ډېر په وياړ سره وايي، چې دلته په ډېر عزت ژوند کوي او هر ډول اسانتياوې ورته شته، هغه وايي افغانان په بل هېڅ هېواد کې دومره ازاد ژوند نه کوي، لکه په پاکستان کې چې يې کوي.

مسکا صافۍ د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې دومداره وساتلې.د پېښور پوهنتون نه يې په ژورنلزم کې ماسټري وکړه او اوس يو مقامي ټيلي وژن سره کار کوي.

نوموړې ټينګار کوي زه د دواړه ګاونډي هېوادونو تر مينځه د يو پل کردار لوبول غواړم او غواړم چې د ځان په څېر د نورو افغان کډوالو غږ جوړه شم او د دوئ د برياليتوبونو قيصې مخې ته راوړم. “مونږه د يو جنګ ځپلي هېواد نه را په کډه شوي وو،خپل هر څه مو وروستو پرېښودي او خالي لاس راغلي وؤ. ډېرې ستونزې مو درلودې، زه وړه ومه، ماته ياد نه شي خو کورنۍ مې قيصه کوي چې د مشکلاتو سره مخ وؤ”

هغه وايي چې کله یې دولسم ټولګی وویلو کړو ما غوښتل یې چې د پاکستان يو کالج کې داخله واخلي، خو د هغې طریقه دومره اوږده او پيچلې وه چې دهغې پکې دوه کاله ضائع شول، د کالج وروسته یې بياد پېښور پوهنتون په ژورنلزم څانګه کې داخله واخسته.

مېرمن صافۍ وايي ډېره په وياړ دا خبره کوي چې د پوهنتون په وخت کښې دهغې پاکستاني ملګرو، ټولګيوالو او استاذانو دهغې ډېره مرسته کړې ده. “پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي مسلمان هېوادونه دي خو ددې باوجود هم د دوئ تر مېنځ نفرتونه دي، زه غواړم چې پخپل محنت او خپل کار دا نفرتونه ختم کړم. پکار ده چې ځوان افغانان او ځوان پاکستانيان مخې ته راشي او د دواړو هېوادونو تر مينځه چې کوم تاو تريخوالی دی هغه ختم کړي.”

هغه زیاتوي که د يو کډوال په توګه دلته استوګنه يم نو دا ډېره ښکاره خبره ده چې ډېره په عزت او سهولت سره دلته اوسېږم نوموړې واېې داسې هم نه ده چې ټولو افغان کډوالو ته ستونزې نشته، زه به خوش قسمته يمه چې ماته دومره ستونزې نشته. داسې افغانان شته چې هغوي ستونزې لري.

په اینده وختونو کې به زما به دا کوشش وي چې د خپل کار د لارې د دواړو هېوادونو د خلکو د برياليتوبونو داسې قيصې چې د خلکو د نظر نه پټې دي هغه نړۍ ته وښايمه، زه خپله هم دنړۍ د پاره يو مثال يمه، افغان کډواله يم، پاکستان کې عزت سره وسېږم، خپلې زده کړې مې وکړې”هغه وائي زه خپلې زده کړې نورې هم مخ په وړاندې بوتلل غواړم او زما چې کوم منزل ؤ هغه مې څه نا څه تر لاسه کړی دی او مخکې به مې هم دا هڅه وي چې خپل مرام تر لاسه کړم،

دولت ته پکار دۍ چې د مسکا غوندې تعلیم یافته هیوادوالې او ځوانان لا وهڅوي چې خپلې ردکړې وکړي ترڅو خپل وطن افغانستان ته کار وکړي افغانستان دغه رقم تعلیم یافته ځوانانو ته اړتیا لري باید دغسې د لوړو زدکړو خاوندانې هم دې ته اړ شي چې خپل وطن ته راشي او خپل هېواد ته خدمت وکړي،

د خوست والي فدايي: کوشش کوو چې د غلام خان بندر لار تجارتي او ټرانزيټ لپاره ژر پرانيستل شي

د خوست والي حليم فدايي وايي. له ډېر وخت راهيسې د غلام خان بندر په حقله د ولايتي ادارې او مرکزي ادارو ترمنځ کوششونه روان دي تر څو وکولاى شو دا لار هم تجارتي او هم ټرانزيټ شي. هفه زیاته کړه دويي کوشش کوي چې دغه لاره ژر پرانستل شي.

دغه ولایت ته له مرکزڅخه تېره ورځ يو پلاوي سفر کړۍ وو چې په پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل، د ملي شورا استازو هلمند هلمند، لياقت الله بابکرخېل او عبداللطيف ژوند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ټرانزيټ رييس محمد سعيد سعيدي او د ټرانسپورټ وزارت د بنادرو او عوايدو رييس حسېن خېل پکې شامل وو.چې دا ټول د خوست والي حليم فدايي په ګډون غلام خان بندر څخه ته هم سفر کړۍ وو او د دغې بندر ليدنه ېې کړې وه.

حلیم فدايي په دغه مهال وويل، چې تر اوس پورې ولايتي کچه د غلام خان بندر د ټرانزيټ او تجارت په موخه ټولې چارې چې په هغه کې د معلوماتو راټولول، د عملياتي پلان او طرحې ترتيب، د موضوع په تړاو تحرک رامنځته کول او ذيدخله غاړو ته د ياد بندر د موثريت او مثمريت په موخه قناعت ورکول شوۍ او اوس د سفر مهمه موخه دا ده چې مرکزي ادارې هم له محلي ادارې سره د يوه واحد سند د ترتيب له لارې په چارو کې شريکې او د هغوى د تعقيب منظم ميکانيزم رامنځته کړو.تر څو دغه چارې ژر پیل شي او تکمیل شي.

حليم فدايي زياته کړه، چې د ولسمشر لومړيتوب او واضح هدايت دا دى چې د غلام خان بندر ټرانزيټي مراحل دې طى شي، چې له نېکه مرغه د ولايتي ادارې د صلاحيت او مسووليت د ساحې پورې تړلي فعاليتوه يې نهايي شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر شکرالله عاطف مشعل وویل، د غلام خان بندر د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د جلالتمآب جمهور رئیس لارښوونې ډېر واضح دی، ماته امر شوی، ترڅو د لارې په مورد د پاکستاني لوري سره په ګډه کار وکړم نومموړي زیاته کړه : موږ دواړو خواؤ ته امکانات ولیدل، مسولینو سره مو خبرې وشې ، دا د کارونو تسلسل دی، ترڅو نیمګړي برخې پوره کړو. او ژر ترینه ګټل اخیستل شروع کړو.

نوموړي زیاته کړه : مونږ له خوست د والي څخه مننه کوم، چې د غلام خان بندر په اړه یې په ولایتي کچه ټول کارونه خلاص کړي او ۲۷ مورده موجود دي، چې په عاجله توګه باید د مرکزي محترمو ادارو له لوري رسیدګي ورته وشي.

عاطف مشعل وویل : خوست ولایت اداره د غلام خان بندر په اړه متحده ده او زما هیله ده، چې مرکزي ادارې ددې بندر تخنیکي اړخ ته وکړي او د جلالتماب جمهور رئیس واضح هدایت دی چې نور یې باید کارونه په عملي توګه شروع شي.موږ به یو واضح ګزارش جلالتماب جمهور رئیس ته وړاندې کړو، ترڅو د غلام خان بندر د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې په جدي توګه تعقیب شي.

د ا هم باید یاده کړو چې د غلام خان بندر ډېر مهم بندر دۍ د افغانستان لپاره چې څومره کیدایشي باید دغه لاره ژر پرانیستل شي ترڅو د نورو ګاونډي هېوادونو سره په ازاده فضا کې تجارت وکړو او ازاد او په ځان بسیا افغانستان ولرو.

ارګ: افغان او امریکايي ځواکونه پر یو امنیتي طرحې کارکوي

 ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم مشر عمر داودزى په پاکستان کې د افغانستان سفير ټاکل کېږي. سرخط په خپل يو خبر کې د ارګ د يوې سرچينې له قوله ليکلي دي، چې عمر داودزى په پاکستان کې د افغان سفير په توګه په ټاکنه خوښ دى او ژر به پاکستان ته د سفير په توګه ولېږل شي.

عمر داودزى تر دې مخکې هم په پاکستان کې د افغان سفير په توګه دنده ترسره کړې ده، نوموړى د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال له ٢٠١١ څخه تر ٢٠١٣ کال پورې په پاکستان کې د افغانستان سفير و. همدا راز نوموړى د ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې په ايران کې هم د افغانستان د سفير په حېث دنده ترسره کړې ده.

ممحمد عمر داودزی – د اکتوبر په۱۲ مه ،۱۹۵۷زیږدیز او یو افغانستان کې سیاستوال دی ، چې پدې وروستیو کې یې د سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د رییس په توګه دنده ترسره کړې. سکریټریټ د څو میاشتو لپاره ، تر هغه چې د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ولسمشر غني د کمپاین مدیر وټاکل شو.

 په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې په ګډون د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو سره دندې وروسته ، داودزي له ۲۰۰۳څخه تر ۲۰۰۵ پورې د افغان ولسمشر حامد کرزي د دوه کالو کارمندانو په توګه او بیا له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې شاوخوا د کار پیل وکړ. له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ پورې ، ولسمشر کرزي هغه په ​​ایران کې د افغانستان سفیر وټاکه. هغه بیا په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

 د افغانستان جګړې ته سیاسي حل ته د رسیدو لپاره د هڅو پرمختګ ته دنده وسپارل شوه. د ۲۰۱۳  کال په سپتمبر کې ، داودزي څخه غوښتل شوي و چې په کابل کې د کورنیو چارو وزیر شي او د۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ننګونو امنیت ډاډمن کړي.

ډېر ژربه عمر داودزی پاکستان کې افغان د سفيرپحیث و ټاکل شي

داوودزي د ځوانانو ډلو د ملاتړ له لارې د افغانستان په سیاست کې کار کولو ته دوام ورکوي ، او د هیواد دموکراتیک نظم پیاوړي کولو لپاره د سیاسي نفوذ لرونکي خلکو او سازمانونو متحرک کول.

ارګ: افغان او امریکايي ځواکونه پر یو امنیتي طرحې کارکوي

قاضي محمد امین وقاد 1947 کې زېږېدلۍ   یو افغان سیاستوال دی. هغه یو قومي سیاسي او جهادي څېره ده نوموړۍ د ننګرهار ولایت مهمند د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکۍ دۍ .قاضي وقادد پاکستان په یوه مدرسه کې برخه واخیسته ،

 مخکې لدې چې د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي فارغ شو. په پوهنتون کې د زده کړې پرمهال ، هغه د مسلمانو ځوانانو د اسلامي غورځنګ فعال غړی شو. په 5 197 کې ، د داود خان لخوا د اسلامي تحريک د فشار په تعقيب ، قاضي امين پېښور ته لاړ.

د 1970 کلونو او د  1980 کلونو په لومړیو کې هغه څو ځلې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي د مشر په توګه دنده ترسره کړې ، که څه هم هغه ډیری ځله د ګلبدین حکمتیار مرستیال مشر و. په 1985 کې ، هغه د حکمتیار ګوندپریښود او خپل ګوند یې تاسیس کړ ، کوم چې یوازې محدود نفوذ درلود.

 په 1992 کی د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له ړنګیدو وروسته ، هغه د مخابراتو وزیر په توګه یوه لنډه ټاکنه ترسره کړه. په 2004 کې ، حامد کرزي قاضي امین وقاد د عدلیې وزیر په توګه وټاکه. وروسته ، هغه د ملي جبهې مخکښ غړی شو ، د کرزي د حکومت سره مخالف سیاسي ګوند.

ښاغلۍ قاضی صیب وقاد د هیواد جهادی او سیاسی شخصیت دی هیواد ته یی د سوله برخه کې خدمت کړۍ قاضی صیب واحد شخص دۍ چې د بې ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه ندي ککړ نوموړۍ په فساد کې ندۍ ښکیل هغه واحد شخص دۍ چې د خپل سیاسی موقف نه يې ناوړه ګټه نده اخیستې ښاغلۍ وقاد سیاسی قومي او جهادي څېره ده نوموړي د ولسمشر غني سره په کمپاین کې د خپل توان مطابق ونډه اخیستې

دامریکايي چارواکوسره د افغان چارواکو ليدنې

ولسمشر محمد اشرف غني د متحدو ایالتونو د سنا یو شمېر غړو سره لیدلي دي

دولت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وړم ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزي ګراهام په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.

دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه وايي، سناتور ګراهام د دې په څرګندولوسره چې موږ د سولې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوو وویل:

«له افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوامدار وي او موږ به د یوه متحد ستراتیژیک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شو.»

تروریزم ګډ دوښمن دی

ولسمشر غني د سولې پروسې او په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو او تعهد په اړه په خپلو خبرو کې وویل

«تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ متوجه کړی او باید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي هیله لرو طالبان له جګړې لاس واخلي، اوربند او پایداره سوله ومني.»

ښاغلي غني وویل چې هیواد او ظرفیتونو تغییر کړی، د ولسواک نظام بنسټونه پیاوړي شوي او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.

هغه وویل:

«زموږ لیدلوری سیمه ییز اتصال او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا ده.»

د افغان ځواکونو عملیات

جمهوررئیس امریکايي سناتورانو ته وویل، موږ مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو پر څرنګوالي د امریکامتحدو ایالتونو سره تفاهم کړی او نن ټول عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مخته وړي.

په دغه کتنه کې سناتور ګراهام د نورو سناتورانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او د ګډو لاسته راوړنوساتنه کوو.

دواړو هیوادونو ته ګواښ

سناتور ګراهام زیاته کړه، حقاني شبکه او نورې ټولې تروریستي ډلې اوس هم د دواړو هیوادونو د ګټو پر وړاندې یو ګواښ دی او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وکړو.

پرلپسې لیدنې او موخه یې

افغان ولسمشر او چارواکو ناستې پر داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو راپور ورکړل شوی دی.

د افغانستان حکومت چې پخوا پر بشپړ اوربند یې ټینګار کاوه، له خپل دریځ په شا شوی او د تاوتریخوالي پر کمښت یې یو ډول توافق کړی دی.

لومړی د مونیخ کنفرانس څنډه کې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په چارو کې استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې پر اړوند مسایلو یې خبرې کړې وې.

وروسته له هغې د امریکا د ولسي جرګې له رییسې نانسي پلوسي سره ولیدل، چې د امریکا د سنا جرګې له غړو سره ناسته یې وروسته هغه وه.

د افغانستان حکومت به هم هڅه کوي چې له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره د امریکا پر حکومت دا ومني چې افغان حکومت څنډې ته پاتې نه شي. ځکه له تیر شا او خوا یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو اړیکې او خبرې دومره تودې شوې چې د افغانستان حکومت په کې کمزوری وښودل شو او خلک فکر کوي چې امریکا او متحدین یې غواړي هر څه طالبانو ته وسپاري.

بې شکه چې د امریکا سنا جرګې په شمول ټول قوتونه د هغوی پرمخکې تګ خپل تاثیر لري او کولی شي چې مهم رول په کې ولوبوي، نو پر همدې اساس هم د افغانستان حکومت دغو ټولو خواوو ته مخ اړوي.

افغان لوبغاړو دسکي سیالیو لپاره پاکستان ته سفرکړئ

لوبو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي دي. د افغانستان د سکي فدراسیون شپږ غړي د

لوبغاړو کې دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي چې سر له نن یکشنبه (د سلواغې ۱۳مه) به د پاکستان سوات ښار کې د یولسو ورځو لپاره سیالي وکړي.

د سکي فدراسیون سکرټر جنرال ګل حسین بای زاده رسنیوته وویل چې یادو سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو لوبغاړي لوبې کوي.

هغه زیاته کړه: “دغو لوبو کې زموږ لوبغاړي کوښښ کوي چې اولمپیکي لوبو کې د ګډون لپاره مناسبې نمرې ترلاسه کړي.”

د سکي لوبې قانون د نورو لوبو خلاف د نمرو را کمول دي. د سکي نړیوال سازمان هر لوبغاړي ته په پیل کې ۹۹۹ نمرې ورکوي او د دغې لوبې د قانون په اساس لوبغاړي باید په خپلو فعالیتونو سره دغه نمرې لږ تر لږه تر ۳۰۰ پورې راټیټې کړي تر څو په اولمپیکي لوبو کې د سیالۍ چانس پیدا کړي.

د افغانستان د سکي فدراسیون وايي افغان لوبغاړو کې تر ټولو ټیټه نمره ۴۵۰ ده او پاکستان کې د لوبو وروسته ښايي یو یا څو لوبغاړي لازمې نمرې ترلاسه کړي.

سکي په افغانستان کې نوی ورزش دی چې د دغه فدراسیون په وینا شااوخوا ۱۵۰ لوبغاړي په مسلکي ډول دغه لوبه کوي.

په پام کې ده چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د چین بیجینګ ښار د ژمنیو اولمپیکي لوبو کوربه شي.

پر ټولنیزو رسنیو د مینې اظهار

ټولنیزو رسنیو کې د یوې افغان پېغلې د مینې ښکاره اعلان د دغه رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر زیات شمېر کارونکي حیران کړي دي

داسې یوه ټولنه کې چرته چې زیات شمېر هلکان او نجونې يې حتا د خپلې خوښې واده نه شي کولای د یوې نجلۍ له لوري پر فیسبوک د خپلې میني اظهار د بحث وړ موضوع ده.

هدا خموش چې د صبر کاسه يې ډکه شوې پر خپله فیسبوک پاڼه يې له ځوان ژورنالېست رفیع جسور سره د خپلې مینې اعلان کړی د

خموش وايي د ټولنې ټول خطرونه يې پر ځان منلي او دا کار يې کړی دی

هغه زیاته کړه: “پر خپل فیسبوک د دغه متن له خپرولو وړاندې څو ځل ماته مرګ سترګو سترګو ته شو، خو فکر کوم چې زه حق لرم چې دا کار کوم ځکه موږ ګورو چې په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې څه څه نه کېږي، د نجونو شونډې پرې کېږي، له کوره شړل کېږي، او ان خبره يې طلاق ته رسېږي، نو ځکه ما وغوښتل چې خپله مېړانه ښکاره کم او له هېڅ ډول وېرې پرته مې وغوښتل چې خپله مینه علني کړم.”

اغلې خموش وايي ۱۸ میاشتې مخکې یې هم ښاغلي جسور ته د خپلې میني په اړه ویلي وو چې نوموړي هغه مهال رد کړه، خو اوس هیله منده ده چې دا ځل مثبت ځواب ترلاسه کړی.

خو رفیع جسور وايي د دغه فیسبوکي لیکنې په لیدلو حیران شوی دی.

هغه وویل: “نه پوهېږم دا یو ښه احساس و که بد خو په ریښتیا حیران شوی یم که څه هم ماغوښتل چې دغه ډول پېښې دې په افغانستان کې وشي خو دا مې نه غوښتل چې زه دې له داسې یوې کیسې سره مخ شم، واقعاً حیران شوی یم.”

جسور وايي، کومه مېړانه چې اغلې خموش کړې نه شي کولای غوښتنه يې رد کړي خو دی وايي په دې اړه به له خپلې کورنۍ او دوستانو سره مشوره وکړي.

دی وايي مور يې ورسره منلې ده.

د مینې دا کیسه نه یوازې د دواړو لوریو لپاره جالبه او حیرانونکې ده بلکې د هغه خلکو لپاره هم چې له دې کیسې خبر دي نه مننوکې او حیرانونکې ده.

اغلې خموش وايي له دې لیکنې څو ورځې اوړي خو جرئت يې نه دی کړی چې خپل فیسبوک ته سر ورښکاره کړي او په دې اړه د خلکو احساسات وګوري.

هغه زیاتوي: “د دغه لیکنې له خپرواي وروسته بېرته خپل فیسبوک ته نه یم ورګرځېدلې، ځکه یو ډول د وېرې احساس کوم، نه یوازې د ښاغلي جسور له لوري د رد ځواب د ترلاسه کولو وېره بلکې د خلکو د خبرو نه د وېرې احساس هم کوم.”

د اغلې خموش دا فیسبوکي لیکنه سلکونه کسانو لیدلې او کمنټونه يې پرې لیکلي دي.

یو شمېر کسانو د اغلې خموش دا کار ستایلي خو ډېر شمېر نورو دا کار غندلی او له جسور يې غوښتنه کړې ده چې د رد ځواب دې ورکړي. د دغو کمنټونو په لیدو لوستونکی پوهېدای شي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو لپاره داشان ډول کیسې د منلو نه دي خو په ټوله کې دا مسله هغه کورنیو ته چې د واده په اړه له خپلو اولادونو پوښتنه نه کوي هم يو پیغام درلودای شي، داسې یو پیغام چې ښايي اولادونه یې د هدا او جسور له برخلیک سره مخ شي

طالبانود مذاکراتو خرابیدو زمه واري په امریکايي او افغان چارواکو ور اچولې

د متحده ایالاتود بهرنيو چارو وزیر مایک پمپیودوشنبې په ورځ ويلي چې د طالبانو سره د سولې د توافقنامه لاسليک کېدل نزدې شوي، خو تر هغې مخکې، طالبانو ته په کار ده چې د تشدد د کمولو په برخه کې دې خپل نیت او وړتیا وښاي .

د امریکا خارجه وزیر پمپیو ویلي: “مونږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یو پلان کار کوو، موږ تېر ځل هم، همداسې پلان ته نږدې شوي وو چې داړو اړخونو پرې کار کړی و، خو طالبانو شو چې د تشدد د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته نه  کړه

طالبانو د پمپیو بيان ته په ټویټر غبرګون ويلي چې” اسلامي امارت د مشکل د حل اراده اوتوان لري، د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف خزاب کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی”.

له دې وړاندې د تشدد د کمولو په سر د اختلافاتو له امله د امریکې او د طالبانو مذاکرات ځنډېدلې دي.

د طالبانو د قطرد فتر ترجمان سهېل شاهین د ځنډ ذمه واري په امریکایانو اچولې چې د لوظنامې د لاس کېدو د ورځو په مهال به پرامنه ماحول جوړ وو خو امریکایانو نورې غوښتنې وړاندې کړې…د دې له امله د امن په بهیر کې خنډان پېدا شوي.”

د سولې بهير په داسې هالکی  د ځنډ ښکار شوی چې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلام اباد او کابل سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو سره يې خبرې اترې شوي او د طالبانو سره د ترسره شوؤ خبرو په احوال يې خبر کړي دي.