طالبانود مزاکراتو پيل کې د اوربند هیله مندي ښودلې

د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډه کې ویلي، که طالبان افغان حدولت په رسمیت نه پېژني ولې ترې خپل زندانیان غواړي، هغه وویل چې مونږ پوره هڅه دا ده چې سولې ته لاره هواره کړو او افغانستان یو پایداره سولې ته ورسوو

څو ورځې وړاندې طالبانوویلي و، چې افغان دولت سره بین الافغاني خبرې نه کوي، بلکې د افغاني جهتونو سره د سولې لپاره خبرې ته حاضر دۍ، پرون صدیق صدیقي وویل، طالبان سولې ته نه دي ژمن او روانه پروسه کې د خنډونو پیدا کېدو لپاره د سولې خبرې روسته کوي، هغه وویل، تر دې دمه چې د سولې خبرې تر دې کچې رسېدلي ټولې د افغان دولت هڅې دي او طالبانو په دې برخه کې هیڅ کار ندۍ کړۍ.د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو لړۍ د ۸۰ بندیانو د خوشې کېدو وروسته درېدلې ده، ځکه بازې هېوادونو افغان دولت نه غوښتي چې بازې طلبان چې د بهرنیو عسکرو وژلو کې ښکېل وو نه ازادوي

پرون صدیق صدیقي د طالب ۴۰۰ بندیانو پروسې درېدو ته په اشاره وویل، د ۸۰ بندیانو خوشې کېدو وروسته د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ځکه ودرېده، چې طالبان تراوسه په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.هغه زیاته کړه، د طالبانو سره د حکومت بندیان تر اوسه دي، د هغوی له لوري نه دي خوشې شوي.صدیقي د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې یواځینی خنډ د طالبانو سره د افغان حکومت بندیان یاد کړل، هغه زیات کړه که دغه کسان د طالبانو له لوري خوشې شي، د بین الافغاني مذاکراتو پیل په وړاندې بل کومه خبره نشته،

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټوټ د افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې اول دې د دایمي اوربند لپاره هلې ځلې پیل کړي، بیا دې د سولې مېز ته سره کېني.همدا شان دوی ویلي و، د سولې بین الافغاني خبرو پیل به یوه موده وخت اخلي، ځکه دواړه لوري د مسایل سخت دي اوو دا به ډېره خبرو اترو ته اړتیا لري

ټاکل شوې وه ه چې د سولې خپلمنځي خبرې د روانۍ اونۍ په یکشنبې ورځ کې پیل شي، خو تر نا معلومې نېټې بیا وځنډېدلې.طالبان د خپلو ٤٠٠ بندیانو پوره خوشې کېدل غواړي او وایي تر څو یې چې بندیان پوره نه وي خلاص له حکومت سره مذاکرات ته ندې چمتو که دولت غواړي چې سولې ته لار هواره شي باید پاتې بندیان خوشې کړي

دولت د طالبانو د بندیانو خوشې کولو په تړاو زړه نا نازړه دي، ځکه په دې بندیانو کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران هم شته چې بیا به افغانستان او نړۍ ته ستر ګوښ اووسي .د ملي پخلاینې شورا هم ویلي، چې یو شمېر بهرني هېوادونه د طالب بندیانوپه خوشې کولو ځینې ملاحظات لري او له دې امله دا لړۍ ځنډېدلې هم ده،

د طالبانو د مشر اختريز پيغام ته د دولت دویاندغبرګون
د طالبانو د مشر اختريز پيغام ته د دولت دویاندغبرګون

اوس بازې سیاسي شنونکي وايي چې که چېرې افغان دولت غواړي چې سولې ته لاره هواره شي نو ژمنې سره سم دې پاتې طالب بندیان دې هم خوشې کړي ترڅو داسې یو بهانه طالبانو ته پاتې نشي چې سولې خبرو کې ځنډ رامنځته کړي تو یا ېې هم ټکنې کړي نو اوس دولت ته پکار دي چې څومره ژر کیږي طالب بندیان دې خوشې کړي او سولې خ

طالبانود مزاکراتو پيل کې د اوربند هیله مندي ښودلې

سوله د هر افغان ارمان دی او هر افغان ورته سترګو په لار دی خو هر یو وګړی ریشتینې سوله غواړي داسې سوله نه غواړي چې تش په نامه ورته سوله نوم کېږدي او نور جنګ یو نوۍ بيل وي افغان وژنه پکې د تېر په څېر نوره هم زیاته شي،

دهېواد د ۵ زره کلن تاریخ  واقعات یو خوا خو وروستي څلوېښت کلنه خونړۍ او له درده ډک کلونه هغه خفه کوونکي څلور لسیزې ګڼل کېږي، چې په کې اکثریت شهیدان، معیوب، یتیمان او د اوښکو ډکو سترګو کوربانه یې ګرځولي یو.اوس هم دغه ناتار پرافغان ملت او خاوره خپلې بوږنونکې وزرې لا پسې غوړوي او د وير ټغر یې خور ساتلی دی.زمونږ مشهور او منل شوی متل دی چې ” ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي ” طبعاً افغانان د سولې ارمانجن او هغه قشر دی، چې د دې نوم لپاره یې ځانونه قرباني کړل خو بیا هم دغه د سکون وږم مرور او لارې یې لاپسې جلا کړي دي.

فعلي کوششونه سولې په برخه کې مظلوم ولس ته هیله بخښونکې، خو په حقیقت کې هغه نوی داستان پیلیدونکی دی، چې بیا ځلې افغاني غرور له خاورو سره خاورې او د یوه نوي ویرجن فصل صفحې پرانېستل کېږي.د سولې تړون هغه کیلي وه، چې باید د ښکېلو خواو تر منځ لاسلیک شوی وای خو له بده بخته، چې هلته اصلي لوبغاړي ته د یوه لوري خطاب کېږي، چې خپله مستقیماً د سولې پروسې بطلان ښکاره کوي.

نن ورځ د سولې تفاهملیک د هغو ډلو ترمنځ لاسلیک کېږي چې اصلاً نه په جګړه کې زیانمن شوي او نه د جګړې د لومړۍ کرښې جنګېدونکی ځواک بلل کېږي.روانې ناندرۍ هغه غولونکې غوغا ده، چې په کې ګټونکي مالوم او د تمثیلي پارچې د لوبغاړو او لوبغالي لپاره افغان ملت او خاوره غوره ډګر بلل شوی.همدارنګه د یادې پروسې د بطلان ښکاره ثبوت د هغو پټو مسايلو نه څرګندتیا ده چې بېچاره مظلوم ولس څه، آن د رأس حاکم دولت ترې ناخبره او د نورو خولو ته یې سترګې غړولي ناست دي.

د افغان سولې پروسه د هغه ډلو په کنټرول او رهبریت ترسره کېږي چې د نني ناورین او خونړۍ جګړې اصلي سپوټران او ملاتړې ادارې بلل کېږي.هغه څوک یې ملاتړ کوي چې څلوېښت کاله یې د خپلو ګټو لپاره نه ختمېدونکې جګړه جاري ساتلې او په خپل مغروره تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي تاوانونه یې پرې زغملي، نو څنګه شونې ده چې دغه ملاتړې ادارې دې هغه فصل ختم کړي، چا چې پرې مالي او ځاني ربړونې او سختۍ تجربه کړي او لا یې هم د فصل پای نه ده جوته شوې.

هغه ګاونډي هېوادونه هم د افغان سولې پروسه کې دخیل دي، کوم چې زمونږ پر خاوره د توپونو مرمۍ وروي او بېګناه د سولې ارمانجن ملت همداسې له خپلو هیلو سره د تورو خاورو کوربه کوي.په هغه سوله به څه باور وشي چې د رنګ بدلون ورکوي او د جګړې د نوي فصل پرانېستلو ته یو نوی باب پرانېزي.

بل اړخ ته داخلي کشمکشونه د شخصي ګټوپر بنسټ د سولې هغه لمر ته کله د بارذیت اجازه ورکوي، کوم چې له وجهې یې دوی سره د حساب کتاب تر مېز د راوستلو لارې چارې جوړږي،افغانا باید په دې پوه شي چې شخصي ګټو ته په ملکي ؛ټو ډېره ترجیح ورکړو ترڅو افغانستان ته خپلواکي نصیب شي،اوس باید ټول افغان سیاسیون سره په مېز کېني او طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو افغانان د یو ادرس نه طالبانو سره خبرې وکړي او طالبان هم باید په ټول صداقت او رېښتینولي سره کار وګړي،

حکومت دکندهار پنجوايي سیمه کې بې ځايه شويو کورنیو لپاره کورونه جوړوي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ولایتي رياست وايي،چې پلان لرو چې د مهاجرینو لپاره د کندهارپنجوايي ولسوالۍ کي ١٠٠ اړمنو کورنیو لپاره کورونه جوړکړي دوي وايي دغه کورونه به اوس لپاره د ۱۰۰ کورنویو لپاره جوړيږي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ډبلیو ایچ او مؤسسې په همکارۍ د بو ان ایچ سي آر مرستندويه ادارې په بودیجه په پنجوایي ولسوالي کي ١٠٠ بېرته راستنېدونکو، داخلي بې ځایه سویو او بې وزله فامیلونو لپاره کورونه جوړېږي او د ښار په مختلفو ناحیو کي ٤٩١ اړمنو کورنیو لپاره د سولري برېښنا دوې پروژې عملي کېږيپه همدې مقصد د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، ولایت مقام سټکوريَ خدماتو ریاستونو او د بو ان ایچ سي آر همکاري موسسې د مسولینو ترمنځ ولایت مقام کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه او د پروژو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او دويي د دغې پروژې په څرنګوالي باندی او پلانونو باندې هم خبرې اترې وشوې،

همدا راز د سولري بریښنا پروژه د کندهار ښار په (٧، ٨، ٩، ١٢) ښارې ناحیو کي د دریو میاشتو په اوږدو کي عملي کیږي، چي په تطبیق سره به یې په شرایطو برابر ٤٩١ بیرته راستنیدونکې، داخلي بې ځایه سوې او ځایي اړمني کورنیو ته د سولري برېښنا اسانتیا برابره شي، اوس وخت کې باید دولت دغو خلکو سره د الله د رضا لپاره مرسته وکړي ترڅو دويي هر فامیل خپل کور ولري اوو په ارامه فضا کې پکې ژوند وکړي،

د کندهارپنجوایې ولسوالي کي به په شرایطو برابر ١٠٠ بېرته راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو فامیلونو لپاره د دوو خونو، یوه دهلېز او دوو تشنابونو په درلودلو کورونه جوړ شي، دغه کورونه کې به هواداره کوټې یا خونې وي ځکه د کندهار ډېره یخه نده او خلک غواړي چې دغو ځایونو کې ازاده او هوادار کورونه ولري،

د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د داخلي بې ځایه سویو او راستنېدونکو کورنیو د لاسنیوي لپاره یاد پروګرام ګټور وباله او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي په پوره شفافیت او روڼتیا دغه پروګرام تطبیق کړي.ښاغلي دستګیري د ځمکو د ملکیتونو قانوني چارې بشپړول، د مستحقو کورنیو په نښه کول، په اساسي ډول د کورنو جوړول، د کورنو لپاره ښه ډیزاین، اړتیا او شرایطو ته پام د پروګرام په ښه تطبیق کي ګټور وبلل او مسؤلینو ته یې سپارښته وکړه، چي دې برخو ته پاملرنه وکړي.

پاسینۍ دواړه پروژې د سیمه ییزو شوراګانو سره په همږغۍ عملي کیږي، تر څو د مستحقو کسانو د تثبیت پروسه په پوره روڼتیا سره ترسره شي، د کندهار خلک د دولت نه غواړي چې چې که دغه پروژې ژر تر ژره عملي یا پلي نشي نو دغه راستدونکې خلک به په خرابو کورونو کې ژوند کوي او یا به هم په خېمو کې زوند کولو ته اړ شي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید ژر تر ژره دغه کورونه جوړول پیل کړي او بودیجه ورته ځانګړي کړي ترڅو دغه ځايي خلک ژر ت ر ژره خپل کورونه ولري او ارامه فضا کې ژوند وکړي، دا هم باید یاده کړو چې د دې وړاندې هم دولت مهاجرینو او بې ځایه شویو ته کورونه جوړ کړي دي،

د ولسمشر ماڼي نه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو لخوا اخيري تاوتريخوالی اوحملې په سختو ټکو غندل شوي په اعلامیه کې ویلي دي تاوتريخوالۍ به ډېر ژر ختم شي دوي دوي لیکلي دغه رقم بریدونه به د سولې خبرې سختې ټکنې کړي

د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي «د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په مجلس کې پخپلو مقدماتي خبرو کې پردغې موضوع وویل ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او وۍ ویل ،د طالبانو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بندیانو خلاصون، د طالب بندیانو د تبادلې لپاره د پرمختګ عمده شرایطو څخه دی.» همدا راز جمهور ریس غني د پغمان ولسوالۍ کې دافغانستان د شاعر او لیکوال استاد اسدالله ولوالجي د فامیل پر لېږدونکي موټر تروریستي حمله په سختو ټکو وغندله او وې ویل، استاد ولوالجي سره په ټلیفوني مې تماس کې هغه ته خپل او د افغانستان دولت د همدردۍ او تسلیت مراتب وویل،

ولسمشر غني کرونا ناروغۍ سره په مبارزه کې له منابعو څخه د ناسمې استفادې د احتمال په اړه د ۸ صبح ورځپاڼې د څېړنیز راپور هرکلی وکړ وې ویل، د څېړنیزو راپورونو خپرول زموږ د اصولو، بیان ازادۍ او د دولت د حساب ورکولو عمده برخه ده.د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون مسوولو بنسټونو، بازرس ادارې او د تفتیش عالي ادارې ته دستور ورکوم چې په یوه اونۍ کې، یاد راپور وارزوي او خپلې موندنې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي. ټینګار کوم، حکومت به له هغو کسانو سره چې کرونا ویروس سره د مبارزې له منابعو څخه یې ناسمه استفاده کړې، جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي ولسمشر د سوشل ميډیا قانون کې د تعدیل په اړه وویل: « دولت تل د بیان ازادۍ، د هغه پیاوړي کولو او د رسنیو ازادو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی او له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې هېڅوک د بیان ازادۍ څخه د سرغړونې په جرم بندي نه دی.» پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه کوم چې د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه راوګرځوي، ترڅو یاده طرحه د جمهوررئیس دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا ډېره دقیقه شي.

د هیواد جمهوررئیس افغانستان سره داي ایم ایف دکومک په اړه وویل، دهېواد لپاره د دې بنسټ مرستې د پروژو د لګښت لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د بودجې د ثبات لپاره دي. دغه مقدار پیسې احتیاطي او بلاعوضه دي او هغه مهال چې د افغانستان دولت مالي ستونزو سره مخ کېږي، دغه مرستې به په احتیاطي پیسو کې موجودې وي.همدا رازولسمشرټينګاروکړ چې اوسمهال د افغانستان حکومت په بدو عایداتي شرایطو کې نه دی او د هیواد دعوایدو مدیریت په سم ډول روان دی.

اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې دولت او نور سیاسي چارواکې باید د هېواد ابادۍ لپاره ژمن شي او د ريښتينې سولې لپاره کار وکړي بلخوا طالبان هم باید د امریکا سره د سولې د تړون ته ژمن شي او کړې ژمنې عملي کړي که دغه ډله خپلې وعدې په سمه توګه عملي نه کړي نو دا به د هېواد د بزبادۍ سبب وګرزي،

عبدالله او غني د ناټو له سرمنشي سره خبرې کړي دي

عبالله عبدالله او اشرف غني په خپلو منځو کې سیاسي کړکېچ لري ډااکټر عبدالله غواړي په حکومت یعنې کابینې کې ورته سهم ورکړۍ شي په همدغې لړ د ډېروخت راهیسې هڅې روانې دي ترڅو دواړه لورې یو سیاسي توافق ته  ورسيږي. د واک ویش په سمه ټوکه وشي او یو ټول شموله حکومت تشکیل کړۍ شي.

  د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ارګ او سپيدار ماڼيو ترمنځ سياسي اختلاف هواري ته لنډ شوی دی او ښايي په يوې يا دوه ورځو کې دغه کړکېچ پای ته ورسيږي او ژر به په یو همه شموله حکومت توافق لاسلیک شي.د دې توافق سره به سیاسي کړکېج هوار شي.او حکومت به ۵۰ ٪ په دواړو لورو وویشل شي.. 

د یاد وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په دې اړه رسنیو  سره خبرو کې ویلي چې، “په افغانستان کې سیاسي اختلافات مخ په ختمېدو دي. د روانې اوونۍ دتر پایه یا دوه ورځو کې  پای ته رسېږي او بالاخره به د جهادي او قومي مشرانو په شمول یو پیاوړی مرکچي ټیم وټاکل شي.”

ارګ هم په خبرو کې د پرمختګ وايي خو په اړه يې جزئيات نه ورکوي او همدا ډول د ۵۰ – ۵۰ سلنه واک وېش خبرې ردوي، خو بيا د عبدالله عبدالله ډله وايي چې عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا ورکړه، حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه، د يو شمېر واليانو ټاکل، جنرال دوستم ته مارشالي او ځيني نور هغه مسايل دي چې هوکړې  باندې توافق شوۍ دۍ. . 

ډېر وخت راهیسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو د حل لپاره هڅې کيږي خو تر دې دمه يې وروستۍ نتیجه نه دهمعلومه.

د دې تر څنګ عام عوام له دغو ناندریو تنګ شوي دي او غاړي چې ژر دغې سیاسي کړکېچ ته د پاۍ ټکۍ کېښودل شي بازې عام وګړي وايی چې باید د ملي وحدت په څېر تش په نوم حکومت تشکيل نشي او یو داسې د خل لاره ورته وکتل شي چې د افغانستان پکې خیر وي.او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

د بادونې وړده چې افغانستان کې ۲۰۱۴ کال ګې هم همداسې سیاسي کړکېچ منځ ته راغلۍ وو هغه وخت کې عبدالله عبدالله نه منله چې اشرف غنی د څانته ریس جمهور شي. او انخابات یی د تقلب نه ؤک یاد کړي وو هغه هم د جان کېري په راتګ سره د وحدت ملي حکومت جوړ شو په کابینه کې دواړو ته نیمايي ونډه ورکړل شوه او ډاکټر عبدالله د اجرایه ریس په صفت وګمارل شو.

خو که اوګورو دا ځل شاید حکومت د تېر په څېر نه وي او صلاحیتونه ورته محدود په نظر کې نيول شوي وي. او د تېر په څېر ورته سفارتونه او کونسل ګرۍ هم ورنکړل شي.مونږ ټولو افغانانو ته پکار دي چې خپل شخصي ګټې په نظر کې ونه نيسو او افغانستان او اقغان ملت ته اولیت ورکړو. . 

د عبدالله او غني انتخاباتي ټيمونو ترمنځ مذاکرات پیل شوي

افغانان نور نه غواړي چې وحدت ملي په څېر تش په نوم حکومت جوړ کړي ، خلک وايي چې په سياسي معاملو کې د ملي القابو او رتبو ورکول خيانت دى او دغه رتبې باید وړ کسان ته ورکړي. هېوادوال د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړي او د واک وېش ته اندېښمن دي او وايي چې ښايي تېره پنځه کلنه دوره يو ځل بيا هم تکرار شي.

افغانان له سياسیونو غوښتنه کوي، چې چوکیو لپاره دې پر ملي او ارزښتمنو مسايلو معاملې نه کوي. د کابل ښار يو اوسېدونکى حاجي محمد نسيم وايي، چې تېر پنځه کلن حکومت هېڅ هم ونه شول کولاى، تر دې پورې چې په کابل کې يې د ناروغانو لپاره يو روغتون جوړ نه کړو، که يو ځل بيا د تېر په څېر حکومت جوړېږي، نو دا د وطن او خلکو په تاوان دى.

بل خوا  ته بيا ډېرى ږګړي  له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله څخه غواړي چې په خپل منځ کې دې جوړ شي، خو د واک وېش او د پخوانۍ دورې تکرار دې بيا نه کوي.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى اجمل بيات بيا وايي، چې تېر ځل هم له خلکو سره ژمنې وشوې چې ستونزې به نه جوړېږي او حکومت به ټولې چارې په بريالۍ توګه پر مخ يوسي، خو هغسې ونه شول. هغه وايي چې دا ځل ملت تمه لري چې د تېر حکومت تجربې تکرار نه شي. خلک د سولې تږې دي او دوى بايد د سولې لپاره جدي کار وکړي.

بل لوري ته په ټولنيزو رسنيو هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي سختې نيوکې کېږي او که يو لوري ته عبدالله عبدالله د واک ترلاسه کولو لپاره د خلکو تر نيوکو لاندې دى، نو بل لوري ته پر ولسمشر غني هم له دې امله نيوکې کېږي، چې څنګه يو کس ته مارشالي ورکوي او دا ځلې بيا هم نيم حکومت ناکامه کانديد ته ورکوي.

بازې خلک بيا په ټولنيزو رسنيو کې دا جوړجاړى په نېک پال نيسي او وايي، چې په اوسني وخت کې لازمه ده چې ټول سياستوال يو موټى شي او د سولې خبرې پر مخ يوسي. دوى وايي که چېرته د سياستوالو ترمنځ يووالى رامنځته نه شي، نو ګټه به يې طالبانو ته ورسېږي او د سولې خبرې به هغسې پر مخ لاړې نه شي، لکه څنګه چې پکار دي.

د یادونې وړ ده چې کېدایشي ډېر ژر د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په یو توافق سره موافق شي او د یو لړ مراسمو کې دغه توافقنامه لاسلیک شي. له دغې توافق له مخې به واک ۵۰ ٪ دواړو نوماندانو په مینځ کې وویشل شي. په ټوله کابینه کې به ورته ۱۲ وزارتونه ورکړل شي. د دې نه علاوه کېدایشي د مستقلو ادارې هم نیم په نیمه ورکړل شي..

حکومت دسولې لپاره دطالبانوپلاوي سره خبرې شوي

د ملي امنیت شورا وایي چې یکشنبه ناوخته د سولې د ابتدايي تماس ګروپ یو وار بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.

دغه  شورا په ټویټونو کې راغلي چې د دوی ناسته د وېډیو کنفرانس له لارې وه او د طالبانو له‌خوا هم د سیاسي کمېسیون او هم د بندیانو د چارو د کمېسیون غړي موجود وو.

د ملي امنیت شورا زیاتوي چې طالبان به د ریډ کراس نړیوالې کمېټې په مرسته خپله تخنیکي ډله کابل ته استوي او افغان حکومت به‌یې په بګرام کې کوربه وي څو د بندیانو د خلاصون په چارو کار وکړي.

له دې مخکې هم د مارچ په ۲۵ او ۲۲ د افغانستان د حکومت د سولې د ابتدایي تماس ډلې او د طالبانو استازو د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امنیت شورا په پرونیو ټويټونو کې راغلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې کابل ته د طالبانو د تخنیکي ټیم په رسېدو سره به نورې خبرې له نږدې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بېګا ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې ښايي کابل ته د دوی د تلونکي پلاوي شمېر کم او په دوو راتلونکو ورځو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا «ای سي ار سي» په الوتکه کې کابل ته ولاړ شی.

طالبان وايي چې افغان حکومت دې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې د دوی تر پنځه زره بندیان خوشې کړي او خپل تخنیکي ټیم کابل ته استوي څو دا بندیان له نږدې وګوري.

عبدالله عبدالله: دطالبانو پاتې زندانیان هم باید ژر ازاد کړو

عبدالله په کابل کې د خپلو پلویانو په منځ کې اعلان وکړ چې “د ثبات او همګرايۍ ډله د شفافو او بایومتریک شویو رایو په اساس په انتخاباتو کې بریالۍ ده او موږ خپله بریا اعلانوو. موږ همه شمول حکومت جوړوو.”

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:” د مشکوکو، غیر بایومتریک شویو او له ټاکلي وخت وروسته د اچولو شویو ۳۰۰زره رایو په اړه د قانون خلاف پرېکړه شوې ده. د ټاکنو نتیجه دټاکنو غلا ده، پر ولسواکۍ باندې کودتا او د خلکو د ازادې سره خیانت دی. موږ دا نتیجه غیر قانوني ګڼو.”

نوموړي د نوي حکومت د تشکیل په اړه خپله خبره دوه وارې تکرار کړه، خو دا یې ونه ویل چې کله او چېرته یې اعلانوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د جمهوري ریاست انتخاباتو پایلې اعلان کړې چې ولسمشر غني پکې بریالی اعلان شو. ښاغلي غني خپله بریا د ولسواکۍ بریا وبلله او د همه شمول حکومت د جوړولو ژمنه یې وکړه.

د کمېسیون مشر هوا علم نورستانۍ د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې محمد اشرف غني د (١٨٢٣٩۴٨) رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلي چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ فیصده کیږي. ښاغلي عبدالله په دغو ټاکنو کې (۷۲۰۸۴۱) رایې ګټلې چې ٣٩.٥٢ فیصده کیږي. ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې ګټلې دي او نور کاندیدن په ترتیب سره یو په بل پسې دي.

دامریکاحکومت له طالبانونوې غوښتنې کړي’

د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوولسم وار لپاره په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې یوې موافقې ته رسېدو لپاره خبرې کوي.

د جنوبي اسیا د چارو امریکايي څارونکي بارنټ روبین له ازادي راډیو سره په مرکه کې تېره اونۍ وویل چې د طالبانو او امریکا د سولې په موافقه کې منل شوې چې طالبان به له ۷ تر لسو ورځو تشدد را کموي، د موافقې د لاسلیک په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکا د پوځيانو شمېر ۸۵۰۰ ته را کمېږي، د موافقې تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې به د طالبانو استازي د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

بارنټ روبین تائید کړه چې طالبان او امریکا د موافقې لاسلیک ته ډېر نږدې شوي او څرګنده یې کړه چې بین الافغاني خبرې به په ناروې کې کېږي.

وسله والو طالبانو پر خپله وېب پاڼه په یوه نوي بیان کې، له دې کبله چې امریکا سره له دې چې هغوي د سولې د موافقې لپاره د تشدد د کمولو ژمنه کړې وه، نوې غوښتنې ورڅخه کړې له شکایته ډک بیان یې خپور کړی دی.

د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه دی ورکړ شوی او دا یې نه ده څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.

د اسوشیتد پرس په حواله، وسله والوطالبانو د تېرې پنج شنبې په ورځ په دې بیان کې ویلي چې واشنګټن هسې وقت ضایع کوي او دا چې د تشدد د کمولو تعبیر له خلیلزاد سره خبرې متاثره کړې دي.

د طالبانو له لوري دا بیان د هغوی له پخوانیو خبرو سره توپیر لري.

دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي و چې له امریکا سره د سولې د موافقې لاسلیک ته نږدې شوي دي.

د طالبانو له لوري د نوي ګیله مند بیان په اړه د خلیلزاد دفتر لا رسماً څه نه دي ویلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تبصره نه ده کړې.

خو امریکا له طالبانو سره په شرایطو کې څه ډول بدلون راوستی دی؟

ازاد خبریال سمع الله یوسفزي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو د خبرو او مذاکرو له جریانه معلومات لري، د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

“ویل کېږي چې د امریکا هیئت په غوښتنو کې تغیر او تبدیل راغلی. داسې ویل کېږي چې امریکایان وايي چې موږ داسې د تشدد کموالی یا اوربند غواړو چې هغه دوام وکړي، تردې علاوه، دا هم ویل کېږي چې امریکایان وايي که امریکاییان او طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو قرارداد کوي، په هغه کې به هم شرایط وي. شرطونه به دا وي چې طالبان باید له افغان سیاسیونو او د افغانستان له حکومت سره یوې جوړې ته ورسېږي او کوم پرمختګ چې په افغانستان کې شوی، ډیموکراسي پرمختګ کړی باید له منځه ولاړ نه شي، نو له دې امله طالبان سخت ناراض دي او وايي چې کوم شرایط چې خلیلزاد غوښتل هغه د دوی لپاره واضح وو او هغه یې ومنل خو خلیلزاد له خپلې وعدې واوښت او نور شرایط یې کېښودل.”

د وسله والو طالبانو دا وړاندیز چې تشدد به کموي د افغانستان حکومت هم کافي نه دی بللی.

د افغانستان حکومت مکرراً ویلي چې طالبان باید په بشپړ ډول اوربند اعلان کړي بیا حکومت خبرې ورسره کوي.

په دې اړه د عفوې نړیوال سازمان پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې د تشدد د کمولو وړاندیز یوه بې مفهومه او مسخره خبره ده.

د عفوې نړیوال سازمان وویل چې د تشدد هېڅ اندازه اوحد د منلو وړ نه دي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال، عمر وړایچ ویلي چې په داسې یوه بحراني حالت کې چې پر ملکي خلکو حملې کېږي دا خبره بې مفهومه ده چې د تشدد اندازه به کمه شي.

عمر وړایچ وويل، د امریکا متحده ایالات او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته متعهد وي او پر ټولو ملکي افغانانو حملې باید بندې شي.