د افغان حکومت مذاکراتي ټيم د اسلامي علماوود نړیوالې ټولنې له مشرسره لیدلي

د افغان حکومت مذاکراتي ټيم د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې له مشرسره لیدلي قطر ته له طالبانو سره د خبرو په موخه له کابله د تللي مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو په دوحه کې د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر ملاقات کړی.

او د هغه نه ېې غوښتنهکړې چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو اوربند ته لارههواره شي. د سولې په چارو کې د دولت وزات له ادرسه په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ذکرشوي ، چې په دې ملاقات کې د کابل دمذاکراتي ټیم غړو د روانو خبرو پروسه تشریح کړې او له الریسوني یې غوښتي، چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو «اوربند» ته لاره پرانستل شي.

بل خوا بیا د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر د مذاکراتو هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او افغانستان یې د امام اعظم ابوحنیفه ټاټوبی یاد کړی، چې دده په خبره، کولای شو د اسلامي هیوادونو په کچه یې د غوره بېلګې په توګه وبلو.او د نورو اسلامي هېوادونو به هم اوغواړو چې د سولې مزاکراتو ملاتړ وکړي تر څو یو منتقوي او سیاسي اجماع رامنځته شي. تر افغانستان کې دایمي سوله قایمه شي او افغانان په یو سولیز هېواد کې ‌ژوند وکړي.

یاده لیدنه داسې مهال ده، چې ویل کېږی، په دوحه کې د ناستو د طرزالعمل د دوو مادو په سر د جنجال له امله د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي خبرې له ځنډ سره مخ شوې.او بازې موردداسې دي چې د حل لارې ورته سختې دي. ځيني سرچینی وايي چې ښايي دغه ځنډونه نور وخت هم واخلي.ځکه بازې مسایل ډېر پیچيده دي.او نور ډېر بحث ته هم ضرورت لري.

هېره دې نه وي چې طالبان ټينګار لري، چې ددوی او امریکا تر منځ شوی تړون باید د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي او ټولې پرېکړې باید د حنفي فقه په اساس وشي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د ولسي جرګې پرېکړې او د کابل-امریکا تر منځ شوی تړون د پرېکړو د بنسټ په حیث د وړاندې کولو هڅه کوي  او تیار نه دي، چې پرېکړې دې د حنفي فقهې پر بنسټ وي.

اوس دواړه لوریو ته پکار ده چې خپل شخصي ګټو نه تېر شي او سولې ته کار وکړي. دويي باید هر هغه قرباني ورکړي چې د کوم له امله چې سوله رازي او سوله شوني وي. دويي باید مزاکرات ونه ځنډوي او هر ممکن لارې نه ګټه پورته کړي. که چرته مزاکرات کامیاب شو افغانان به د نورو د احتیاج نه خلاص وي او اینده به ېې معلومه وي.

طالب بندیان قطر ته انتقال شول

د افغانستان دولت د لویې جرګې د پرېکړې وروسته، د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ، چې په لومړي پړاو کې یې ۸۰ بندیان ازاد کړل، خو اوس بازې بهرني هېوادونه د افغان دولت نه غواړي چې کومو طالبانو چې زمونږ عسکر وژلي ندي ازادوي

افغان دولت وایي، د ۴۰۰ طالب بندیانو په تړاو ورسره ځینو هېوادونو اندېښنې شریکې کړي دي او دا یې د سولې لپاره سمه لار نده بللې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوبیانيې په خپرولو سره ویلي و، د ۴۰۰ طالب بندیانو د لېست څخه دې هغه درې طالب زندانیان نه خوشې کېږي، چې په افغانستان مې د فرانسوي وګړو په وزلوبندي شوي دي، بل خوا بیا د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون هم د افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان اردو هغه سرتېري دې نه خوشې کوي، کوم چې د اسټرالیایي پوځیانو د وژنې په توربندیان شوي وو،

دويي په دې سوچ دي چې دا د سولې سمه لار نه ده او د طالب بندیانو خوشې کول بیا دوی جګړې ته لېږل دي.افغان چارواکي بیا وایي، دوی د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دا ځل یې د سولې لپاره چټک ګامونه اخیستي دي.د سولې مشورتي لویې جرګې غړي بیا وایي، دوی د طالبزندانیان د خوشې کېدو پرېکړه ځکه وکړه، چې افغانان د جګړې په اور کې سوځي او دا د دوی د سولې لار هوارولو لپاره وکړه،

د دغه هېوادونو په بینیو په اړه طالبانو بیا ویلي، چې د فرانسې او اسټرالیا وروستۍ څرګندونې د سولې په پروسه کې د خنډ په معنَی دي او وګړي یې ورته ځکه وژلي، چې دوی په افغانستان ته راغلي وو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی، چې د بندیانو خوشې کول تخنیکي او حقوقې ستونزې لري، چې خوشې کول به یې د وخت تېرېدو سره ترسره شي،

د یادونې وړ ده چې د سولې مشاورتي لوېې جرګې کې خبر ورکړل شوۍ وو، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو وروسته به د طالبانو اوحکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو تر اوسه نه دي پیل شوي.تر اوسه د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ نه ده بشپړه شوې، د پخلاینې شورا ویلي وو، چې یو شمېر بهرني هېوادونه ځینې ملاحظات لري او له دې کبله د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ځنډېدلې ده،

د طالب بندیانودخلاصون په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې
د طالب بندیانودخلاصون په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې

د سولې انسټیټوټ وایي، طالبان او افغان حکومت به د سولې مېز ته ځینې مسایل راوړي، چې دا وخت اخلي.دوی ویلي، د سولې د خبرو به د هفتو یا د میاشتو وخت واخلي، خو بلخوا سیاسي شنونکي وايي چې طالب بندیان دې ژر تر ژره خوشې شي،ځکه دويي وايي چې دولت دې دا تلايي د سولې چانس له لاسه نه ورکوي او ژرترژره دې بین الافغاني مزاکرات پیل کړي

خلیلزاد بین الافغاني مزاکراتو لپاره قطر ته په سفر لاړ

 زلمۍ خلیلزاد: ټول طالب بندیان باید ژرتر ژره د بنده ازاد شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د سولي ‌ځانګړي‌ استازي خلیلزاد یو وار بیا د پاتې طالب بندیانو د ازادېدو او همدا رنګه دجنګ دوام ېې د سولي ‌خبرو لپارهزیانمن وبلل ، ‌

زلمي خلیلزاد د امریکا متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت په یوه غونډه کې وینا پر مهال وویل چې سولي‌ته نېژدې شوی یو؛ خو لا هم ځیني ‌یو څو ختډونه شته، هغه ‌ په خپلو خبرو کې د تروریزم سره د مبارزې کوششونه ، له افغانستان څخه د امریکايي فوځیانو وتل، د افغانانوخپأ منځي د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېانځ د سولې د تړون مهم عناصر وبلل، نوموړي ټينګار وکړ چې باید شته خنډونه ژر تر ژره له منځه لاړ شي او ټولې خواوې سولې لپاره سره یوشي،

د طالبانو امریکا او ترمابین د فبرورۍ په میاشت کې د تړون مهمه برخه دا وه چې افغان \دولت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به یې په بدل کې ۱۰۰۰افغان سرتېري ازادوي . افغان دولت څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي چې د پاتې شاوخوا۵۰۰ نور یې ځکه نه خوشې کوي چې جنايي نو دوسېې لري، دويي وايي دا به د نورو څېړنو سره خوشې کړي ترڅو دغه جنايي جرم لرونکي طالبان بیا جنګ ته مخه نکړي،

په هې،اد کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښي تربل هروخت زیاتې شوي‌ دي‌ او افغان امنیتي‌ ساتونکي‌ هره ورځ د سرتېرو قرباني ورکوي‌.که مونږ اوګورو نو طالبان هره اونۍ کې یو نه یو برید کوي یو څه وخت وړاندې په کابل کې په یو د ماشومانو په روغتون باندې برید وکړ او ډېر ماشومان او میندې پکې شهیدانې شوې نو اوس وخت که اوربند ونشي دا به د سولې لپاره غټ خنډ وي،

د یادونې وړ ده چې د سولې خبرو لپاره زلمي خلیلزاد د دې نه وړاندې هم د بندیان په ژر تر ژره ازادېدو باندې ټينګار کړۍ وو، د خلیلزارد نه پرته بازې افغان سیاسیونو هم په دې خبره ټينګار کړۍ وو چې باید پاتې طالب بندیان خوشې شي دغه سیاسینو ویل چې باید بین الافغاني خبرې هم باید ژر تر ژره پیل شي دا دوه کارونه ترټولو اړین مارونه دي چې اوسمهال د سولې لپاره د باور فضا رامنځته کولۍ شي،

زلمۍ خلیلزاد: ټول طالب بندیان باید ژرتر ژره د بنده ازاد شي
زلمۍ خلیلزاد: ټول طالب بندیان باید ژرتر ژره د بنده ازاد شي

که د سولي پروسه بریالۍ نشي ‌او حالات هم دا ډول پاتې شي‌ښايي‌افغانستان د بهران لورته لاړ شي . بازې افغانانو په دې اړه سوشل ميډیا کې ویلي دي چې که چرته اوربند اعلان نشي نو دا به پایداره سولې ته لار هواره نه کړي او ښايي دا د سولې نور هم ځنډ سره مخ کړي نو دواړه خواوې باید اوس د ډېر حکمت نه کار واخلي ترځو سولې لپاره یو داسې فضا رامنځته کړي چې افغانستان پکې یو پایداره سولې ته ورسيږي،

د سولې مزاکرات او پښتانه

افغان دولت څه موده وړاندې طالب بندیان خوشې کړل په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ځانګړې ډله کابل کې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه څاري، د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو هم بحثونه روان دي.

د سولې چارو وزارت وايي .تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو داسې ګومان کیږي چې قطر، جرمني، ازبکستان او ناروې هغه هیوادونه دي چې هلته بین دا خبرې کیدلی شي.خو دغه ځایونه لا هم ندي فاینل شوي او لا هم خبرې پرې روانې دي.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رهبري کمیټه لا نه ده بشپړه شوې. ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، د دې شورا د رهبرۍ کمیټې بشپړیدو چارې روانې دي، چې ټول قشرونه به پکې ونډه ولري. او غواړي چې دغه شورا کې ټول قومونه او سیاسي څېرې ونډه واخلي.

دغه سرچینه له نوم پرته بي بي سي ته زیاتوي، د مصالحې رهبري شورا نږدې ورځو کې بشپړیږي خو سرتاسري تشکیل یې وخت غواړي. یاده سر چینۍ په وینا، دې شورا سل ورځنی کاري پلان هم تیار کړی دی

د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټوېټ کې لیکلي چې د دې ډلې مرستیال مشر او ور سره پلاوی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر سره د بندیانو پر خلاصون او د سولې پر خبرو غږېدلي دي. “په دې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې خبرې وکړې. ”

دغه ډلې څو وارې ټینګار کړی که امریکا سره د شوي تړون له مخې پنځه زره زندانیان یې خوشي نه شي، دوی بین الافغاني مذاکرات نه کوي.تر پرونه د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر د چارواکو په وینا له درې زرو واوښت.

بل طرف ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.د نوموړي د سفرونو یو موخه په سیمه کې د دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅې دي.د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره ولیدل.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره بین الا فغاني خبرې پيل شي او د مزاکراتو په نتیجه کې افغانستان ته سوله زاشي ترڅو امریکا خپل فوځیان له افغانستان نه په تدریجي ډول اوباسي په همدغې لړ کې مونږ کې چې مخکې یاده وکړه زلمي خلیلزاد تازه سفرونه شروع کړي دي.

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده

د ثبات او همپالنې ټیم په منځ کې اختلاف رامنځته شوۍ د دغه ټیم هریو غړۍ ځانته د چوکیو لپاره هڅې روانې کړي دي او هر یو غواړي چې یوه چوکۍ ترلاسه کړي یاده ډله په کابینه او د مصالحې شورا غړو ټاکلو کې خپل منځي اختلاف لري.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې تر لاسليک وروسته، ويل کېږي چې د عبدالله عبدالله په ډله کې د چوکیو ویش په رامنڅته شوۍ اختلاف په دې دۍ چې دوي ته پیشنهاد شوې چوکۍ یا پوسټ دوي ته د منلو وړ نړۍ دويي غواړي چې د چوکیو ویش دې دويي په خوښه وي.

تاند وېبپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د عبدالله په ټيم کې د سولې مصالحې شورا د غړيتوب او د کابينې د چوکيو په سر اختلافونه پېدا شوي دي چې بايد څوک ورته معرفي شي او څوک نه. د يادولو وړ ده چې د د سولې مصالحې شورا د کاري پروګرام او تشکيلاتو مسوده هم چمتو شوې ده او ټاکل شوې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې شورا په دارالانشا بدل شي.

د عبدالله ځينې نږدې کسانو له ايراني رسنيو سره په خپلو خبرو کې منلې ده، چې د عبدالله په ټيم کې اختلافات رامنځته شوى دى او دوى وايي چې دغه اختلاف د سولې مصالحې شورا د غړيو پر ټاکنې او د کابينې په سر رامنځته شوى دى. د عبدالله عبدالله د ټيم هر غړى په دې هڅه کې دى چې لوړه چوکۍ ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې نن ډاکټر عبدالله عبدالله په یو خبري کانفرانس کې وویل چې د مصالحې شورا خپل رسمیات او په کار پیل وکړ او ډیر ژر به د دغه شورا غړي وټاکي. نوموړي زیاته چې خپل ټول توان سره به سولې لپاره هلې ځلي وکړي

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې خپلمنځي اختلاف پاۍ ته ورسوو او د سولې لپاره یو غږ او یو ادرس نه مخې ته لاړ شو او دغه تپل شوې جګړې ته د پاۍ ټکۍ کېږدو او په هیواد کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره  خبریالانو ته کړې ده هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې ديټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي. د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي

د سولې تړون لاسلیک ته چمتودئ او یاد تړون به د امریکا ولسمشر لخوا لاسليک شياو او د لاسلیک وروسته به سمدست بین الافغاني مزاکرات شروع شي.

دیادونې وړ ده چې د لاسلیک مراسمو ته د مختلفو هېوادانو خارجه وزیران او نور استازی هم بلل شوۍ دوی به د شاهدان په ډول بادې غونډې کې ګډون کوي. 

له بلخوا یادې غونډې کې به د حکومت استازي ګډون نه کوي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک سره به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.

دعربي اماراتو ولیعهد ولسمشرغني ته د ټا کنوګټلومبارکي ورکړه

د ابوظهبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان د یوه ټیلیفوني تماس له لاري ، ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیا ارګ وایي، په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ دواړو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

په دغې تماس کې د ابوظبۍ ولیعهد ژمنه وکړه چې د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.

د ابوظهبۍ له ولیعهد له لوري د مبارکۍ وړاندې ولسمشر غني ته د کویټ، هند، چین،سریلنکا او اروپایي ټولنې له لوري هم په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړل شوې.

دغه راز یو شمېر پخوانیو بهرنیو سیاسي مشرانو او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو مشرانو هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر غني ته د بهرنیو هېوادونو د استازو له لوري د مبارکۍ پیغامونه په داسې حال کې را روان دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بل نوماند عبدالله عبدالله د غني دوهمه بریا نه مني.

خو ولسمشر غني لا له وړاندې د خپلې بریا جشن نمانځلی دی او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ باورلیک هم ترلاسه کړی دی.

دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې اعلان کړی دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته راتلونکې پنجشنبه د لوړې مراسم کوي، خو یو شمېر سرچیني وايي ښایي یاد مراسم د څه مودې لپاره وځنډول شي.

دغه راز د روانو لانجو او نانندریو پر مهال د عبدالله عبدالله ټیم هم اعلان کړی دی؛چې دوی هم په ټاکنو کې له بریا وروسته د لوړې مراسم کوي.

دواړه لوري ادعا کوي چې افغان ټاکنې یې ګټلي دي، خو ټاکنو کمیسیون رسمآ ولسمشر غني بریالی اعلان کړ.

عبدالله عبدالله وایي، چې په ټاکنو کې د شفافو رایو په ترلاسه کولو سره هغه بریا خپله کړې ده، خو کمیسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی دی.

Related

ټرمپ: د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یم

د یو بهرنئ ورځپاڼې د خبر له مخې، ډونلډ ټرمپ ویلي، که له طالبانو سره د تاوتريخوالي د کمولو لنډمهاله هوکړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو تمامېږي نو دی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ټرمپ یکشنبې په ورځ (۴ کب/فبروري ۲۳)ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکايي پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ده په خبره، طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي.

“دئ غواړي جګړه بس کړي. تاسې پوهېږئ، دوی له اوږدې مودې راهیسې جګړه کوي. دوی سرزوري خلک دي خو موږ هم سر زوري خلک یو. خو ۱۹ کاله جګړه اوږده جګړه ده.”

امریکا او طالبانو د دې میاشتې په لومړیو کې د تاوتريخوالي د کمښت اعلان وکړ چې له تېرې جمعې (کب ۲/ فبروري ۲۱) راهیسې يې پلي کېدل پېل شوي دي. که چېرې دا تجربه بریالۍ ثابته شوه نو ورسره به راتلونکې شنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک او ورسره به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هم ورټوله شي او د دې هېواد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال دده یوه مهمه ژمنه به هم پوره شي.

ټرمپ ویلي: “فکر کوو دوی (طالبان) هوکړه غواړي. موږ یې هم غواړو. فکر کوم دا به کار ورکړي، خو وګورو چې څه کیږي.”

د ګارډین ورځپاڼې په وینا د تاوتریخوالي کمولو بریالۍ موده او د سولې خبرې به په نړیواله کچه د طالبانو پر مشروعیت اغېز وکړي، هغه څه چې دې ډلې په افغانستان کې د خپل رژیم او هغه مهال چې د القاعدې مشر ته یې پناه ورکړې وه، نه درلود.

امریکايي چارواکو دې امکان ته هم اشاره کړې چې کېدای شي “ورانکارې ډلې” په دې برخه کې خنډونه جوړ کړي او د دوی په وینا د اووه ورځو تاوتریخوالي کمولو په موده کې به دغه ډول خلک وپېژندل شي چې څوک بریدونه کوي.

د رسنیو په وینا ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د سولې رسېدو ته “محتاطانه خوشبیني” وښوده.

ښاغلي ټرمپ ویلي: “تاسې پوهېږئ چې موږ د تاوتریخوالي د کمولو ټاکلې موده لرو، دا یوه نیمه ورځ ده او وبه ګورو چې څه کیږي. خلک غواړي چې هوکړه وکړي او طالبان هم غواړي چې موافقه وکړي، دوی له جګړې ستړي شوي دی.”

ولسمشرغني:دلوګرامنیتي مسولینو ته ویلي د لوګرلپاره دې امنیتي پلان جوړکړي

د هېواد ولسمشر اشرف غني ويلي “دا چې طالبانو د تاؤ تریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اور بند او پايدارې سولې ته د رسېدو دپاره مهم ګام دی”.

په افغانستان کې د سولې د خبرو د موافقنامې په موخه د تاؤ تريخوالي کمولو اوونۍ نن د خالي، شنبې د ورځې څخه پېل شوه.

“اشرف غني ويليد طالبانو لخوا د تاؤ تريخوالي د کمولو په اوونۍ کې بايد په احتیاط پاتې شو او ځواکونه په جدي توګه د وضعيت څارنه کوي”.

نوموړي ويلي په دغه لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده.

غني زياته کړې “د ميونخ د غونډې نه بيرته په راتګ يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشرانو د مشرانو د جرګې غړو او نورو سره وليده او د سولې په اړه مې ورسره خبرې وکړې”.

د نوموړي سره پرون د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ليدلي دي.

ارګ ویلي، “په دغه کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي پر جزئیاتو او د تاوتریخوالي کموالي اونۍ د مدیریت په اړه بحث او خبرې وکړې. “

بل لور ته طالبانو هم د تاؤ تریخوالي د کمولو د اوونۍ په اړه ويلي چې په دې اووه ورځو کې به د دوی جنګيالي دفاع ته اماده وي او مخالفه ساحو ته به نه ځي.

طالب وياند ذبيح الله ويلي چې د اووه ورځو وروسته په اتمه ورځ چې موافقت نامه لاسليک کيږي د هغې وروسته به بيا نوې لارښوونه کيږي.

ملګرو ملتونو او پاکستان هم د تاؤ تریخوالي د اوونۍ هرکلی کړی دی.

قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه د فبرورۍ پر ٢٩مه لاسليک شي.

افغان حکومت د دې هوکړې د لاسليک په درشل کې د يوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې.

د امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه د نن شپې له ١٢ بجو عملي کېږي.

هغه زیاته کړه: “افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بشپړ چمتوالی نیولی، د یوې اونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلیږي.”

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، د تاوتريخوالي د کمېدو په وخت کې به د افغان قواوو د شپې عمليات او هوايي حملې بندېږي، په بدل کې به طالبان هم لويې حملې نه کوي.

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادۍ راډيو ته وويل، که ښکېل اړخونه خپلې ژمنې پرځاى کړي، د تشدد کمول به سر له سبا عملي شي.