د افغانستان په اړه دسنجېدت فلم په املاین بڼه خپريږي

د افغانستان په اړه د سنجې دت فلم په انلاین بڼه خپريږي هند کې د کويد۱۹ ناروغي له امله لاک ډاون دۍ او ګرځنبندیز لږېدلۍ دۍ،او همدې له امله يې سينماګانې هم بندې کړې دي ، که څه هم په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته ډېر څه پيل شوي دي، خو سينماګانې لاهم بندې دي،

د هند ميډيا د راپورونو له مخې ، د سينماګانو د بندېدو له امله د سنجى دت يو بل فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپريږي هندي ميډیا د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د سنجى دت نوى فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي. دوى وايي ښايي دا فلم د اکتوبر په مياشت کې شریک شي، د یاد فلم ثبت د ٢٠١٧ کال په دسمبر مياشت کې پيل شوى و، چې سنجى دت او نرګس فخري پکې مرکزي رولونه لوبولي دي، همدا راز يو افغان هنرمند هم پکې ګډون کړۍ دۍ،

ټاکل شوې وه چې دا فلم به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو د ځينو مشکلاتوله امله د فلم خپرېدل وځنډېدل او وروسته يې بيا کرونا هم د نندارې ته وړاندې کېدو مخنیوۍ وکړیاد فلم کې د افغان کم عمره ماشومانو ژوند ته کتنه شوې ده، چې څنګه ترې ځانمرګي حملې جوړېږي.

دانډین ميډيا د راپورونو له مخې ،دا د سنجي دت دريم فلم دى چې په سينماګانو کې نندارې ته په تمه و، خو د سينماګانو د بندېدو له وجهې به اوس دا فلم هم په انلاين بڼه شریک شيتر دې وړاندې د سنجي دت دوه نور وفلمونه (بوج: دي پرايډ اف انډيا) او (سړک ٢) هغه فلمونه دي چې په راتلونکي کې به په انلاين بڼه شریک شي،

د یادونې وړ ده چې يو شمېر فلم جوړونکي لا هم دې ته په تمه دي چې سينماګانې خلاصې شوې او خپل فلمونه نندارې ته ورکړي دي ، خو نور فلم جوړونکي بيا فکر کوي که سينماګانې خلاصه شي ، نو بيا به هم ډېر خلک سينماګانو ته لاړ نشي ، نو له همدې امله دوى خپل فلمونه په انلاين وېبپاڼو پلورلي دي چې ژر به خپاره شي.

د افغانستان په اړه دسنجېدت فلم په املاین بڼه خپريږي
د افغانستان په اړه دسنجېدت فلم په املاین بڼه خپريږي

افغانستان کې هم سینماګانې بندې دي او لا هم خلک په دې وېره کې دي چې کرونا ناروغي خپره نشي او خلک ونه نیسي افغانستان کې د هندي فلمونو شوقیان لا هم شته د کرونا ویروس نه مخکې هم افغانان سینماګانو ته تلل او هلته به ېې هندي فلمونه کتل خو که اوس د امیتاب بچن دا نوۍ فلم په سینما ګان کې وړاندې نشي نو دا ځل به ېې افغانان کې په انلاین بڼه کوشش وکړي چې اوګوري او خوند ترینه واخلي، او شاید چې ډېر کتونکي ېې هم له افغانستان وي،

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ مشهور هندی هنرمند سنجي دت ٦١ کلن شوسنجى دت چې پوره او رسمي نوم يې سنجى بلراج دت دی ، د انډیا فلمونو مخکښ هنرمند دى او په ١٨٧ فلمونو کې يې مختلف رولونه لوبولي ، نوموړی په کومېډي او د مينې فلمونو کې هم ډېر پاتې شوۍ

هغه د هندي فلمونومکښ هنرمندانو سنيل دت او نرګس فرزند دی ، چې د هند په ممبۍ کې په يوې پنجابۍ کورنۍ کې پیدا شوی، هغه په ١٩٥٩ کې د جولاى په ٢٩مه نېټه زېږېدلى و او دوه خويندې پريا دت او نمرتا دت هم لري.نوموړي د فلمي هنرمند تر څنګ فلم جوړونکى يا پروډيوسر هم دى او همدا راز ليکوال هم دى.ښاغلي سنجې دت په اول ځل په ١٩٨١ کال کې په روکي فلم کې کار نه پیل وکړ ، چې ډېر کامياب فلم و، همدا رنګه دويم فلم يې ويداتا و، چې د ١٩٨٢ کال تر ټولو زياتې پېسې جوړولو مستند هم وو،

نوموړي په مختلفو تورونو زندان هم تېر کړۍ، ، همدا رنګه هغه باندې په ځينو چاودنو کې د لاس لرلو تورونه هم شوي وو نوموړي د نشو له امله هم يو وخت ډېر خراب شوى و، هغه د هندي فلمونو يو لانجمن هنرمند و، چې د ترهګرۍ تورونه پرې لګېدلي و.هغه په ١٩٨٧ کال کې د ريچا شرما سره واده وکړ، چې په ١٩٩٦ کې ريچا شرما ومړه او دا واده يې پاى ته ورسېده. وروسته يې په ١٩٩٨ کال کې له ريا پيلايي سره واده وکړ، چې په ٢٠٠٨ کال کې د دواړو واده په طلاق پاى ته ورسېده، همدا راز په ٢٠٠٨ کال کې يې بيا له منياتا دت سره واده وکړ، چې اوس هم دواړه ګډ ژوند تېروي. سنجى دت درې ماشومان هم لري.

سنجي دت په فلمونو کې د کار کولو له امله لسګونه سترې جايزې هم ترلاسه کړې دي.نوموړي په دې وروستيو کې په (پاني پت) فلم کې د ستر امپراتور او د افغانستان بنسټګر احمد شاه بابا رول هم لوبولى و. همدا راز د هغه راروان فلم (تورباز) بيا د افغانستان په اړه جوړ شوى دى.

د نوموړي په مخکښو فلمونو کې ساجن، سړک، ګمراه، کلنايک، اندولن، صنم، حسينه مان جايګي، واستاو، خوف، باغي، مشن کشمير، جوړي نمبر ١، کانټى، ايک اور ايک ګياره، منا بهايي اېم بي بي ايس، شادي نمبر ١، ټېکسي نمبر ٩٢١١، لګى رهو منا بهايي، شوټ اوټ اټ لوکنډوالا، دهمال، ال دي بيسټ، نو پرابلم، ډبل دهمال، اګنيپت، سن اف سردار، پي کى، بهومي او پاني پت په شمول نور فلمونه شامل دي

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو
هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو

په افغانستان کې هم د نوموړي فلمونه زیات کتل کيږي او عام وګړي ېې خوښه وي دويي یا په کورونه کې ګوري او یا هم په سینما ګانو ته زي او له خپل ملګرو سره ېې ګوري، افغانان که څه هم اردو او هندي دومره زیات نه پوهيږي خو بیا هم بازې ځوانان له دغه خندي فلمونو نه ردکړې او اوس ېې ګوري او خوند ترینه اخلي،دا هم بایذد یاده کړو چې افغانستان کې هم اوس یو اداره شتون لري چې د افغان فلم ادارې په ایجاد شوې او دويي د افغاني فلمونو جوړولو نه نظارت کوي او فلم جوړولو کې له هنرمندانو سره مرسته هم کوي،

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده د پښتونخوا مخکښ سندرغاړی هارون باچا چې تل يې د لر و بر پښتنو او لوى افغانستان لپاره سندرې ويلي دي، نن د ٤٨ کلونو شو. هغه په ١٩٧٢ کال کې د جولاى په ٢٧مه نېټه د پښتونخوا د صوابۍ په پنجپير کې نړۍ ته سترګې وغړولې

ښاغلي هارون باچا په پنجپير ښوونځي او د پېښور نمبر ١ ښوونځي کې زده کړې ترلاسه کړې، همدا رنګه اېډورډز کالج کې له بیچلر نه فارغه شو او د پېښور پوهنتون کې يې بيا په سوشل ورک کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ ترلاسه کړه،هارون باچا په ١٩٩٢ کال کې د موسيقۍ نپیل کړه او کله چې بيا هغه د (اول به کله کله غم و) ټپې وويلې نو هغه ته يې ډېر شهرت پیدا کړ ،او دغه ټپې ېې ډېر وایرل شوې په دغه وخت کې دغه ټپې ډېرې خلکو اورېدلې.

تر دې دمه پورې هغه شاوخوا پنځوس د سندرو البمونه ريکارډ جوړ کړي دي هر يو البم يې تر بل خلکو ډېر خوښ کړى دى.هارون باچا اوس په پراګ کې ژوند کوي او هلته د مشال راډيو سره هم کار کوي. نوموړى په مشال راډيو کې د (هارون باچا هنري ګړۍ) په نوم يوه هنري خپرونه هم چلوي، چې له هنرمندانو سره پکې مرکې کوي.په اوسنيو وختونو کې هارون باچا يو د غزل ښه سندرغاړى دى، د هغه اوسنۍ سندرې هم خلک ډېر په مينه اوري له يو بل څخه يې سندرې د پېغام له لحاظه هم ډېرې په زړه پورې وي.

ښاغلي باچا بې شمېره ژوندي کنسرټونه هم ورکړي دي، چې خلکو يې له موسيقۍ څخه مزه اخېستې ده . د هغه په وروستيو سندرو کې (داستان، ټپې او ژوند کشالې کشالې هم شاملې دي چې ټپې يې د کوچني اختر نه څو ورځې وړاندې خپرې شوې وې او ژوند کشالې کشالې يې اوس اوس تازه په سوشل ميډیا کې خپره شوې چې نوموړي تازه ویلې وه

هاروباچا هنرمند په افغان وطن مين دى او تل يې د لوى افغانستان د جوړولو فکر له ځان سره لرلى. نوموړۍ په پښتو ژبه لیکل هم کولۍ شي او خپل فیسبوک باندې کله کله په پښتو ژبه لیکنې کوي چې کوم د دې نښه ده چې نوموړۍ په پښتو ژبه او افغانستان مین شخص دۍ، او هغه افغانستان سره ځانګړې مینه لري نوموړي څو څو وارې ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي او دا به نوموړي تر ټولونه زیات خوږ سفر وي هغه وايي چې زیات ارمان لري چې افغانستان کې سوله راشي او افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده
نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده

هارون با چا اوس د هېواد نه بیرون مېشت دۍ او نوموړۍ د مسافرۍ ژوند کوي نوموړي سره هملته فامیل هم دۍ او خپل ژوند د هېواد نه بهر پر مخ وړړي د نوموړي یو ځويي اوسمهال د مکتب یا هايي سکول نه فارغ شو نوموړي د خپل ري د فراغت عکسونه هم په خپأ فیسبوک پاڼه باندې شیر کړي وو، نوموړۍ د زوي ترڅنګ نوړې لورانې هم لري چې د هغه په وینا غواړي په اینده کې د پښتنو د خدمت لپاره ترینه کار اخلي او یورپ کې په اعلۍ تعلیم هم کوي،

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو د یوه ځوانه او مشهوره سندرغاړې لطیفه عزیزي ویلي ، چې یو ځو ورځې مخکې ځما په اړه خلکو افواګانې خپرې کړې وې چې ګيني ما ځان وژنه کړې ده نوموړي وايي چې دا خبر نا سم وواو زه خپل نورمال ژوند کوم

هغې په یوه تازه تلویزوني مرکه کې دا خبره بې بنسټه وبللې .د لطیفه عزیزي په وینا ،زما په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.څه موده مخکې په سوشل ميډیا کې په پرله پسې ډول د لطیفه عزیزي په اړه ورته راپورونه خپریدل.سرچینو ویل، چې لطیفې د ځانوژنې هڅه کړی، خو ځان وژنه کې مامیابه نشوهدوی د لطیفې په اړه یو شمېر داسې عکسونه هم خپرول، چې د هغې سر پکې تړل کلک تړل شوۍ وو،

بازې عکسونو سره داسې هم لیکلي وو، چې لطیفې عزیزي خپل سر خرییلی دی.لطیفه عزیزي اوږده موده وروسته په دې اړه په یوه تلویزوني سره مرکه کې خپل نظر خکاره کړ .هغې وویل، چې نه یې د ځانوژنې کوشش کړې او نه یې سر خرییلی دی.د دې په خبره، د کوټې پردې یې سمولې، چې له کړکۍ وغورځیده او پښه یې زخمي شوه،

نوموړې د دغې پېښې د رامنځته کیدو وخت شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې ښودلی.نوموړې زیتوي ، چې له دې را لویدو نه بعد ۱۰ ورځې په روغتون کې او ۶ میاشتې په کور کې بستره وه.لطیفې عزیزي د پښې او روغتیا د تازه وضعیت په اړه یې څه ونه ویل.دغه سندرغاړې د تلویزیوني افغان ستوري هنري خپرونه کې له ګډون وروسته څو کاله وړاندې سندرو ته پیل وکړ

نوموړې وتوانیده، چې ډېر لږ وخت کې په مختلفو ژبو زیاتې سندرې ووایي او د زیات شهرت او مینه والو څښتنه شي.هغه وايي هځه کوي چې د شهرت پیدا کولو لپاره ډېر لیواله ده او عام وګړي به ډېر ېر د دې شاهدان اووسي نموړې وویل چې کوشش کوي ژرتزژره نور البمونه هم چمتو کړي او بازار ته به هم راوزي دې سره به خلک پوه شي چې رما اواز او سندرې څومره ښایسته دي،

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو
لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو

دا باید یاده کړو چې په سوشل ميډیا کې بازې پوسټونه داسې کيږي چې بې بنسټه وي او سا سم معلماتو له امله په ټول سوشل ميډیا کې غلط معلومات خپریږي نو دولت باید داسې خلکو اکاونټونه ختم کړي ترڅو دغسې ناسم معلوماتو د خپرېدو مخنیوۍ وشي که همداسې غلط معلومات په سوشل ميډیا کې شریکيږي نو دا به خلکو ذهنونه خراب کړي، اوسمهال افغانستان کې فېسبوک او ټویټز ټولو نه زیات کاریږي دولت باید داکاونټونو څارنه وکړي، او بلاک ېېکړي

فاطمه ثنا شېخ: چې معلومات راته وشو چې شارخ خان واده کړۍ خفه شوم

فاطمه ثنا شېخ: چې معلومات راته وشو چې شارخ خان واده کړۍ خفه شوم دهند سینما مسلمانه هنرمنده فاطمه ثنا شېخ وايلي ، کله چې هغه ته معلومات وشو چې شاه رخ خان واده کړى دى، نو زړه ېې سخت خفه شود سرچینیو له مخې نوموړې غوښتل له شارخ خان سره واده کړي،

د انډیا د رسنيو د راپورونو له مخې ، فاطمه ثنا شېخ له شاه رخ خان سره په ون ټو کا فور فلم کې د ماشومې هنرمندې په توګه کار وکړ فاطمه ثنا شېخ وايي، چې شاه رخ خان ته دا نه وه معلومه، چې يوه پنځه کلنه نجلۍ له هغې سره ډېره زيات مينه لري او پر هغه مينه ده. هغې په يوې انټر ویو کې د هغه فلم او هغه وخت په اړه خبرې وکړې، هغه وايي چې د ثبت پر مهال هغې فکر کاوه چې شاه رخ خان به ېې د ژوند ښه ملکرۍ وي . هغه وايي کله چې راته دا وويل شول چې شاه رخ خان خو واده کړى دى، نو زما زړه ډېر زیات خفه شو او نوره خاتر جمه شوم،

نموړې وویل تاسې ته نه ده معلومه خو ما وژړل، دا زما لپاره داسې وه چې يو انسان په مينه کې ماتې خوړلي وي، ما ډېر وژړل، زه ډېره زياته خپه وم چې هغه ولې واده کړى دى.نوموړې وویل چې ژړا مې د ډېرو احساساتو او خفګان نه وه ما کوم بل مقصد نه وو صرف مې غوښتل چې یو ښه تو برابر انډیوال یا د ژوند ملګرۍ پيدا کړم خ بد بختان چې داسې ونشو او شارخ یو بلې نجلۍ سره واده وکړ کو ما لپاره ډېره حیدانونکې خبره وه،

د ا هم باید یاده کړو چې د فاطمه ثنا شېخ نوى فلم لوډو په انلاين بڼه خپرېدونکى دى، د دې فلم ډايريکټر يا لارښود انوراګ باسو دى.  په دې فلم کې د فاطمه ثنا شېخ تر څنګ راج کمار راو، ابيشيک بچن، سانيا ملهوتره او اديتي راى کپور هم کار کړى دى. همدا راز نوموړې په (سورج پى منګل بهاري) او (بهوت پوليس) فلمونو کې هم کار کوي.

فاطمه ثنا شېخ چې ٢٨ کاله عمر لري له کوچنیوالي يې په فلمونو او سريالونو کې کار کړى دى، خو هغه مهال ډېره مشهوره شوه، کله چې يې له مشهور هنرمند عامر خان سره په دنګل فلم کې کار وکړ دا د انډین سينما يو له کاميابو فلمونو نه و، همدا رنګه د عامر خان او اميتاب بچن په ټګز اف هندوستان فلم کې هم فاطمه ثنا شېخ کار کړى دى.نوموړې ډېر د دې نه علاوه هم نورو فلمونو کې کار کړۍ دۍ او کامیابه پکې ثابته شوې ده،

فاطمه ثنا شېخ: چې معلومات راته وشو چې شارخ خان واده کړۍ خفه شوم
فاطمه ثنا شېخ: چې معلومات راته وشو چې شارخ خان واده کړۍ خفه شوم

هند کې داډول ډېرې فلمي اکټرانې شتون لري اوفلمونوو جوړونې کې کافي مهارت لري دوي خپل اکټران ستايي او ورباندې کار کوي هند هر کال د فلم انډسټرۍ نه په میلونونو ډالر عاید لري او هر کال نه بل کال ته زیاتيږي خو سږ کال د کرونا ویروس له امله د فلم انډسټري کار کم شوۍ دۍ او فلمونه نه جوړيږي نو اوس هنرمندان کوشش کوي چې په انلاین بڼه فلمونه جوړ کړي،

ګل پاڼې اؤ نازیه اقبال یو بل سره لفظي شخړه شوې

دپښتو دوؤ سترو اؤ مشهورو سندرغاړو نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې یو بل ته دګیلو ډک زړونه سپک کړي اؤ ګل پاڼې د نازیه اقبال دې نیوکو ته مخ په مخ ځواب ویلی چې ګنې دنوي کول سندرغاړي خپلو مشرانو هنرمندانو ته درناوی نه لري.

د زیارت په ماسخوتن د بو پروګرام کې ستره هنرمنده شکیله ناز. نازیه اقبال اؤ ګل پاڼه میلمنه وه اؤ دوئ د ماه جبین قزلباش په ژوند اؤ فن خبرې کولې خو دغه خبرې هغه وخت په یو جنجالي بحث بدلې شوې چې هنرمندې نازیه اقبال په ګل پاڼې ټکونه پیل کړل.

کله چې د پروګرام کوربنې ناهید سحر د نازیه اقبال څخه پوښتنه وکړه د یوې مشرې هنرمندې په توګه ماه جبین قزلباش دخپلو کشرانو سره څنګه رویه لرله ، هغې وویل ماه جبین بي بي خپلو کشرانو ته ډير درناوی اؤ مینه ورکوله اؤ کشرانو به هغې سره مینه کوله خو اوسني ځینې هنرمندان خپلو مشرانو ته هډو درناوی نه ورکوي.

دهغې اشاره ګل پاڼې ته وه خو ویل یې نوم یې نه اخلي چې کوم هنرمندان خپلو مشرانو ته درناوی نه ورکوي؟ ولې وروسته یې په په ډاګه وویل چې په اکثره محفلونو کې ګل پاڼې په هغې سلام نه دی اچولی اؤ له پامه یې غورځولې ده.

هغې په ګل پاڼې دا نیوکه هم وکړه چې پخپلو زده کړو مغروره ده خو فن یا هنر د زده کړو محتاجه نه دی.

د نازیه اقبال په وینا “اوس خلک دوه ټکي انکریزي ایزده کړي اؤ په هغې مغروره وي دمشرانو احترام نه کوي خو فن یوازې په انګریزۍ زده کولو نه کیږي”

ګل پاڼې د نازیه اقبال ددغو ګیلو اؤ نیوکو په جواب کې وویل هغې مدام دخپلو مشرانو درناوی کړی اؤ نازیه اقبال خپله مشره ګڼي،دهغې د اواز نه یې زده کړه کړې ده اؤ دا تصور هم نه شي کولی چې هغې ته به سپکاوی وکړي.

ګل پاڼې وویل هغه کله هم خپلو زده کړو ته مغروره شوې نه ده ځکه چې په دې خبره پوهیږي چې هنري زده کړې بیل شی دی اؤ دمکتب زده کړې جدا ارزښت لري.

خو نازیه اقبال بیا ګیله کوله چې هنرمندان خپلو کې اتفاق نه لري ګنې که اتفاق یې لرلی نو ګل پاڼه چې اوس اوس برتانیې ته کنسرټونو ته تللې وه ،دهغې خواله به ورغلې وه.

ګل پاڼې د نازیه اقبال دغه ګیله په خندا کې واخسته اؤ وئ ویل “زړه مې ډير کیدلو چې نازیه باجي ووینم خو ویریدم چې هغه به ماسره لیدلو ته تیاریږي یا نه نو ځکه دې خواله نه یم درغلې”

په دغه ټول بحث کې به ځېنې وخت دومره تلخي پیدا شوه چې دپروګرام کوربنې که به هر څو وغوښتل چې خبره په بله واړوي خو دنازیه اقبال ګیلو به کوربنې ته هم دخبرو نوبت نه ورکولو.

سندرغاړې شکیله ناز دهغوئ دواړو ترمنځ دې بحث کې دمنځګړې رول لوبولو اؤ دواړو ته یې بیا بیا ویل چې باید کشران هنرمندان مشرانو ته درناوی وکړي اؤ مشران دکشرانو سره مینه وکړي.

شکیله ناز وویل” زمونږ وخت ډیر ښه ؤ ، زه چې کله دهنرمیدان ته راغلم نو هغه وخت ماه جبین بي بي په ټوله نړۍ ځلېدلې وه خو ما هغې ته لکه د مور اؤ مشرې خور مینه ورکوله اؤ هغې ماته تل لکه دلور اؤ کشرې خور مینه راکړې وه”

په دې تود بحث کې نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې هم ومنله چې ماه جبین قزلباش خپلو کشرانو هنرمندانو ته تل مینه ورکړې وه اؤ دهغوئ ډاډ ګیرنه یې کوله.

دغو دریواړو هنرمندانو دپښتنو سندر غاړو د بدو ورځو علت دهغوئ ترمنځ ځان ځاني اؤ بې اتفاقي وګرځولو.

باید وویل شي دا وړومبی ځل ؤ چې ګل پاڼه اؤ نازیه اقبال چرته د ټي وي یا راډیو په کومه خپرونه کې په یو ځائ میلمنې شوې وې اؤ نیغ په نیغه دهغوئ خبرې د راډيواؤ ټولنیزو رسنیو له لارې نړۍ کې اوریدل کیدلی.

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړۍشاه سواریو ځل بيا موسيقۍ ته مخه کړه

د پښتو نخواځوان او نامتو سندرغاړى چې دوه کاله د مخه يې له هنري نړۍ سره مخه ښه وکړه او د تبليغ په لار روان شو اوس يې يو ځل بيا د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړه.

شاه سوار خان چې هغه مهال يې يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وه، هغه په خپله ويډيو کې ويلي و، چې دوه کاله يې د ګناه کارونه ترسره کړي او نور له موسيقۍ نه توبه وباسي او خپل ټول ژوند به د خداى په لاره کې تېروي.

له هغه وروسته چې د شاه سوار خان هر څومره انځورونه راتلل، نو به يې پټکى په سر و، ږيره يې پرېښې وه، سپين کالي به يې په تن و او همدا راز يو کوچنى څادر به يې په اوږه و او په لاس کې به يې تسبې هم وې.

خو تازه شاه سوار خان په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې په تبليغ کې د دوه کاله تېرولو نه وروسته هغه يو ځل بيا د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړې ده.

شاه سوار خان چې په خپله دغه تازه ويډيو کې ويلي دي، چې لر و بر چې څومره هم زما مينه وال دي، دوى يوه خبره دا اورېدلې ده چې شاه سوار بيا د موسيقۍ نړۍ ته راځي.

هغه وايي، هو، دا رښتيا دي او زه بيا د موسيقۍ نړۍ ته راځم، خو لامل يې دا دى چې د دين کار به اول وي او د دنيا کار به دويم وي.

هغه وايي، چې د موسيقۍ نړۍ ته بيا ځکه راځم، چې دوه کاله مې د دين خدمت وکړ، خو هېڅوک زما پوښتنې ته رانغلل، چې شاه سوار څنګه دى؟ ژوند يې څنګه دى؟ او څه کوي، نو ځکه اوس بيا غواړم چې د موسيقۍ نړۍ ته راشم.

شاه سوار خان چې په کراچۍ ښار کې زېږېدلى او هلته يې ټول عمر هم تېر کړى دى، څو کاله دمخه د پښتو موسيقۍ مېدان ته راغى او ډېر ژر يې ډېر زيات شهرت ترلاسه کړ.

هغه د پښتو فلمونو لپاره سندرې ويلې او همدا راز په سټېج د نڅاوو له لامله بيا د خلکو له غبرګون سره هم مخ شو. همدا راز شاه سوار خان په ځينو پښتو فلمونو کې اداکاري هم وکړه.

خو يو وخت بيا شاه سوار خان په خپله يوه مرکه کې وويل، چې نور نه غواړي فلمونو ته سندرې ووايي، ځکه چې فلمي سندرې غېر معياري دي او هغه غواړي چې په پښتو کې معياري کلامونه ووايي، چې په دې لړ کې يې يو نظم دوه هم خپاره شوي و. خو وروسته بيا له تبليغي جماعت سره د يو ځاى کېدو سره سم يې پښتو موسيقي پرېښوده او خپل ټول وخت يې تبليغ ته ورکړ، چې تر ډېره به يې د تبليغ ويډيوګانې خپرېدې، خو داسې ښکاري چې نوموړى د اقتصادي ستونزو له لامله غواړي چې بېرته موسيقي پېل کړي

سلمان خان د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله

د سينما اداکاران په نړيواله کچه د خپلو مينوالو ډير خيال ساتي خو دا ځل يې ا د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله.

د هندوستان ټايمز د راپور له مخي سلمان خان د پاکستانيانو له لوري په هغه پروګرام کي چي په ځانګړي ډول دده لپاره جوړ سوی وو د ګډون څخه انکار وکړ.

پروګرام د يو پاکستاني فعال ريحان صديقي له لوري د امريکا متحده ايالاتو په هوسټن کي ترتيب شوئ وو او صديقي هغه شخص دی چي د هندوستان پر ضد فعاليتونو تمويل کوي.

د باليووډ هنګامه د راپور له مخي تر دې وړاندي هم سلمان خان د خپل هغه فلم څخه چي اوس ريليز سوی د پاکستاني سندرغاړي څخه د سندرو ويلو حق واخيستی.

په لومړيو کي داسي تړون سوی وو چي راحت فتح علي خان به د ډبنګ۳ فلم دوې سندري وايي خو کله چي د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ ډير سو او اړيکي خرابي سوې سلمان خان او ټول ټيم دا پريکړه وکړه چي راحت به سندري نه وايي او پرځای به يې بل کوم سندرغاړی انتخاب کړي.

د هند او پاکستان خبري چي کله راځي نو د دواړو هيوادونو وګړي يې په اړه جزباتي کيږي،د خپل ګاونډي هيواد پر ضد شعارونه ورکوي او څومره چي يې وس وي هغومره يې تخريبوي.

تېرکال چي کله د هند او پاکستان ترمنځ په کشمير کي تر چاودني وروسته اړيکي زښتي خرابي سوې د هندوستان پخواني کريکټر او د کپيل شرما د شوو کارکوونکی نوجت سينګ سدو پدې خاطر له ياد پروګرام څخه و ايستل سو چي د پاکستاني وګړيو په ملاتړ يې ټويټ کړی وو.