د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست

د شپږيزې لیګ د پلیرانو د پېرلو يا ډرافټ مراسم د افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شول، چې ټولو ټيمونو پکې په بېلا بېلو کټګوريو کې پلیران وپېرل، ټولو لوبغاړو ته په ډرافټ کې دا حق هم ورکول شوۍ وو،

هر ټيم یو یو پلیر د پخوانيو پلېرانو څخه له ځان سره وساتي او همدا رنګه پاتې نور پلیران بيا په ٥ بېلا بېلو کټګوريو کې په بېلا بېلو پړاوونو کې واخیستل شي،هر ټيم ١٧ لوبغاړي له ځانه سره واخیستل ، چې يو پخوانى له ځان سره ساتل شوى لوبغاړى، ١ په ايکن کټګورۍ کې، ٢ په ډايمنډ کټګورۍ کې، ٣ په پلاټينيم کټګورۍ کې، ٤ په ګولډين کټګورۍ کې او ٦ په سلور کټګورۍ کې وساتل.

د شپږواړو ټيمونو د پلیرانو لست

د بند امير ښاماران ټيم :راشد خان، اصغر افغان، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، طارق ستانکزى، ميروېس اشرف، وقار سلامخېل، عثمان غني، ناصر جمال، محمد سردار، ابراهيم عبدالرحيمزى، وفادار مومند، اکرام عليخېل، عمران مير او پروېز امين.

د مس عينک اتلان ټيم :محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، شاهدالله کمال، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمان، صديق الله پاچا، دولت ځدراڼ، ابراهيم خان، افسر ځاځى، بهار علي شينوارى، عابد تڼيوال، عبدالله مزاري، عبدالباقي پوپل، جمشېد خان او غمى ځدراڼ،د امو نهنګان ټيم :جاوېد احمدي، جمعه ګل مياخېل، يمين احمدزى، فريد ملک، عبدالوصي نوري، دروېش رسولي، شوکت زمان، باطن شاه، نصرت الله قرېشي، مراد علي مراد، حيات الله ناصري، يوسف ځاځى،

د کابل بازان ټيم :رحمان الله ګربز، سميع الله شينوارى، مجيب الرحمان، نوين الحق، عظمت الله عمرزى، رياض حسن، فرمان الله ساپى، ضيا الرحمان اکبر، صديق الله اتل، ضيا الرحمان شريفي، يونس احمدزى، اسحاق رحيمي، احسان الله احسان، عبدالله نايب، رحيم منګل، نجات مسعود او رحمان الله ځدراڼ.

د بوست ساتونکي ټيم :ګلبدين نايب، کريم جنت، رحمت شاه، حمزه هوتک، احسان جنت، سيد احمد شېرزاد، شفيق الله غفاري، منير احمد کاکړ، طاهر عادل، سليم ساپى، وقار الله اسحاقزى، عمران جنت، نثار وحدت، محمد عالم، غلام دستګير، نصيب الله شيردلي او ضيا الحق عيساخېل.

د سپين غر زمريان ټيم :نجيب الله ځدراڼ، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق، شبير نوري، فضل ځاځى، ظاهر خان پکتين، وحيد الله شفق، عبدالله عادل، مسلم موسى، ناصر عمر، رحمت الله سهاک، پروېز ملکزى، بهير شاه محبوب، زبېد اکبري، ظاهر شهزاد او مجيد عالم.

د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست
د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست

د یادولو وړ دي چې یاد لوغاري مختلف کټګورۍ کې مختلف ریټونه لري ايکن کټګورۍ: ٥٥٠ زره افغانۍ، ډايمنډ کټګوري: ٣٦٠ زره افغانۍ، پلاټينيم کټګوري: ٢٠٠ زره افغانۍ، ګولډين کټګوري: ١٢٠ زره افغانۍ او سلور کټګوري: ٧٥ زره افغانۍ.د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه د دفاعي اتلې لوبډلې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ د لوبې سره پيلېږي او پايلوبه به د سپتمبر په ١٦مه تاریخ شروع شي.

افغانستان د ورلډکپ نه مخکې له کومو هېوادونو سره میچونه لري؟

افغانستان د ورلډکپ نه مخکې له کومو هېوادونو سره میچونه لري؟ د هېواددکرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۳ میلادي کال ورلډ کپ د پیلیدو څخه مخکې له اتو لوبډلو سره میچونه ترسره کوي.دې کې بازې اسیايي هېوادونه هم شامل دي

یاد ميچونه به د ای‌سي‌سي غوره لېګ په سیالیو کې تر سره شي چې د جولای میاشتې په ۳۰ مه نېټه شروع شوي،دويي دا لوبې د دې لپاره ترسره کوي چې معلوم شي چې کوم ټيم د ورلډ کپ کې لوبېدو لپاره وړ دۍ او کولۍ شي چې ورلډ کپ کې لوبې وکړي .دغې سیالیو کې د اسیا بازې مهمې لوبډلې هم شته دغه بلوبډلې به د ورلډ کپ د کوالیفاۍ لپاره ځانونه جوړوي، ترڅو ورلډ کپ ته کوالیفاۍ وکړي

په دې لېګ کې به د یادو ۱۳ لوبډلو ترمنځ چې افغانستان په کې شته دی او ۱۵۶ لوبې به ترسره کړي.دغې لوبې کې به هر یو ټيم دومره لوبې ګټي چې ای سي سي پرې باوري شي چې دويي کولۍ شي ورلډکپ کې ولوبېږي او د خپلو ملکونو نمایندګي وکړي د یادولو ده چې دغه لوبې چې دغه لېګ د ۲۰۲۳ پنځوس اوریز نړیوال جام کوالیفای لپاره ترسره کېږي.

د هیواد د ملي لوبډله په یاد لېګ کې له هندوستان، بنګله دیش، ویسټ انډیز، نیوزیلېنډ، پاکستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او سریلانکا سره سیالۍ تر سره کړي، که څه هم دغه ټيمونه ډېر تېز او تکړه دي خو بیا هم ملي لوبډله باید د افغانانو امېدونه په اوبو وېنسي او افغانستان د ورلډ کپ کواليفاۍ راونډ ته ورسوي ځکه افغانان غواړي چې د ملي کرکټ لوبډله په ورلډ کپ کې ولوبېږي او افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.دوي غواړي چې که نور هیڅ هم ونکړي نو باید افغانستان د سیمې فاینله او یا هم کوارټر فاینله پورې ولوبېږي،

بل خوا که مونږ اوګورو د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کې خورا زیات مخالفتونه روان دي او د دغې ادارې مشر باندې اکثره نیوکې کیږي چې کرککټ ته ېې هیڅ هم ونکړل او میچونه ولې نشي ګټلۍ اوس هم دغه نیوکې لا هم کيږي او عام وګړي وايي چې د کرکټ بورډ مشران د ملي ګټو پر ځاۍ شخصي ګټو ته ژمن دي ، په دې وروستیو کې د کرکټ بورډ لخوا اجرابه ریس د غلا په تور له دندې لرې شو او پرځاۍ ېې جار عبدالرحیمزۍ د دغه ریاست سر پرست وټاکل شو،

افغانستان د ورلډکپ نه مخکې له کومو هېوادونو سره میچونه لري؟
افغانستان د ورلډکپ نه مخکې له کومو هېوادونو سره میچونه لري؟

بازې سرچینۍ وايي چې دا جام په هند کې کیږي.او ۲۰۲۳ کې تر سره شي او ټول ټیمونه به پکې ولوبیږي څکه هر وخت ورلډ کپ په مختلف ځایونو کې کیږي بازې وخت یورپ ورته غوره کیږي او کله بیا په اسیايي هېوادونو کې ترسره کیږي، ه که څه هم کرونا ویروس بازې ټورنمنټونه شاته کړل او یا هم لغوه شو خو اي سي سي دا پریکړه کړې چې ورلډکپ به په خيل وخت ترسره شي

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو د ملي لوبډلې يو پخوانى پلیر چې له ډېر وخت راهيسې په جیل کې بندي و، پرون د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان په ترڅ کې له زندانه ازاد شو. نوموړې ډېره موده په زندان کې د نامعلومه جرم کې بندي وو.

د شېرالله ناصري په نوم دې پلیر د افغانستان لپاره په کومه نړيواله لوبه کې اشتراک نه وو کړۍ ، خو له ٢٠٠٩ کال وړاندې. چې افغانستان لا ون ډې اجازه هم نه اخیستې ، شېر الله ناصري د افغان لوبډلې لپاره لوبېده.هغه له زندان څخه د راخلاصېدو په تړاو د ملي لوبډلو يو شمېر لوبغاړو هم په فېسبوک کېلیکنې کړي دي او د هغه په راخوشې کېدو يې د خوشحالۍ اظهار کړۍ،

د نیشنل کرکټ تجربه کاره لوبغاړي او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي په يولیکنې کې لیکلي ډېر خوښ يم چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ګران ملګرى شېر الله ناصري له اوږد بند وروسته نن ازاد شو.هغه شېر الله ناصري زړور او کرکټ ته ژمن انسان بللى دى. (نوموړى زړور، رښتونى، ملت او کرکټ ته ژمن انسان دى.

نبي همدا رنګه په دې پوسټ کې ليکلي دي: ښاغلى ناصري د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شو. ځاى لري چې په دې برخه کې د ټولو ملګرو او خاصکر د ښاغلي انتظار خادم نه مننه وکړم، چې د وطني ګټو د خونديتوب او ځوان نسل ته د خدمت روحيې په منظور يې د ښاغلي ناصري په خلاصون کې هڅې کړي دي،

بلخوا بیا دا تراوسه پورېمعلومه نده چې شېر الله ناصري د کوم جرم له وجهې بندوو، خو نوموړي د پلچرخي زندان کې د کرکټ لوبو لپاره يو مېدان هم جوړ کړى و، چې هلته به پکې بنديانو د کرکټ لوبې تر سره کولې نوموړي به هلته ټریننګ کولو او هره ورځ ېې د نورو لوبغاړو سره مېجونه هم کول، اوس باید د کرکټ اداره د ناصري لپاره چانس برابر کړي ترڅو نوموړۍ د افغانستان لپاره د خدمت جوګه شي،

د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې شېر الله ناصري په يو پوسټ کې هم د دغه لوبغالي يادونه کړې وه او د دې لوبغالي د جوړولو په برخه کې يې د محمد نبي، شاپور ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، رحمت شاه او ځينو نورو کسانو څخه مننه هم کړې وه.

پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو

اوس باید دولت او د کرکټ بورډ اداره دواړه د ناصري د ستاینه وکړي او هغه لباره د خدمت کولو زمینه برابره کړي ترڅو کرکټ بورډ اداره د نوموړي د تجربو نه ګټه پورته کړي او افغانستان په ټيم کې ورته ځاي وورکړي څکه نوموړۍ تکړه با استعداده او د ښه اخلاقو شخصیت دی عام وګړي هم د نوموړي په باره کې ښه ذهنیت لري دوی هم په سوشل ميډیا کې د نوموړي ستاینهکړې ده او د کرکټ بورډ نه ېې د نوموړي د لوبولو غوښتنه هم کړې ده،

مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ د مشر ستاینه وکړه

فرهان يوسفزى: غواړو پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي د ملي کرکټ بورډ ادارې مشر فرهان يوسفزى وبلي، چې شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول د دوى اولیت دۍ

هغه چې پرون يې د کرکټ بورډ له سرپرست اجراييوي رييس جار عبدالرحيمزي او مديرانو سره يې په ويډيويي کنفرانس خبرې لرلې ، ټولو ته يې جدي هدایات وکړل ، چې چارې بايد په خپل وخت او ژر اجرا شي دغه ادارې په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې فرهان يوسفزي وويل، کورونا په کرکټ ډېر منفي تاثيرات درلودل، خو اوس اړتيا ده چې د کرکټ بورډ ټول پرسونل او کارکونکي د کرکټ اړوند په ټولو کارونو کې چټکتيا رامنځته کړي، تر څو پلان شوي کارونه پر وخت او برياليتوب ترسره شي.

ښاغلي يوسفزي همدا رنګه وويل، شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ اولیت څخه دى او موږ به ټولې ممکنه کوششونه پ کار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په کامیابۍ سره تر سره شي، راپورونو کې ویل شوي دي ، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس د مديرانو راپورونه هم واورېدل او د چارو د لا سمون لپاره يې ورته لارښوونې هم وکړې.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه ، چې د روڼتيا د يقيني کولو لپاره به په کرکټ بورډ کې د ده د بنسټيزو اصلاحاتو راوستلو برنامه تر هغو جاري وي، تر څو د افغانستان خلک او کرکټ ليدونکي او مينه وال د يادې ادارې له کارکردګۍ او بشپړې وړتيا ډاډ ترلاسه کړي.

دا هم باید یاده کړو چې کرکټ بورډ څه وخت وړاندې اعلان کړى و، چې شپږيزه کرکټ ليګ به د سپتمبر په مياشت کې ترسره کړي. شپږيزه کرکټ ليګ د سپتمبر په ١١مه پيلېږي، خو بل لوري ته د هند کرکټ بورډ هم اعلان کړى دى چې اى پي ايل سيالۍ به د سپتمر په ١٩مه نېټه شروع کړي،

فرهان يوسفزى:هڅه کوم پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي
فرهان يوسفزى:هڅه کوم پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي

افغانستان کې عام وګړيٍ او مينه وال هم باید د صبر نه کار واخلي ترڅو کرکټ بورډ تشویق شي چې دوي سره د خلکو او مینه والو ملاتړ موجود دی څکه که چرته دوي سره د خلکو ملاتړ نه وي نو دا به هم ټورنمنټونه شاته کړي او هم به د مملکت ته تاوان ورسوي افغان دولت باید د دغې اداره سره ملاتړي اووسي ترڅو دغه اداره په ډاډه زړه مخې ته لاړه شي او بورډ پرمختګ وکړي

سروردانش د نندارچیانو پرته د کرکټ لوبواجازه ورکړه

سرور دانش د نندارچیانو پرته د کرکټ لوبواجازه ورکړه د ریاست جمهوري دویم مرستیال سرور دانش چې د کرونا ویروس سره مبارزې کميټۍ مشري کوي د نندارچیانو پرته ېې دغه کمېټې کې د د کرکټ لوبو اجازه ورکړه

دکويډ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ کمېټې د کرکټ سیالیو د بیا پيل مشروطه اجازه ورکړه.دغه کمېټه، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوي؛ ویلي چې کرکټ بورډ دې د کرکټ سیالۍ د نندارچیانو له حضور پرته په مشروط ډول پیل کړي،هغه په دغه کمېټه اړوندو مسولین ته هدایت وکړ چې داسې یو مېکانېزم سره دې د کرکټ لوبې پیل شي چې د کرونا ویروس خپرېدو امکان پکې نه وي

بلخوا د دانش د دفتر د خبرپاڼې کط ذکر کړي دي، د کمېټې غونډه کې د کرکټ بورډ استازي ویلي، چې کرکټ سیالۍ دې په خلاصه فضا کې وشي.هغه ویلي، چې په دغو سیالیو کې به ټولنیز واټن هم مراعتیږي او دوی د سیالیو د بیا پيل غوښتونکي دي.سرچینې ویلي، چې د ټلویزونونو او ټولنیزو رسنیو له لارې به د یادو سیالیو د انلاین ژوندیو نشراتو د خپرولو هڅه کوي.

په دغه کمېټه کې ،دولسمشردویم مرستیال د کرکټ بورډ دغه طرحه منلې ده.خو ویلي ېې دي چې باید کرونا ویروس د خپرېدو هر قسم مخنيوۍ باید وشي اوو نوموړي لارښوونه کړې چې باید داسې یو تګلارې سره دې کرکټ ټورنمنټونه وشي چې پګې ټول وقاېې په نظر کې ونيول شي که داسې ونشي نو دا به غټه انساني فاجعه رامنّځته کړي او دغه به لا نوره هم خپره شي، اوس باید لږ صبر وشي چې دغه وباختمه یا کمه شي بیا دې لوبو ته سرعت ورکړي،

هغه ویلي، چې د نورو لوبو د بیا پيل په اړه به بله تګلاره جوړیږي،معلومه نه ده، چې زر به کومې کرکټ سیالۍ په کوم ځای کې د کرکټ بورډ له لورې پيل شي بلخوا بیا د افغانستان کې د ښپږيزې د پیل لپاره ټول نندارچیان په سخته توګه په تمعه ووځکه هر کال دغه ټورنمنټ ډېر په زور او شور سره کيږي خو سږ کال دغه لوبه لا هم نده پیل شوې،

د یادونې وړړ ده چې د کرونا ویروس له امله په کابل کې اکثره دولتي ادارې په مشروطه ډول خپل رسمیات تر سره کوي د دې وړاندې دغه ادارې رخصت وې خو بیا وروسته پیل شوې، دا هم باید یاده کړو چې د کرونا ویروس له امله متاثره شویو خلکو تعداد د ۳۲ زرو نه زیات شواو د مړو شمېر هم ډېر شوۍ دۍ، اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول وګړي په دې وخت کې د دولت سره لاس ورکړي ترڅو دغه ناروغۍ نه ژر تر ژره مخنيوۍ وشي،

د ننګرهار والي د راشد خان کوربه وو

د هېواد کرکټ ملي ټيم مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره ملاقات وکړ،د ننګرهار والي شاهحمود میاخیل د راشد خان کوربه وو او نومووړي لوبغاړي ته ېې ملمستیا کړې وه

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو ، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې له راشد خان سره وليدل.شاه محمود مياخېل يو ځل بيا راشد خان ته د هغه د مور د مړينې له امله د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل، همدا راز يې په ننګرهار ولايت کې کرکټ ته دپرمختګ ورکولوپه اړه بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

دجلال آباد والي وياند په يو بل پوسټ کې بيا له راشد خان سره عکسونه خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې ننګرهار والي راشد خان او د هغه کورنۍ ته نن مېلمستيا کړې وه.د يادولو وړ ده چې د ملي لوبغاړي راشد خان مور څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه، چې لومړۍ جنازه يې په جلال اباد کې او دويمه جنازه يې په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوه او هماغلته خاورو ته هم وسپارل شوه.

د نوموتې پلير راشد خان د مور د مړينې له امله په جلال اباد کې دى، چې له دې مخکې نوموړى په کابل کې په تمريناتي کمپ کې و، چې شاوخوا ١٧ ورځې مخکې پيل شوى دى او يوه مياشت دوام به کوي.د راشد خان د مور په مړينه نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې لوبغاړو، چارواکو او هېوادوالو له هغه سره غمرازي وکړه، بلکې ځينې نوموتو بهرنيو لوبغاړو هم له هغه سره په دې ورځ غمرازي ښکاره کړه.

د یادونې وړ ده د ننګرهار الي په څېر باید ټول سیاسي او دولتي چارواکي د دغسې مشهورو او قومي پلیرانو ستاینه وکړي او د هغويي په غم کې ځان شریک وګڼړي ترڅو دغه نیشنل پلیران لا نور هم وځلیږي او افغانستان ته نور ویاړونه هم راوړي

راشد خان د ملي ټيم په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبو کې لوبيږي اوافغانستان لپاره اکثره لوبو کې ښه پرفامنس ښايي نوموړۍ د اي سۍ سۍ لووبو ترڅنګ هند تجارتي لیګونو کې هم لوبيږي او د افغانستان په پلیرانو کې تر ټولو نه په زیاتو پیسو اخيستل کيږي دولت باید نوموړۍ نور هم وستايي ترڅو د افغانسنتان أباره نورو لوبو وګټي او د افغانستان نوم په کرکټ کې نور هم وځليږي،

دکرونا له امله د فوټبال ډېرتړونو د لغوه شول.

انګلینډ پوهانو د لوبو م د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ کې خپور شوى دى او زياتره هېوادونو کې ژوند او هر څه په ټپه ولاړ دي، خلک په کورونو کې کرنټين دي، همداسې هر ډول لوبې ترسره کېدل هم ځنډېدلي دي سوولينو ته ويلي دي، چې د کورونا ويروس له امله درېدلې لوبې که بيا پيل شي، هم د څه وخت لپاره به له تماشچيانو پرته ترسره کېږي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، برېتانوي پوهانو ويلي دي، که چېرته ګرځبندېز پاى ته ورسېږي، نو هم به لوبې ژر نه پيلېږي، بلکې د ګرځبندېز تر ختمېدو ٤ اونۍ وروسته بايد هر ډول لوبې پيل شي.

دوى همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، که چېرته له ګرځبندېز وروسته لوبې پيل هم شي، نو بيا د څو اونيو لپاره له تماشچيانو پرته ترسره شي او لوبغالو ته دې د لوبو ليدو لپاره هېڅوک هم نه پرېښودل کېږي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د برېتانيې په ګډون په ټوله اروپا کې هر ډول لوبې بندې شوې دي او که چېرته د بندو دروازو تر شا لوبې ترسره کېږي، نو هم له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ کسانو ته اړتيا پېښېږي.

دوى وايي، تر څو پورې چې کورونا ويروس په بشپړ ډول ختم شوى نه وي، نو لوبغالي هم له خطر څخه خالي نه دي، يو کس کولاى شي چې نور ډېر خلک په دغه ويروس باندې اخته کړي.

دوى په همدې خاطر ويلي دي، چې له تماشچيانو ډک لوبغالي کې لوبې ترسره کول له خطره ډک دي او په دې اړه د ګرځبندېز تر ختمېدو وروسته هم ژر پرېکړه نه شي کېداى.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د فيفا په ګډون هر ډول لوبې ځنډول شوي دي، چې د هند ستر تجارتي ليګ اى پي ايل هم پکې شامل دى.

IPLد کورونا ويروس په ويره کې دى

د هند کرېکټ بورډ په خپل یو تازه بیان کې د کرونا له وېرې خپلې سوداګریزې (IPL) د ۱۶ ورځو لپاره وځنډولې. ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه آی پي ایل  لوبې پیل شي خو د نړیوالې وبا (کرونا) ناروغۍ په دې .وروستیو کې خپله وژونکې لمن پراخه کړې ده او اوس تر لویدیځو هېوادونو پورې هم ورسېد

هند له دې وړاندې د خپل هېواد پر اتباعو باندې نورو ملکونو ته او پر بهرنیو باندې هند ته پر ورتګ بندیز لګولی ؤ، څو وکولی شي دغه پر نفوسه هېواد ته په نسبي توګه د کرونا ویروس د ورتګ مخنیوی وکړي.
کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه سرچینه واخیسته او په ډېره کمه موده کې یې په نړیواله کچه د هر هېواد دروازه ور وټکوله او زرګونه کسان یې تلف کړل.

وروسته له هغه چې د هند جکومت دغه هېواد ته په تګ را تګ بندیز ولګاوه، په IPL کې لوبېدونکي نړیوال لوبغاړي اندېښمن وو چې څنګه به د هند په سوداګریزو لوبو کې د ګډون لپاره وېزې ترلاسه کوي، تر دې چې د هند بورډ دغه انتظار د آی پي ایل پر ځنډولو باندې پای ته ورساوه. ویل کېږي د سریلانکا د کورني کرېکټ یو لوبغاړی هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ګڼ شمېر هېوادونو ښوونځیو ته تګ، په لویو غونډو کې برخه اخیستل او ځینې مذهبي او کلتوري جشنونه لغوه کړي دي، تر څو وکولی شي د د دغې وبا ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

افغانستان هم سږ کال د نورز جشن نه نمانځي او همداراز د بزګز د ورځې په پلمه د بزګریزو توکو نندارتون هم نه جوړوي. یاد شوی نندارتون به هر کال د حمل (وري) میاشتې په دویمه نېټه نمانځل کېده چې سږ کال د کرونا ویروس له وېرې نه نمانځل کېږي. افغانستان یو فقیر هېواد دی چې تر اوسه د کرونا ویروس د درملنې لپاره کوم ځانګړی روغتون هم نه لري

.
هېره دې نه وي چې محمد نبي عیسی خېل، مجیب ځدران او راشد وار له مخې په هند کې تم شوي دي. دوی د ایرلنډ پر وړاندې له شل اوریزې لوبلړۍ وروسته له نورو لوبغاړو سره کابل ته را ستانه نه شول او هملته هند کې پاتې شول. لا هم څرګنده نه ده چې دوی به د IPL لوبو د ځنډېدو له امله کابل ته را ستانه شي او کنه؛ د هند سوداګریزې لوبې د نړۍ په کچه خورا زیات لیدونکي لري چې هر کال د نړۍ د تکړه لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي او د هند کرېکټ بورډ، تاجران او رسنۍ ورباندې خورا زیاته ګټه ترلاسه کوي.

دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ راتلونکې لوبې ولې,مهمې دي

د کرکټ ملي لوبډله د مارچ میاشتې په لومړۍ لسیزه په هندوستان کې د ایرلېنډ کوربتوب کوي، دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې لري.په ۲۰۲۰م کې مخکې له دې چې اسیا جام او نړیوال جام ترسره کړي، د زیاتو شل اوریزو لوبو اړتیا شته.

افغان کرکټ بورډ باید په ۲۰۲۰م کې له مالي امکاناتو څخه په استفادې باید له نورو لوبډلو سره، لکه ایرلېنډ، بنګله دېش، ویسټ انډیز او نورو انډولو لوبډلو سره باید لوبې وکړي، چې لوبغاړي د اسیا جام لپاره په تول وتلل شي.

دا چاره افغان لوبډلې او لوبغاړو ته دوه ګټې لرلی شي:

په افغان لوبغاړو کې به هغه لوبغاړي په ډاګه شي، چې ښه فوم کې دي او راتلونکي کې یوه ښه افغان لوبډله پکې انتخابولی او دوو سترو جامونو ته یې لېږلی شو.

که افغان لوبغاړي اوس پرله پسې لوبلړۍ ولوبوي، نو هغه لوبغاړي به پکې معلوم شي، چې تخنیکي، مثبت او زړور لوبېږي، کله چې لوبغاړي په ډاګه شول، بیا باید غوراوي کمېټه له همدغو مثبتو لوبغاړو متوازنه لوبډله جوړه کړي.

کله چې له دغو لوبغاړو لوبډله جوړه شي، بیا به یې پایله په اسیا جام او نړیوال جام کې حتمن مثبته وي.

دویمه ګټه

که افغان لوبډله له انډولو او لوړو لوبډلو سره مناسب سیریزونه وکړي، نو د مقابلو لوبډلو وړتیاوې به ورته په ډاګه شي، د توپ وهونکو او توپ اچوونکو اطمینان به حاصل شي، د توپ وهونکو د شاټونو سټرانګ او ویک زونونه به وپېژني.

له دې سره سره به افغان توپ وهونکي د نورو لوبډلو بالرانو سره اشنا شي او هم به یې ورسره د مخامخ کېدو وېره ختمه شي.

که بیا له لوبلړیو ور اخوا افغان لوبغاړي  له هندي، پاکستان، انګلستاني او نورو بالرانو سره مخ کېږي بیا به یې وېره نه وي.

له ایرلېنډ د لوبو ګټلو ارزښت

له ایرلېنډ څخه افغان لوبډلې ته د لوبو ګټل څو ګټې لرلای شي.

لومړی د افغان لوبډلې مُرال ځواکمنېږي، له دویمه او درېیمه درجه غوره لوبډلو څخه د لوبو ګټل، د لویو لوبډلو پر وړاندې زمونږ لوبې بیا مرال امیزه کېږي او تر ډېره که لوبه ونه ګټو نو لوبېدل به مو روحاً او فزیکي ډول ارام او پیاوړي وو.

بله خبره له ایرلېنډ څخه د لوبو ګټل موږ ته په رېنکېنګ یا درجه بندۍ کې پرمختګ رامنځته کوي.

خو برعکس که لوبې وبایلو په درجه بندۍ کې منفي تاثیر غورځوي، لوبغاړي مو مُرال له لاسه ورکوي او د سترو لوبډلو پر وړاندې بیا د لوبډلې ثبات له ستونزو سره مخ کېدای شو.

مطلب دا چې نسبت سترو لوبډلو لکه اسټرالیا، انګلستان، پاکستان، هندوستان، نیوزیلېنډ او افریقا په پرتله د ایرلېنډ لوبډله څو ځله کمزورې ده، خو کله چې یوه کمزورې لوبډله مونږ مات کړي، نو بیا مو د سترو لوبډلو پر وړاندې د ګټلو هیلې رژیږي.