د روغتیا وزارت درې مرستیالان له دندو ګواښه شو

کرونا ویروس د نړۍ به سطحه یوه غټه ناروغي ده او افغانستان کې هم خپره شوې ده دغه ناروغي اول د افغانستان په هرات ولایت کې را څرګنده شوه او اوسمهال هم دغه ناروغي په هرات ولایت کې تر ټولو زیاته ده بیا دې نه بعد د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسیده اوسمهال  په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۶۶۶۴ ته ورسېدې.

یادي مثبتي پېښي له ۲۲۶۴۱ د کرونا ویروس معایناتو نتیجه ده. په ټول هیواد کي د نن مثبتي ثبت سوي پېښي تر تېرو درو ورځو کښته ۲۶۲ دي. همداراز بیا ۶ تنه له ویروسه روغ سوي او یو تن مړ شوئ دئ. اوس مهال په هیواد کي ۵۷۱۶ تنه په یاد ویروس اخته او ډېر یې په کورونو کي بستر دي.

ټول ملک کي د ویروس څخه د روغ شووکسانو شمېر ۷۸۴ ته پورته سو او ۱۶۹ تنه بیا ځیني مړه شوي دي. د هیواد په پلازمېنه کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۹۰۴ ته پورته سوې، چي لدې جملې یې ۲۶۱ تنه روغ سوي او ۲۵ تنه مړه دي.

د کابل د روغتیا مشر خوشحال نبي زاده وايي چي د ډېر رش له امله موږ نسو کولای چي ناروغانو ته پر وخت ځان ورسوو. نبي زاده: زموږ ډلي ناروغانو ته په ۵ ساعتونو کي رسیږي، چي ساده سمپل یې واخلي.

ښاغلي نبي زاده زیاتوي، چي په ښار کي ګڼه ګوڼه او د قرنطین نه مراعتول به ددې ویروس په چټک خپرولو کي مرسته وکړي. نوموړي دا څرګندوني په داسي مهال کي کوي، چي په کابل کي د خلګو ګڼه ګوڼه بیا پر زیاتېدو ده او کاروبارونه بیرته پیل سوي او خلګ خپلي اړتیاوي پوره کوي.

که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي. نو کیدایشي چې ملک کې سختت انساني فاجعه رامنڅته کړي. دغه نارغي یوه وبايي نارغي ده ډیر ژر یو کس نه بل کس ته انتقاليږي. ټول هېوادوال باید دبې ځایه تګ راتګ نه ډډه وکړي.او پې ځایه د بهر نه ګزځیدو نه هم ډډه وکړي.

که څه هم دولت د بې ځایه ګرزیدو بندیز لګولۍ دۍ. خو بیا هم په کابل کې عام خلک دغه لارخوونې نه مراعتوي او په بازارونو کې ګرزي که د چا کار هم نه وي بیا هم ګرزي او ځان په خطر کې اچوي. افغانستان بو بې وځله هو غریب هېواد دۍ که دغسې ناروغي پکې زیاته شي نو ښايي ډېر زیان به ورسوي.

دیادونې وړ ده چې ډېرو ملکونو دغه ناروغۍ لپاره د درمل جوړولو کوشش روان کړۍ. خو لا هم یی نتیجه نده ورکړې. په اسیا کې پاکستان او هندهم دغه ناروغۍ لپاره درمل جوړوي او دغه هېوادنه وایی چې که چېرې دغه درمل کامیاپ شو نو نورو هېوادونو ته به یی ولیګو تر څو دغې درمل نه ډیر انسانان ګټه واخلي او ډیر ناروغان د د یدې ناروغۍ نه جوړ شي.

متحده عربي اماراتو د کرونا سره تر ټولو هېوادونو زیاته مبارزه او مرسته وکړه

په داسې حال کې چې د کوویډ – 19 ناروغۍ په تېزۍ سره په دنیا کې په خپرېدوده  خو متحده عربي امارات په خوندي هېوادونو کې شامل دۍ ، د متحده عربي اماراتو لخوا د ویروس سره د مبارزې لپاره د ترسره شوي تدابیرو ځانګړي ترکیب  د ستایلو وړ دۍ  متحده عرب  امارات ناروغۍ لري خو د مړینې کچه یې د پام وړ ټیټه ده عربي امارات په سیمه او نړۍ کې له زیات شمېر هېوادونو نه زیاته مرسته د کويډ ۱۹ مخنيوي لپاره وکړه او دغه واحد هېواد دۍ چې د کرونا سره یی تیزه او په ګړندي ډول مبارزه کوي.

لکه څنګه چې د کوویډ بحران رامینځته شوۍ  بازې فاکتورونو له وجې عربي امارات له نورو هېوادونو مختلف دۍ . امارات بو نړیوال تجارتي مرکز دۍ او زیات تمرکز یی په تېلودۍ. امارات له یو کمزوري هېواد نه یی څان راوویست او په یو نړیوال هب بدل شو په دېر لګ وخت کې عربي امارات د تېلو تر ځنګ یو نړيوال د تلو رتلو یا سیاختي مرکز دۍ په دې وروستیو کې دغه هېواد د نورو ټولو ملکونو نه زیات کومک د کرونا مخنیوي لپاره وکړ.

متحده عرب امارات یو له هغه هیوادو څخه و چې د کوویډ – 19 په اړه یې د خطر زنګ وواهه. د جنوري په 26 ، د متحده عربي اماراتو لوړ پوړو چارواکو اعلان وکړ چې دوی “د کوروناویرس خپریدو باندې د چین حکومت هڅې له نږدې تعقیبوي”او دکرونا مخنیوی تجربې له چین او نورو هېوادونو څخه زده او عملي کړې.

په تېرو دوه میاشتو کې ، متحده عرب امارات او په دوبۍ کې د دې سوداګرۍ مرکز په دوامداره توګه ، د WHO لارښودونو عمل وکړ؛ دغې هیواد په وزټ ویزو ځنډولی او هیواد ته د ننوتلو لپاره یې لازم قرنطینونه انظام کړۍ کړي خو نورو هیوادونو ته د ټرانزیټ الوتنو ته اجازه ورکولو ته دوام ورکوي ، مخکې لدې چې د مارچ په 23 د ټولو مسافرینو ترافیک وتړي 

متحده عرب امارات په دودیز ډول د GNP د فیصدي په اندازه شوي د نړیوالې مرستې ترټولو عالي مرستندوی هیواد دی – او په 2018 کې د نړیوالې مرستې 18٪ – 7 ملیارد ډالر چمتو کړي). د کوویډ بحران استثنا ندی: د فبرورۍ راهیسې متحده اماراتو له 13 څخه ډیرو هیوادونو ته 130 میتریک ټنه مرستې لیږلي ، ترڅو د 100،000 څخه ډیر د فرنټ لاین طبي متخصصینو ملاتړ وکړي. د دې وروستي مرستې ځینې سربیا ، یونان ، کولمبیا ، افغانستان ، او سیچلیس ته لاړل ، او په تیره اونۍ کې متحده اماراتو 10 ټنه طبي مرسته ایټالیا او پاکستان ته واستوله. دې برازیل ته د آزموینې کټونه واستول چې دا هیواد په ځانګړي ډول د وبا په ناروغۍ اخته دی عربي اماراتو د نورو هېوادونو سره سره افغانستان او ایران ته هم خپل امرادي پیکیجږنه استولي دي . د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران دوه اوونۍ وروسته د ایران د لومړۍ لیکې روغتیایی کارمندانو 15،000 ټیم لپاره 32 ټنه تجهیزاتو دویم لیږد څخه غیر معمولي تلیفون وکړ. دې بهر کې خپلې شتمني د قرنطین تاسیساتو او ساحوي روغتونونو په توګه وړاندیز کړې. په لندن کې ، متحده امارات د ابوظبي د حکومت ملکیت د ښار ترټولو لوی کنوانسیون مرکز په 4،000 بستر ساحوي روغتون بدل کړ.د دې هېواد د مرستو لړۍ له هم دوام لري.

که چیرې نړیوال مرکزونه خپل دنده ترسره کړي ، دوی د هرې سستۍ او پیل لپاره د بفر او تنظیم کونکي په توګه عمل کوي: د شټر عملیات خورا ګړندي او د نړیوال درد لامل کیږي ، دا خورا ورو ورو ترسره کړئ او خپل نفوس (او نور هیوادونه) یې په خطر کې کړئ. دا یو دروند مسؤلیت دی – مګر دا په حقیقت کې د ارتباط تناقض دی. د متحده عربي اماراتو اوږدمهاله مرستو ژمنې ته کلتوري عنصر اړول ، متحده عرب امارات پوهیږي چې د هغې راتلونکي سوکالۍ برخه ده ، دا څنګه چې دا د هرچا ګټې ته سوداګري اداره کوي. پدې کې ګاونډیان ، هغه څوک شامل دي چې ورسره مخالفت لري ، سوداګریز شریکان او نږدې 8 ملیونه بهرنیان چې د متحده عربي اماراتو کور بولي. یو څوک هیله لري چې د متحده اماراتو تجربه کور ته د دې درس په لاره اچولو کې مرسته وکړي چې هیڅ یو هیواد ، د اندازې یا شتمنۍ په پام کې نیولو پرته ، نشي کولی پخپله د نړیوال کیدو اغیزې اداره کړي. او دا په نهایت کې ممکن د کوویډ – 19 بحران یوه ترټولو مثبته پایله وي

ایا د اماراتو کوویډ – 19 مرستې ایران سره د جګړې خطر کم کړی؟ 

د کوویډ – 19 مرستنه نه بعد په سیمه او نړۍ کې د جګړې سرعت کم شوۍ په خاضه توګه د دغې د کویډ۱۹ په ایران خاص اغېز شوۍ دۍ .دغې کویډ ۱۹ په عربو ملکونو او په خاص ډول په ایران او امریکې په جګړې هم اغېز کړۍ . د نورې سیمې سره سره د سعودی او یمن په لانجې هم تا ثیرات لري. ایران په یمن کې د سعودي خلاف جنګیالیو ملاتړ کوي او مالي او جاني کومک ورسره کوي کوم چې د دغې کویډ ۱۹ په فاجعې بد اغېز کوي او ښایی دغه مرسته د عربو ملکونو لخوا دوام ونه کړي.

.     

ترکمنستان هم د کروناویروس له ویرې افغانستان سره سرحد وتړه

کله مو فکر کړی چې ولې په روسیه او افریقا کې د کورونا ویروس لږې پیښې خپریږي؟ د دې یوه وجه دا ده چې دغه یاد هېوادونه د ډېر سفر او سوداګرۍ لپاره ندي کارول شوي. اد چین هېواد سره سوداګري کجه کمه ده.   

دا ویروس د چین د ووهان په ښار کې د ووهان له بازار څخه راوتلی او په چټکۍ سره د هیواد څخه بهر سفر کړی او بهرني مسافر و او خپل هیواد ته ستانه شوو خلکو . ترټولو ډیر زیان ایټالیا او بیا متحده ، انګلستان او پاتې اروپا ته  له ځانه سره منتقل کړۍ.

 مګر افریقا او نورو هیوادونو کې د ډیرو قضیو راپور نه دی ورکړی. او همدا راز د روسیې ښه هم بج ده . هرڅومره ژر چې په چین کې د وبا ناروغي وپیژندل شوه ، د سفر محدودیتونه ځای په ځای شول. دا یو بل دلیل وو چې ولې په لویه کچه ناروغۍ په روسیه او افریقا کې نه وه. موږلاهم د وبا په لومړي دوه مرحلو کې یو. ممکن داسې یو چانس شتون ولري چې ویروس واقعیا د نړۍ هرې برخې ته منتقل شی.

یوازې قوي ایموینټي د ویروس سره مبارزه لپاره غوره درمل بلل کیږي ، یاد ناروغي لپاره لپاره هیڅ درملنه نلري ،  او ښایی د 2021 کال تر پیل پورې لږترلږه.درمل یی وشي.

ځینې ​​نور هیوادونه چې چین ته پراخه سوداګرۍ او سفري لارې لري ، د خپریدو سره سم یی د  مبارزه کولو لپاره د  سم دسني غبرګون او مبارزه د ستاینې وړ وه . پدې کې جاپان ، سینګاپور او هندوستان هم شامل دي. یاد هېوادونو  ، د سرحد پراخه سکرینینګ ، کنټرول او څارنه وکړه  او د یاد ناروغۍ د خورېدو نه بج کړ.

یو بل فاکتور نیول شوی دا دی چې ویروس په ګرم او رطوبت هوا کې ښه نه خپروي. په فلیپ سایډ کې ، ټیټ شمیرې دا معنی هم لري چې سکرینینګ واقعیا سم نه ترسره کیږي او په حقیقت کې په دې هیوادونو کې لا دمخه پراخه ویروس شتون لري. د یادونې وړ ده چې د غه ناروغي د په افغانستان کې د ایران څخه راغلي افغان وګړو له وجې راغلي او اوسمهال یی د پېښو شمېر ۲۵ نه زیات شوۍ دۍ باده ناروغي د افغانستان نه علاوه د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسیدلې ده

کندهار ولايتي ادارې په کرونا باندې مصرف شوې بودېجې په اړه معلومات وړاندې کړل

په هرات ولایت کې د کورونا وېروس درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي، چې په دې سره په افغانستان کې مثبتې پېښې څلور او ټولې مشکوکې پېښې ۳۶ ته رسېدلې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایاررسنیو ته ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) ۳۶ مشکوکې نمونې تر لابراتواري معاینو لاندې وې، چې له ډلې یې د هرات ۳ مثبتې ثابتې شوي او ۳۳ نورې منفي وې.

له دې درېيو مثبتو پېښو سره، په افغانستان کې پر کورونا وېروس یا (کوویډ-۱۹) د اخته کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی.

ښاغلي مایار زیاته کړې له درېیو کسانو دوه یې له ایران راغلي او پر کوویډ-۱۹ وېروس اخته و او یو بل له دوی سره په اړیکه کې و.

ښاغلي مایار رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې هم ویلي، په هرات کې په دې وېروس دا اخته ۴ ناروغان په یوه ځانګړي ځای(Isolation Ward) کې درملل کېږي.

پرون جمعه (مارچ ۶) د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو، د کورونا وېروس ۳۶ نوې مشکوکې پېښې یې ثبت کړي. ددوی په ټکو دا نوې مشکوکې پېښې په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوي دي او په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي.

افغان چارواکي وايي، اوس د ټولو مشکوکو پېښو شمېر ۱۱۹ ته لوړ شوی، چې درې نورې پېښې یې مثبتې ثابتې شوې او پاتې نورې یې مشکوکې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د نوي کال په جشنونو کې له ګډونه ډډه وکړي. په هرات کې ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل هم ځنډول شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز د پنجشنبې (د کب ۱۵مه) په ورځ یوه خبري غونډه کې هم ویلي و چې د کورونا د هرې معاینې لګښت ۳۲ ډالره کیږي. ښاغلي فیروز زیاته کړې وه چې کیټونه رالیږل شوي چې د هر کیټ بیه ۱۶ سوه ډالره ده او یو کیټ د ۵۰ ناروغانو لپاره بسنه کوي.

دا نوي معلومات یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له چارواکو وغوښتل له ایران سره پر ګډه پوله د څار امکانات زیات کړي.

په ایران کې تر تېرې جمعې ورځ (مارچ ۶) د کورونا ۱۲۳۴ نوې مثبت پېښې ثتب شوې وې.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر څلور زره ۷۴۷ تنو ته رسېدلی او د مړو شمېر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی.

ولسمشرغني:دلوګرامنیتي مسولینو ته ویلي د لوګرلپاره دې امنیتي پلان جوړکړي

د هېواد ولسمشر اشرف غني ويلي “دا چې طالبانو د تاؤ تریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اور بند او پايدارې سولې ته د رسېدو دپاره مهم ګام دی”.

په افغانستان کې د سولې د خبرو د موافقنامې په موخه د تاؤ تريخوالي کمولو اوونۍ نن د خالي، شنبې د ورځې څخه پېل شوه.

“اشرف غني ويليد طالبانو لخوا د تاؤ تريخوالي د کمولو په اوونۍ کې بايد په احتیاط پاتې شو او ځواکونه په جدي توګه د وضعيت څارنه کوي”.

نوموړي ويلي په دغه لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده.

غني زياته کړې “د ميونخ د غونډې نه بيرته په راتګ يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشرانو د مشرانو د جرګې غړو او نورو سره وليده او د سولې په اړه مې ورسره خبرې وکړې”.

د نوموړي سره پرون د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ليدلي دي.

ارګ ویلي، “په دغه کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي پر جزئیاتو او د تاوتریخوالي کموالي اونۍ د مدیریت په اړه بحث او خبرې وکړې. “

بل لور ته طالبانو هم د تاؤ تریخوالي د کمولو د اوونۍ په اړه ويلي چې په دې اووه ورځو کې به د دوی جنګيالي دفاع ته اماده وي او مخالفه ساحو ته به نه ځي.

طالب وياند ذبيح الله ويلي چې د اووه ورځو وروسته په اتمه ورځ چې موافقت نامه لاسليک کيږي د هغې وروسته به بيا نوې لارښوونه کيږي.

ملګرو ملتونو او پاکستان هم د تاؤ تریخوالي د اوونۍ هرکلی کړی دی.

افغانستان نه پوځيان هېواد ته راستنوم او جګړه ختموم ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختموي او ټول عسکر له دغه هېواد وباسي. ټرمپ نن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه اوږده شوه او ټوله بیه یې امریکايي کورنۍ پرې کوي.

 ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسوي او خپل سرتېري وباسي. ټرمپ یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې نه غواړي زرګونه بېګنا افغانان ووژني. د ده په وینا د سولې خبرې روانې دي، جګړه به ختمېږي او دی نه غواړي چې په دغه جګړه زرګونه افغانان ووژني.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت ستاینه هم وکړه او په خبره یې دوی دلته په یوه عالي کار بوخت دي او د سولې خبرې به هم ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د یادونی وړده د چی د سولی خبری د آمریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد په مشری روانی دي او د ده پر وینا ډیرژر به یو توافق ته ورسیږي  د ۲۰۱۸م کال راهیسې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه په بیلابیلو پړاونو کې لس ځله مذاکرات شوي خو د وروستی ځل مذاکرات له دې امله د ځنډېدو راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو له دایمي اوربند سره چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه ده رضایت نه دی ښودلی  

 د امریکا ولسمشر پر ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ او و یې ویل د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ترهګر خوندي نه وي.