مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ د مشر ستاینه وکړه

مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ د مشر ستاینه وکړه د هېواد مشرانو جرګې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی وستایه.او نوموړي ته ېې د ښه کردار او کرکټ بورډکې اصلاحاتو راوستلو له امله مډال ورکړ.

په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې د وروستیو مثبتو اصلاخاتو را وستلو، ښه پلانونو عملي کولو په موخه هغه د لا تشویق لپاره پر ستاینلیک یې وستایه.د کرېکټ بورډ عمومي ریس فرهان یوسفزي په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې خورا ډېر او مثبت بدلونونه راوستل او دا اداره یې د سیاسیونو او د کرېکټ بورډ ادارې د پخوانیو چارواکو له لاسوهنوپاکه کړه

نوموړي یو شمېر کسان چې کار ېې نه درلودل او په مفتو کې یې د کرېکټ بورډ له ادارې معاشونه اخیستل له ادارې ګواښه کړل ، چې د ادارې د مدیریت او د چارو د ښه والي لپاره یې وروستي اقدامات د خلکو له لوري هم په پراښه کچه وستایل. د کرېکټ بورډ ادارې په وروستیو کلونو کې د سیاسیونو د لاس وهنو له کبله خپل پخوانی حیثیت نه وو پاتې او یاده اداره د سیاسي او مافیایي کړیو په منګولو ورغلې وه ، خو اوس یې ورو ورو خپل پخوانی حیثیت بیا جوړ کړ او دغه اداره په یو مسکي ادارې بدله شوه.

په یاده ادارې تورونه وو، چې یوازې د څو کسانو لپاره کار کوي او اکثره موقفونه یې په واسطو او پیسو دي.د هېواد د کرېکټ بورډ ادارې عمومي مشر فرهان یوسفزي شاوخوا میاشت مخکې اعلان وکړ چې د شکر الله عاطف مشعل په ګډون د کرېکټ بورډ یو شمېر پخواني چارواکي حق نه لري چې د کرېکټ په چارو کې را داخل شي او نوموړی یې د کرېکټ بورډ له غړیتوب لرې کړ . او په همدې عملسرهنوموړۍ په هغه وخت کې وستایل شو.

پروسه کال کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې لپاره عمومي مشران د څو میاشتو په ترڅ کې تبدیل شول او د عمومي مشر په توګه د فرهان یوسفزي له ټاکلو سره هم خلک هم چندان خوښ نه وو او نه یې د دندې په لومړیو وختونو کې چندان لاسته راوړنې نه لرلې.

خو بیا په وروسته وخت کې د کرېکټ بورډ کې یې د یو لړ مثبتو اصلاخاتو په راوستلو، ښه مدیریت غوره پلانونو او پالیسیو په عملي کولو سره یې بېرته د کرېکټ بورډ اداره په پخو ودروله او بایللی حیثیت یې ورکړو، ښاغلي یوسفزي ویلي چې له دې وروسته به د بورډ ادارې د ښه والي لپاره نور مثبت اقدامات هم وکړي او غوره پلانونه به پلي کړي.

اوس وخت کې باید د مشرانو جرګې په څېر ټول اړوند جهتونه او نور مشران دې ته اړ شي چې د هېواد دکرکټ بورډ ادارې مشران او لوبغاړي نور هم تقدیر کړي ترڅو دويي افغانستان لپاره نور ویاړونه هم راوړي او د افغانستان نوم په نړۍ روښانه کړي. او لا نور ویاړونه هې،اد ته راوړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ اوس په نړۍ کې پېژندل شوی.او لوبغاړي ېې د نړۍ غوره لیګونو کې هم لوبیږي.

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز شرکتونو مفت ورکړ

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز مفت ورکړ، سږکال د کورونا له امله د دې لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول يادو شرکتونو ته ورکړل شوى دى. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز پنځه مختلفو شرکتونو واخیست،

دهېواد کرکټ بورډ ادارې له طرف نه يوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې د سپين غر پړانګان لوبډلې، ايوبي سپورټس کمپليکس د کابل بازان ټيم، نويد احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت دامو نهنګان لوبډلې، د ډېلي فرېش کمپنۍ د بند امير ټيم او حضرت سوداګريز شرکت د مس عينک ټیم د ملکيت امتياز په مفته واخیست، دملي کرکټ بورډ اجراييه رييس چې نن يې په کرکټ بورډ کې د يادو لوبډلو قراردادونه د يادو شرکتونو له مشرتابه سره ا مضا کړل ، او وۍ ويل چې له دې امله يې د لوبډلو د ملکيت امتياز فيس دوى څخه نه غواړي ، چې کرونا شرکتونو ته هم تاوان رسولۍ،

بلخوا بیا د لوبغاړو فيسونه او نور ټول مصارف به د لوبډلو د مالکينو په غاړه وي.د دغه قراردادونو د لاسليک پر وخت نظيم جار عبدالرحيمزي وويل شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو لوۍ لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر تکړه اتعدادونه هم مونړدلي دی او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي جزب کړي

جار په خپلو خبرو کې زياته کړه د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.همدا راز د بوست ساتونکو لوبډلې د ملکيت امتياز بيا تراوسه کوم شرکت نه دى ترلاسه کړى.د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په شپږمه نېټه پيلېږي او د سپتمر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

که مونږ اوګورو په ٢٠١٩ کال کې د شپږم پړاو شپږيزې ليګ لپاره د هرې لوبډلې د ملکيت امتياز د ١٥ زره امريکايي ډالرو په بدل کې شرکتونو ته ورکړل شوى و. تېر کل د مس عينک اتلانو ټيم وزيرزي ګروپ اخيستې وه، چې د ياد ليګ اتلولي يې هم خپله کړه، خو سږکال يې په شپږيزه کې د کومې لوبډلې امتياز نه دى ترلاسه کړى.همدا راز تېر کال بيا د کابل بازانو او ننګرهار پړانګانو لوبډلې د ملکيت امتياز هيچا نه و اخيستى او د دې دواړو لوبډلو مصارف کرکټ بورډ په خپله ورکړي و.

بلخوا بیا په ٢٠١٧ کال کې بيا د پنځم پړاو شپږيزې کرکټ ليګ لپاره په ټولو لوبډلو مقابله ترسره شوې وه، چې پاراګون تجارتي ګروپ د بند امير ښامارانو ټیم په ١٥٠ زره امريکايي ډالرو، المصافي شرکت د امو نهنګانو ټيم په ١١٠ زره امريکايي ډالرو، وزيرزي ګروپ د مس عينک اتلانو لوبډله په ٩٠ زره امريکايي ډالرو، جنرال پيټروليم د کابل بازانو لوبډله په ٨٩ زره امريکايي ډالرو، مسلميار ګروپ د سپين غر پړانګانو لوبډله په ٦٩ زره امريکايي ډالرو او عارف عظيم ګروپ د بوست ساتونکو لوبډله په ٨٠ زره امريکايي ډالرو اخیستۍ و،

دا ځل به شپږیزه لیګ د تېر کال په پرتله مختلف وي او شاید تماشیان ورته ډېر ورنشي خو بلخوا ښايي په کورونو کې د ټې وې له لارې ډېر تماشیان اوګوري ځکه دا ځل د کرونا ویروس اثر ډېردۍ او شاید د همدې له وېرې خلک ېې ډېر ننداره ونکړي، نو کرکټ بورډ ادارې ته هم پکاردي چې باید سم تدابیر ورته ونیسي او د کرونا ویروس د مخنییوي لپاره هم په عامو وګړو سپارښتنې وکړي،

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ د افغانستان په کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبرې د ډېر وخت راهيسې پیل شوي دي کلونه کیږي کرکټ پوهان ، لوبغاړي یې په اړه چیغې وهي مګرد فساد د مخنيوي لپاره هيڅ کوشش نه کيږي،

کرکټ بورډ د فساد له امله رامنځته شویو ناندریو هم یو څه فایده کړې هغه ځکه شته فساد هغه کسان عامو وګړو ته پيژني چې په فساد ېې کړۍ .ازه  د افغانستان کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندېوظيفې لرې کړ .د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېذکرشوي، هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ ای سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې اخوا شوۍ دۍ،

هغه د کرکټ د ملي لوبډلې د ټرینر او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې په ګڼو برخو کې نورې دندې اجرا کړي دي.د سرچینې په خبره د هستې ګل عابد د ګوښه کیدو پرېکړه د بشري سرچینو د ادارې د اصولو له مخې شوې ده.خو بل لورته هستي ګل عابد پرده لګول شوي تورونه ردوي.عابد وایي کرکټ بورډ کې اداره کې ګڼې ستونزې شتون لري او له همدې امله له ستونزو سره مخه ده.

په دغه ادارې له ډیروخت راهیسې د فساد تورونه پورې کیږي خو تر اوسه یادې ادارې هم په پوره توګه د شوو ادعاوو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.د کرکټ شنونکي بیا د کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبره یادوي او وایي له همدې امله ډیری سرغړونې په کې صورت نیسي.څه موده وړاندې د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې پر تیز توپ اچوونکي دولت ځدران هم د ډسپلین د نه مراعت له امله بندیز لګیدلی دی.

د کرکټ د چارو متخصیصین په کرکټ بورډ کې لوړ رتبه چارواکي مفسد بولي او وایي، همدا لامل چې افغان کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې نه لري.دوی وايی، ډير کله په کرکټ بورډ کې فساد د ځوانو لوبغاړو استعداد وژني او د پرمختګ مخه یې نیسي.

متخصیصین وایي ډيری داسې ځوان پلیران شته چې د ملي لوبډلې وړتیا لري خو په بورډ کې فساد مخه نیسي او هغه کسان یې پرځای لوبیږي چې اړیکې او یا پیسه دار وي.که افغان کرکټ کې روانې ناندرۍ دوام ولري او په یاد بورډ کې شته فساد ته د پای ټکې کینښودل شي ویره شته چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د مخکې تګ ته بلکه په شا به تګ وکړي،او د کرکټ بورډ اداره به له هم نوره خرابه شي،

دملي کرکټ بورډاجرایه ریاست کې لاهم جنجال شتون لري

دملي کرکټ بورډاجرایه ریاست کې لاهم جنجال شتون لري د کرکټ بورډ اجرایه ریاست چې کله نه ایجاد شوۍ دغه اداره په په بد بختیو باندې سر ده او ورځ تربله نور هم کمزورې کيږي او دهېواد والود غبرګونونو سره مخ کيږي،

ویل کيږي چې کرکټ بورډ اوس سیاسي شوۍ دۍ او اداره د سیاست ښکار شوې ده د لوبغاړو تر منځ د دواړو مشرانو (اجرایه او عمومي مشر) لخوا د کرکې، بې اتفاقۍ او خود غرضۍ اورونه بل شول.ټول لوبغاړي د یو بل سره وران دي او له همرې امله د نړیوالو اداره باور هم ورځ تربله کميږي .همدا لامل ؤ چې تېرو پینځو کلونو کې د بورډ ادارې ته څلور ځله مشرتابه بدل شو خو نه یوازې اداره ورسره جوړه نشوه، بلکې تر بد هم بدتره شوه. د مینوالو مینه او هېواد لپاره یې د لوبو جنون زیانمن کړ او په ټوله کې د کرکې یو په تنور بدل شو.

دغه لانچې او سنتونزې د اوس نه ندي بلکې د شفيق ستانکزي او عاطف مشعل د وختو راپاتې دي،. دوی دواړو د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره د لوبغاړو له احساساتو، پاکۍ او بې طرفۍ بده استفاده وکړه او یو شمېر مشهور پلیران یې خپل اجېنټان جوړ کړل، خو کله چې په بورډ کې ستونزې اوج ته ورسېدې، په ولسمشر باندې فشار زیات شو، نو دواړه مشران یې په لږ ځند له بورډ څخه وویستل.بدمرغي هغه مهال زیاته شوه چې له بورډ څخه د عاطف مشعل د ویستلو سره یې نوموړی په پاکستان کې د افغانستان سفیر کړ او تر دې لویه تېروتنه بیا دا وه چې همدا عاطف مشعل یې د بورډ لپاره غایبانه سلاکار او مرستیال وټاکه. په دې سره د د عاطف او شفیق ستانکزي پر مهال نه یوازې شوي فسادونه پټ پاتې شول، په دغه اداره کې د بدبختیو ادامه اوس جاري ده

عاطف مشعل اجرایه ریاست ته خپل خوښی کس (اوسنی مشر لطف الله ستانکزی) راوست، تر څو وکولی شي په بورډ کې د لومړي پړاو اي پي ایل فسادونه او نورې ورته بد رنګۍ پټې وساتي.ویل کېږي اوسنی اجرایه رییس دوبۍ ته په ویزه کې ستونزه لري او د کرېکټ د نړېوالې شورا په ګڼو غونډو کې د افغانستان استازیتوب ته حاضر شوی نه دی خو بیا یې هم په دغه څوکۍ باندې پښه خښه کړې ده.

دوی نه یوازې په نړیواله کچه د افغانستان نوم بد کړ، بلکې په کور د ننه یې هم د مینوالو زړونه په تدریجي ډول مات کړل.د کرېکټ یو شمېر مبصرین او بورډ ته نیږدې کسان په دې باور دي چې په دغه اداره کې مافیایي کړۍ دومره ژورې تللې دي چې په آسانۍ ولسمشر هم و نه توانېږي وړ کسان په کې وګماري ځکه په وینا یې وار له مخې ځینې کړۍ لګیا دي او د خپلې خوښې کسانو د ګمارنې لپاره له ارګ سره اړیکې نیسي.

د کرکټ بازي تحلیلګر په دې باور دي چې په بورډ کې باید اجرایه پوسټ ختم شي ي او د پخوا په څېر دې د یوه مشرتابه لخوا بورډ اداره شي تر څو هم د فساد مخه ونیول شي او هم چارې په داخل کې وړ کسان وټاکي،او کرکټ بورډ په سم لاره یا پلیټ فارم روان شي،ځکه همدغه لاملونه دي چې کرکټ بورډ اداره ورځ تر بلې خرابیږي او سمه نتیجه نه ورکوي،

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ پخوانۍ مشر ویلي و چې اوس وخت کې د کرکټ بورډ ریاست کې اکرایه پوسټ ته هيڅ اړتیا نشته باید ټولې چارې د کرکټ بورډ مشر مخې ته بوزي او دغه پوسټ باید ژر تر ژره لغوه شي، او اوسنۍ اکرایه ریس هم باید له منځه لاړ شي او منفق شي که داسې ونشي نو کرکټ بورډ به لا نورې بدبختۍ وویني او مخ په خرابېدو به روان شي،

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ

د کرکټ بورډ اداره چې پخوا ېې ښه لاسته راوړنې لرلې په نړیوواله کچه ښه ټيم وود او د دغه ادارې چارې په سمه توګه روانې وې خو اوسمهال دغه اداره د سیاست ښکار شوې ده که څه هم دغه اداره مسلکې اداره ده خو په اوسمهال د سیاست ښکار شوې ده،

په افغانستان کې د اوسنو ټولو ناخوالو تر څنګ کرکټ یواځینۍ برخه ده چې افغانانو ته ډېرې خوشالۍ ورکوي، په ملت جوړونې،سوله او ثبات کې د کرکټ رول تر بل هر څه خه دي . نن سبا د افغانستان خلک له کرکټ سره خورا ډیره علاقه لري، یو وخت داسې و چې یواځې ډير کم خلک او هغوی چې پاکستان کې وو په کرکټ پوهېدل، ستاسو ښه یادیږي د ۲۰۱۰ کال د مخه به مو د افغانستان د لوبو ننداره په کریک انفو یواځې د سکور لیدل و.

د داسې وخت وو چې څو افغان لوبغاړو به په نشت امکاناتو د افغانستان ټیم د ودې او پرمختګ لپاره په نیو جرسي، ارجنټاین، پپو ګینو او نورو هیوادونو کې لوبې کولې.د هغه وخت کیسې چې واورئ نو تعجب به وکړئ. افغانستان کرکټ چې نن چېرته قرار لري دا دهغه نه سټړکېدونکو هلو ځلو برکت دی.له دې هېڅوک سترګې نشي پټولی چې د کرکټ په برخه کې افغانان په لنډ وخت کې تر بل هر هیواد ډیرې لاسته راوړنې لري، چې ددغه لاسته راوړنو کرېډیټ لوبغاړو او هر هغه چاته ګرځي چې د کرکټ لپاره یې کار کړی او زیار یې ایستلی دی.

یاده اداره د هرې بلې ادارې په رقم په مختلفو وختونو کې مختلفې ستونزې درلودل خو په ټوله کې دغه مشکلاتو د هیواد کرکټ په پرمختګ خاص منفي اغیز نه درلود، خو کله چې د هیواد کرکټ غیر متوقع پرمختګ وکړ، لوبې یې وګټلې، په نړیوالو فلټفارمونو راښکاره شول نو د افغانستان سیاسیونو علاقه هم ورسره ډیره شوه، هر چا غوښتل په کرکټ بوړد کې نفوذ ولري، له لوبغاړو او کرکټ ادارې مشرانو سره اړیکې وپالي او دې چارې په کرکټ بوړد کې سیاسې مداخلې ته لاره هواره کړه.

که مونږ اوګورو نن سبا یو ځل بیا ځېنې ځينې کسان د یو شمېر سیاسیونو په مرسته چې د کرکټ بورډ د پخوانیو چارواکیو مشورې هم ورسره دي، هڅه کوي د کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راولي چې دا د افغانستان کرکټ او د کرکټ راتلونکي ته ښه پیغام نه ی.

د کرکټ بوړد په اداره او رهبرۍ کې تغییر راځي دوه عمده تاوانونه به لري، لومړی دا چې پخواني امتحان شوي چارواکي چې په رسمي لوبو کې به یې ځان سره د کورنۍ لسګونه غړي د بورډ په بودیجه بهر ته د چکر لپاره بیول، یو ځل بیا کرکټ بوړد ته راشي او دوهم دا چې کرکټ بوړد اداره به یو ځل بیا د سیاسي معاملو لپاره وکاریږي چې په دواړو صورتونو کې یې تاوان یواځې د افغانستان کرکټ ویني.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې ټول چارواکي او سیاسیون باید د کرکټ نه لاس وواخلي او دغه اداره مسلکي خلکوته پرېږدي،ترڅو دغه اداره په سمه توګه فعالیتونه وکړي او افغانستان ته ویاړونه راوړي ځکه دغه یو واحده اداره ده چې افغانستان خلکو ته خوشالۍ راوړي عام وګړي ېې په شوق ګوري او سات تیري کوي،

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ

کرکټ بورډ ورز تر بلې په خرابېدو دۍ.، لاملونه ېې مختلف دي یو لامل ېې غیر مسکي مشران هم دۍ دواړه مشران يې داسې په برخه رسېدلي دي،چې دکرکټ نه پوهیګي د مديريت او د ادارې په چلولو کې په بشپړه توګه ناکامه شوي دي،

د دغو مشرانو غیر مسلکيتوب یو ثبوت د افغانستان او ايرلېنډ د تېرو شل اوريزو لوبې دي ، دغه سيالۍ په ٢٠١٧ کال کې ټاکل شوې وې، خو ان د سياليو نه څو ورځې مخکې هم د لوبغالي اجازه نه وه ترلاسه شوې، د لوبې بالونه نه و راوړل شوي او نورې ډېرې داسې مسئلې وې، خو ولس ترې ناخبره پاتې شوى.که ملي کرکټ پورډ سم مسلکي مشران لرلۍ نو اوس به دغه سیالي ته د وخت نه مخکې هر څه چمتووۍ.

په داسې حال کې چې له يوې کمزورې لوبډلې سره درې کاله مخکې ټاکل شوې سيالۍ په سمه توګه نه ترسره کېږي، هغه خلک به د نورو سترو لوبډلو سره څه سيالۍ برابرې کړي

د کرکټ بورډ په خپل عیش نوش کې دي د دې یو نمونه دا ده چې د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى له درې مياشتو ډېر وخت کېږي چې کرکټ بورډ ته نه دى تللى، هغه په دې درې مياشتو کې يوازې پرون د ويډيو له لارې د کرکټ بورډ له اجراييه مشر اومنیجرانو سره بحث کړۍ دۍ.

که فکر وکړو د یو ادارې مشر په دریو میاشتو نه ډیر وخت خپل دفتر کې حاضر نشي نو د هغې ادارې به څه حال وي. او څه به دغه اداره په خپل راتلونکو پلانونو کار وکړي.یا با د کرکټ لپاره سیالۍ څنګه برابره کړي.دا داسې خبرې دي چې ډیرۍ هیوادوال ورباندې ندي خبر او نه کومې رسنۍ یا د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې دغه خبر خپور کړۍ.

د فساد یو بل ثبوت دا دۍ چې د کرکټ بورډ مشرپخوانى د بشري سرچينو مدير له دې امله ګواښه کړ، چې ولې د هغه کسانو ته لوړ معاشونه نه ټاکي.او ولې ورته نورامتیازات نه ورکوي.

همدا راز د کرکټ بورډ اجراييه مشر نشي کولۍ ، په داسې حال کې چې د کرکټ نړيوالې شورا ټولې ناستې په دوبۍ کې ترسره کېږي، خو هغه نه شي کولى په دغه ناستو کې ګډون وکړي. د ټولو هېوادونو د کرکټ بورډ مشرانو د ناستې لپاره د کرکټ نړيوالې شورا ناستې تر ټولو غوره ځاى دى، خو دغه ناستو ته فرهان يوسفزى ورځي نه او لطف الله ستانکزى ورتللى نه شي، نو په داسې حال کې به له نورو بورډونو سره اړيکې څنګه جوړې شي؟ سيالۍ به څه ډول برابرې شي.

د کرکټ بورډ اجرایه مشر د بورډ د رسنيو څانګې منیجر ابراهيم مومند د يوې دسيسې او عقدې له امله ګواښه کړ او لامل يې دا ښکاره کړ چې موموړۍ غیرمسلکي دى، په داسې حال کې چې ابراهيم مومند شاوخوا ١٥ کاله کېږي د کرکټ او رسنيو په برخه کې کار کوينو تاسو فکر وکړۍ چې مومند به څومره مسلکي وي.نوموړۍ ځکه لرې کړ چې د کرکټ بورډ رازونه افشا کوي او دوي ته مشکل جوړوي.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې د کرکټ بورډ تقريباً ټول مديران له لطف الله ستانکزي په تنګ دي او فرهان يوسفزي ته يې رسماً شکايتونه کړي دي، خو يو شمېر ډله هغه کسان چې د کرکټ په تخنيکي برخه کې کار کوي، هغوى بيا د فرهان يوسفزي او لطف الله ستانکزي په اړه ارګ ته شکايتونه کړي دي، چې دا دواړه غېر مسلکي کسان دي او بايد ګواښه شي.

که دا حالت همداسې روان وي، نو ژر ده چې له زوال سره مخ کېدونکې د کرکټ بورډ اداره نوره هم له زوال سره مخ شي. ولسمشر ته پکار دي چې د دې مهمې ادارې دې ژر تر ژره غمه وخوري.

د یادونې وړ ده چې کرکټ بورډ ته د مسکي مشر ضرورت دۍ ارګ باید کرکټ بورډغیر سیاسي وساتي مشران د مسلک په بنیاد وګمارل شي که مونږ وګورو چې کرکټ بورډ چې کله مسلکې مشران لرل نو ټوله نړۍ کې ېې خه نوم وو کرکټ سیریزونه برابریدل او لوبغاړي د وړتیا پر بنیاد سلیکټ کېدل.

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ

حامد شینوارۍ د کرکټ بورډ پخوانۍ اجرایه ریس دۍ.نوموړي کرکټ بورډ ته خورا زیات زحمتونه ویستلي دي افغانستان کرکټ بورډ یی په پخو درولۍ دۍ د کرکټ اصولو نه خبردۍ په کرکټ مین دۍ نوموړي تازه د کرکټ په اړه مرکه کړې. او په کرکټ بورډ کې یې د بازې اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي  ، چې په اوس وخت کې په کرکټ بورډ کې اجراييه رياست ته هېڅ ضرورت نشته او بايد دا رياست نور لغوه شي. هغه زیاته کړې او ویلي یې دي چې که چېرې په کرکټ بورډ کې اجرایه ریاست نه هم وي نو مونږ کولۍ شو چې یاده اداره وچلوو..

حامد شینواري چې له امريکا غږ اشنا راډيو سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې اجراييه رياست ته په کرکټ بورډ کې هېڅ ضرورت نشته، ځکه د کرکټ عمومي رياست سره يې موازي شکل اختيار کړى دى او په کرکټ بورډ کې د جنجالونو زېږنده هم دى.

هغه په خپله مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې ډېر بستونه، تشکيلات، بې ضرورته سفرونه او تصميمونه د غريب ملت د سرمايې ضايع ده چې په افغانستان کې يې د کرکټ د پرمختګ مخه نيولې ده.

ښاغلي شینواري وويل، چې بايد کرکټ ته يوازې د يوې تفريح يا يوې لوبې په توګه ونه کتل شي، چې بدبختانه په افغانستان کې دې لوبې ته هغه هومره پاملرنه نه کېږي، لکه په نورو هېوادونو کې. هغه وويل چې ولسمشر د کرکټ بورډ له مسايلو ناخبره ساتل کېږي. نوموړي همدا راز وويل، چې کرکټ بورډ ته بايد ځانګړې پالېسۍ جوړې شي او په هره برخه کې له کرکټ څخه ګټه پورته شي.

حامد شينواري د کرکټ بورډ د مشر په اړه وويل، چې د کرکټ بورډ مشر بايد يو تکړه کس او په کرکټ پوره بلد وي. هغه همدا راز وويل چې په ملي لوبډله کې هم هغه لوبغاړي نور ليرې شي، چې ښې لوبې نه شي کولاى او بايد نوو ځوانانو ته چانس ورکړل شي.

حامد شينوارى: کرکټ بورډ کې اجراييه رياست پوسټ ته اړتیا نشته

د یادونې وړ ده چې که مونږ اوګورو په اجتماعي شبکو یا سوشل میډیا کې نو اکثریت خلک په دې نظر دي چې باید ولسمشر د ډاکټر حامد شینواري غوندې تکړه پروفیشنل او با استعداده کس  کرکټ بورډ ته معریفي کړي. ډاکټر حامد د دې وړاندې هم کرکټ بورډ ته بې څاره خدمتونه کړي دي نوموړۍ هر وخت د مینه والو لخوا ستایل شوۍ دۍ.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي څه راز و چې افشاشو

کرکټ بورډ وايي، چې د کورونا ويروس له وجې  دوى د مۍ مياشتې لپاره د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه کموي، خو که دا لړۍ دوام وکړي نو راتلونکې مياشت به ٥٠ سلنه معاشونه هم  کمېدایشي افغانستان یو خپلواکه اداره ده او دوي د اي سۍ سي په قوانينو چليږي دوي مختلف ټریندان لري او پلیرانو ته ټریننګونخ  ورکوي .

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي له یو وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کورونا ويروس پر کرکټ بورډ هم اغېز کړى دى او دا چاره يې د لګښتونو د کمولو په موخه کړې ده هغه زیاتوي چې دغه کار مو د انساني همدردۍ لپاره کړۍ دۍ. .

هغه زياتوي، چې موږ پرېکړه کړې ده چې د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه د مۍ په مياشت کې راکم کړو، خو که چېرته کورونا ويروس دوام وکړ او حالت همداسې روان و، نو د جون په مياشت کې به د دوى معاشونه ٥٠ سلنه کموو په زیا ت هېوادونه د کرونا لپاره فنډونه راټولوي او ورسره کومک کوي.  .

نوموړۍ وايي چې دا کار به په هغه حالت کې وکړي، که چېرته دوى نړيوالې سيالۍ پيل نه کړې، نوموړى وايي چې موږ ښايي دې کار ته بيا ادامه ورکړو دا خبرې دې لپاره وکړه چې ټوله نړۍ په ایمرجنسي حالت کې ده او د ژوند ټول اړخونه يې متاثره کړي دي. نو له خمدۍ امله ټوله نړۍ کې عام وګړي کوشش کوي چې ژوند په احتیات تېر کړي. .

لطف الله ستانکزى وايي، چې موږ په دې هڅه کې يو چې مصارف راکم کړو، هغه که له هرې لارې کېداى شي. نوموړى وايي، چې د اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام په اړه هم تر دې مهاله پورې هېڅ معلومات نشته چې دا به ترسره شي او که نه.

هغه وايي، که چېرته اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام سږکال ترسره نه شي، نو دا به دوى ته په اقتصادي ډول تاوان ورسوي نو له همدې امله دوي سر د وخته نه خبر دارۍ ورکړ چې دوي معاشونو کې کموالۍ راولي او ښايي دغه لړۍ دوام وکړي او د ټرینرانو معاشونو کې کموالۍ نور هم راولی. .

د افغانستان کرکټ بورډ په دې پرېکړې سره به د مۍ مياشتې لپاره د مشر روزونکي لانس کلوزنر، د توپوهونې روزونکي اېچ ډي اکرمن او د مرستيال روزونکي نوروز منګل معاشونه کم شي. او دغه معاشونه کموالۍ به کثر بوديجې نه بچ کړي

د یادونې وړ ده چې په دغسې بیړني حالاتو کې باید د هېواد ټول خلک قرباني ورکړي. تر څو د ټولو هېوادوالو ژوند په افغانستان کې تېر شي او عام وګړي د ولګې او تندې نه بج شي. افغانستان بو غریب هېواد دۍ باید بې څایه مصارف پکې ونشي او د هېواد ټول سېکتورونه په سمه توګه وچليږي. .

عثمان خواجه اوداسټرالیاکرکټ بورډڅه معامله ده ؟

عثمان خواجه د 18 دسمبر 1986 باندې زیږیدلی د آسټرالیا کرکټر دی چې اوس مهال د آسټرالیا او کوینزیلینډ نمایندګي کوي. خواجه په  2008 کال کې د نیو ساوت ویلز لپاره د لومړۍ درجې کریکټ پیل وکړ او د جنوري په میاشت کې یې د آسټرالیا لپاره لومړۍ نړیواله لوبه وکړه. خواجه د هندوستان پریمیر لیګ کرکټ کې هم لوبیدلی او شل اوریزه کریکټ هم کوي. عثمان خواجه چې د اسټرالیا مسلمان کرکټ لوبغاړی چې اصل د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد څخه دی اوسمهال  په اسټرالیا کې اوسېږي، نوموړۍ د اسټرالیا کرکټ لوبډله کې یو مطرح او تکړه لوبغاړی دی.

اوس دغه غوره لوبغاړی د اسټرالیا کرکټ بورډ څخه په مس ةنجمنټ او مالي مشکلاتو له وجې  ناراضه دۍ انوموړۍ  وایي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې یې ورته قرارداد نه دی ورکړی.

څو ورځې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۴۵ نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به یې لوبغاړو خو دغه نوملړ کې د عثمان خواجه نوم نه و.ته معاشونه ورکول کېږي. اوس هغه له کرکټ بورډ څخه په ګیله ویلي، چې دی د اسټرالیا لپاره هر وخت په شپږو غوره توپ وهونکو کې شامل دی، خو بیا هم د اسټرالیا کرکټ بورډ قرارداد نه دی ورکړی.

عثمان خواجه په ۲۰۱۱م کې د اسټرالیا لوبډلې لپاره پیل وکړ او لومړۍ ټېسټ لوبه یې د انګلستان خلاف پیل کړه. هغه ۴۴ تېسټ او ۴۰ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

په ټېسټ لوبو کې یې ۲۸۸۷ منډې کړي، ۸ سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لري او یوه لوبه کې یې ۱۷۴ لوړې منډې دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۵۴ منډې کړي دي، ۲ سلیزې او ۱۲ یې پنځوسیزې وهلي دي او یوه لوبه کې یې ۱۰۴ منډې لوړې دي.

عثمان خواجه اوس ۳۳ کاله عمر لري او وایي دی څه ۳۷ کلن یا ۳۸ کلن نه دی بلکې لا هم لوبو ته جوړ دی.

د یادولو ده، چې د کرونا ویروس د نورو کارونو ترڅنګ په لوبو هم سیوری غوړولی او کرکټ برخه یې هم له اقتصادي بحران سره مخ کړې ده.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي څه راز و چې افشاشو

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي هغه راز افشا شو، چې نوموړى پنځه ځلې د کرکټ بورډ په ټيکټ باندې رسمي دوبۍ ته تللى، خو په دوبۍ کې له مېدان بهر ته نه دى پرېښودل شوى او بېرته په شخصي ټيکټ باندې افغانستان ته راغلى.

د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى دوبۍ ته نه شي تللى ځکه هلته پرې د ورتګ بندېز لګېدلى دى.

دغه سرچينه وايي، چې د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي اجراييوي غونډې په دوبۍ کې ترسره کېږي او لطف الله ستانکزى چې پنځه ځلې د دغه غونډې په نوم دوبۍ ته تللى دى، بېرته په هماغه ورځ هېواد ته راستون شوى دى، خو په ځان يې څوک نه دي خبر کړي.

ياده سرچينه زياتوي، چې تېره اونۍ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له دې خبرې خبر شوى دى او هغه اوس په دې لټه کې دى چې لطف الله ستانکزى ليرې او پر ځاى يې بل کس وګماري.

ويل کېږي چې اجراييه رييس لطف الله ستانکزى هر ځلې په کرکټ بورډ باندې دوبۍ ته د تګ ټيکټ په الوتکه کې رااخلي، خو کله چې دوبۍ ته لاړ شي، نو هلته بيا نه شي کولاى چې له هوايي مېدان نه بهر لاړ شي، همدا راز په هوايي مېدان کې بيا ډېر وخت هم نه شي تېرولى، نو دوبۍ هوايي مېدان کې له کوزېدو وروسته بېرته د افغانستان ټيکټ په خپل شخصي لګښت اخلي او هېواد ته راستنېږي، خو ښکاره کوي داسې چې هغه دوبۍ ته تللى و او هلته يې د کرکټ نړيوالې شورا په غونډه کې ګډون کړى او بېرته هېواد ته راستون شوى دى، ځکه ويل کېږي چې څو ورځې په کور کې تېروي او له هغه وروسته کرکټ بورډ ته ځي.