ډاکټرعبدالله په خپله ډله کې پروزارتونو نه جوړیږي

ډاکټرعبدالله په خپله ډله کې پروزارتونو نه جوړیږي سرچینې وایي، چې د مصالحې عالي شورا د مشرډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشران په کابینه کې دخپلې ونډې پر تقسیم نه جوړيږي،

یوې ورځپاڼړې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت وعده ډاکټر عبدالله د کریم خلیلي د حزب ته ورکړې وه.خواوس دغه وزارت ته د اندرابي چې د دغه وزارت سرپرست وزیردساو دهمده په معرفۍ توافق شوې، خو بازې سرچینې وايي خلیلي ترینه بدل کې دوه نور وزارتونه غواړي.همدارازویل شوي، چې جنرال دوستم سره ډاکټر عبدالله د درېیو وزارتونو ژمنه کړې خو اوس دوه وزارته غواړي ورکړي، چې د هغه له مخالفت سره هم لاس او ګریوان دۍ،

د ثبات او همپالنې د ټیم له خوا د دوه ښځینه وزیرانو پر معرفۍ هم یو بل لامل دس چې د کابینې ټاکل ځنډېدلي دي بازې سرچینۍ ویلي ، چې عبدالله د محقق له ګوند څخه د معصومه خاورې په نوم یوه نوماند وزیره په ګوته کړې، خو د بلې نوماند وزیرې په اړه لاهم خبرې روانې دي ولسمشر غني وعده کړې وه، چې کابینه به څلور وزیرانې ښڅینه نوماندانې ولري،

هغه څو ورځې مخکې په یوه تلویزوني مناظره کې له ښاغلي عبدالله وغوښتل، چې په معرفي کوونکو نوماند وزیرانو کې دې دوه ښځینه هم په نظر کې ولري.د دغو ناندریو د دوام خبر په داسې وخت ورکړل شوی، چې دوه اونۍ وروسته به ولسي جرګه د موسمي رخصتۍ پلان لري.

بلحوا ولسي جرګې له دولت نه غوښتي، چې نوماند وزیران زر د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ور معرفي کړي.د جمهور ریس غني او ډاکټر عبدالله د سیاسي تافق لیک له مخې، د کابینې پنځوس سلنه کسان به ښاغلی غني او پنځوس سلنه نور ډاکټر عبدالله معرفي کوي.

اوس باید ډاکټر عبدالله چې څومره ژر کولۍ شي خپلمنځي اختلافات ختم کړي او ژر تر ژره کابیني ته خپل نوماند وزیران ور وپېژني ځکه اوس وخت د دس چې باید یو ملي اجماع رامنځته شي او د سولې لپاره کاروشي که مونږ اوګورو ولسمشر غني خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې ځما بیوه دنده دا ده چې څنګه ملي اجماع رانځته کړم او د سولې لپاره څنګه کوشش وکړم چې ژر تر ژره د سولې لپاره پلان عملي شي،

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر غني لخوا تر دې دمه پورې یو څو وزیران کابینې ته معریفي شوي دي،او لاهم دغه لړۍ روانه ده د ماليې وزارت لپاره ېې ارغندیوال صیب معریفي کړی د ښځو چارو لپاره ېې حسینه ساپۍ د روغتیا لپاره ېې ډاکټرجواد عثماني د افغانستان بانک لپاره اجمل احمدي د ښار جوړونې لپاره ېې محمود کرزۍ او داسې نور هم له ولسمشر لخوا مغریفي شوي دي او ولسي جرګې ته معریفي شوي خو اوس صرف د ډاکټرعبدالله له طرفه پاتې دي،

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې دباکستان ورازت خارجه د مصالحې عا لي شورا مشر عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده د اوبه دې وروستیو کې له افغانستان سره د کرونا وبا له امله ټول باډرې خلاصې کړي او اوس کوشش کوي چې له افغانستان سره صادرات او واردات نور هم زیات کړي.

اوس کستان غواړي افغانستان سره هپلې اړيکې افغانستان سره جوړې کړي د پاکستان د بهرنیو چارو کرونا ځپلي وزیر شاه محمود قریشي په خپل وروستي اقدام کې ډاکتر عبدالله ته بلنه ورکړې ده چې پاکستان ته ورشي، دا چې ولې؟ په ښکاره ویل شوي چې د سولې او دواړو هېوادونو پر اړیکو به خبرې وکړي.بازې تحلیلګران وايي په دې باور دي چې پاکستان هڅه کوي د افغان سولې په روانه جنجالي پروسه کې د خپل ځان په ګټه اغېزمنه سیاست رل ولوبوي او افغان لوري ته وښیي چې مونږ خو ستاسو صمیمي دوستان یو خو په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو ټپلو په انسجام او همغږۍ کې تر بل هر وخت زیات کوشا دي تر څو په بین الافغاني مذاکراتو کې د دوی ګټې خوندي کړي.

دغه سیاست پوه خلک زیاتوي چې په قطر کې مېشت لوړه فیصدي طالب مشران د پاکستان په پاسپورټونو دغه هېواد ته تللي دي او له هغه ځایه د افغان حکومت د کمزوري کولو او کمزوري ښودلو لپاره د آی اېس آی لکچرونه زمزمه کوي. دوی ټول افغان حکومت ته د کابل اداره وایي چې په وینا یې دا ټولې لارښوونې د پاکستان د استخباراتي مامورینو لخوا ورکړل شوې دي تر څو د ۹۰ مې لسیزې په شان ګټه ترلاسه کړي.

بلخوا د پاکستاني چارواکو لخوا افغان حکومت ته شنه څراغونه زیات شوي دي او په دې سره هڅه کوي څو ګټې ترلاسه کړي چې هم په سیمه او نړۍ کې خپل بایللی حیثیت ترلاسه کړي او هم په بین الافغاني مذاکراتو کې خپله لویه حصه ګټه خپله کړي.د دغه هېواد ميډيا وايي چې افغان حکومت او پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې له یو بل سره اړیکې تودې کړې دي او هڅه کېږي چې په دواړو هېوادونو کې سوداګریز فعالیتونه زیات شي.

د یادولو دهچې د بین الافغاني مذاکراتو د بحثونو له ګرمېدو سره د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی محمد صادق چې پخوا په کابل کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی، وټاکه. شنونکي وایي چې د پاکستان لخوا تازه ګومارل شوی ځانګړی استازی به د سولې په روانه پروسه کې یو خورا لوی ماموریت مخته وړي او د پاکستان لپاره به د کرنل په څېر سرښندنې کوي.

دغه صاحب په ۹۰ لسیزه کې د مجاهدینو او طالبانو لپاره د ملا په جامه کې د آی اېس آی ستر مامور ؤ چې له افغانستان نه یې ټول نظامي تجهیزات د افغان مجاهیدنو او طالبانو په مرسته پاکستان ته ولېږدول.

اوس وخت د دې رارسېدلس دس چې د پاکستان دولت باید د بې ځایه کړنو نه لاس واخلي او افغانستان سره که غوواړي باید سمې دوستانه اړیکې جوړې کړي ترڅو د افغانستان د خلکو او حکومت په پاکستان باندې باور پیداشي او د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي څکه د بازو سیاسي شنونکو په باور باندې پاکستان ترټولو نه زیات د افغان سولې په پروسه کې اغېرمن دی،

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پخواني متحد عطا محمد نور د بیا پخلاینې کوششونه پیل کړي دي.هغه غواړي چې ژرتر ژره عطا محمد نور سره پخلا شي

عبدالله عبدالله تېره شپه له عطا محمد نور سره بیا لیدلي او د سولې په روانو هڅو ورسره غږیدلی.عطا محمد نور پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه کې یونس قانوني او عبدالحفیظ منصور هم حاضر ول .نور د لیدنې نور جزیات نه دي رسنیز کړي. عبدالله عبدالله څه موده مخکې د عطا محمد نور د مور فاتحې ته هم ورغلی و او تر هغه مخکې یې د مور د مړینې له کبله د فاتحې پيغام کې نور ته د ورور خطاب کړی و.

استاذ عطا، چې اوس د جمیعت ګوند اجرایه ریس دی او پخوا د بلخ ځواکمن والي و، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې یې عبدالله نه پراخ ملاتړ کړی و.وروسته د دوی ترمنځ سیاسي ناندرۍ راغلې او نور پر عبدالله خورا توندې نیوکې وکړې.او دا ویلي وو چې غاښونه به ېې مات کړم د عبدالله عبدالله بیا په دغه څرکندونو دعبدالله پلویانو بیا غبرګونونه راپارولي وو او ویلي وو چې دا رقم څرګندونې د ملک د بحرانه سره مخ کړي،

خو اوس عبدالله یو ځل د نور له سختو نیوکو وروسته خبریالانو ته وویل، چې ده د هغه هیڅ خبره نه ده اوریدلې.اوس وخت د دې دۍ چې باید ټول جهتونه سره په یو چوکاټ کې راغونډ شي او د افغانستان د بقا لپاره کار وکړي که مونږ اوګورو زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان کې چې کله د ملک په کچه خبره وږي نو ټول سیاسي ګوندونه راغونډيږي او شته ستونزو ته د حل لارې ګوري،

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي
عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

د افغانستان اکثره سیاسیون هېواد کې د یووالي لپاره خبرې نکوي اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې باید د سولې لپاره ټول سیاسیون خپل منځي اختلافات ختم کړي او د هېواد لپاره هرې قربانی ته ځان چمتو کړي ځکه افغانستان د ډېرو بد بختیو سره مخ وو او جنګونه و پکې باید اوس صرف او صرف د پایداره سولې لپاره کار وشي او افغانستان کې امنیت تامین ټینګ شي تر څو عام وګړي د امن په فضا کې ژوند وکړي،

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

د مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله وايي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان مور په مړینه هغه سره دې غم کې ځان شزیک بولم د نوموړي مور پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه د ډاکټر عبدالله ترڅنګ یو شمېر نورو سیاسی څېرو هم د نوموړي د مور په مړینه خواشيني ښودلې ده،

د مصالحې شورا مشر په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي راشد خان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبېک ووايه.

هغه همدا راز ليکي، د راشد خان د مور بي بي په درانه غم کې ورسره ځان شريک بولي، مرحومې ته د لوى خداى ج له درباره د مغفرت، راشد خان، کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوي.نوموړي زیاته کړه چې الله تعالۍ دې دهغه دا غم اسانه کړي او ټولې کورنۍ د نورو غمونو نه وساتي،

له عبدالله عبدالله پرته د ملي لوبډلې لوبغاړو، ځينو چارواکو او هېوادوالو هم د راشد خان د مور بي بي پر مړينه د غم څرګندونه کړې ده.او د راشد خان د مور په مړینه له امله ېې نوموړي ته د صبر جمیل غوښتنه هم کړې ده او د هغه مور بي بي ته ېې د فردوس چنت غوښتنه کړې ده،

راشد خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشهور لوبغارۍ دۍ نوموړۍ په توپ اچونې کې خراغټ ریکارډونه جوړ کړي دي او له ېې هم جوړوي هغه د د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو ترڅنګ د هند پريمیر ليګ کې هم لوبول کيږي نومورۍ د هند د دغه لیګ او ټيمونو له مالکانو څخه په ډېرو زیاتو پيسو باندۍ اخيستل کيږي او بیا دغه لیګ کې لوبول کيږي،

عبدالله عبدالله:د راشد خان د مور په مړینه هغه سره دې غم کې ځان شریک بولم
عبدالله عبدالله:د راشد خان د مور په مړینه هغه سره دې غم کې ځان شریک بولم

د راشد خان مور بي بي جنازه نن په جلال اباد کې اته نيمې بجې وشوه، چې له هغه وروسته اچين ولسوالۍ ته يې جنازه يوړل شوه، هلته به يې بله جنازه په ١١ بجې کېږي او له هغه وروسته به د ثمرخېل تالاو په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

عبدالله: انتخابات موږ ګټلي او همه شمول حکومت به ژر تشکيل کړو

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له یوې رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې طالبانو سره په د جوړجاړي خبره کړې نومړي ویلي چې یوازې د مزاکراتو له لارې مونږ کولۍ شو چې جګړې ته د پاۍ ټکۍ کيږدو.

نوموړي د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ په اړه هم اندېښنه ښودلې چې وايي، وسله والو طالبانو تر دې وروستیو له القاعدې ډلې سره اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې افغانستان کې پناه ورکوله. ښاغلي عبدالله د بي بي سي یلدا حکیم ته وویل، ‘له القاعده سره د طالبانو تحریک اړیکي پرې کول د طالبانو او امریکا ترمابین د شوې هوکړې یوه برخه وه، دا په بشپړ ډول نه ده عملي شوې، پرمختګ شوی، خو ډېر څه لا پاتې دي چې باید وشي او بې له شکه زموږ لپاره دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده.

له ولسمشرغني سره د سیاسي‌ هوکړې وروسته، او د ملي پخلاینې د عالي‌ شورا مشر ټاکل کېدو راپدیخوا دا لومړی ځل و چې ښاغلي عبدالله د سولې په اړه خبرې وکړې. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور کېدلی شي،‌ ښاغلي عبدالله وویل، ‘دلته مسله پر طالبانو یا کومې بلې ډلې د باور نه ده، بلکې دا د خبرو ازمایښت لپاره د هر چا توجه جلبوي.

طالبان وسله وال دي او جنګ کوي. که څه هم تاوتریخوالي کې یو څهکمي راغلی، خو حکومت ورسره باید یو جوړ جاړي ته ورسېږي، ځکه د جګړې له دوام سره دغه حالت نه ختمېږي.

نوموړي وویل متحده ایالاتو یوه توافق نامه لاسلیک کړه، طالبانو له القاعده سره د اړیکو ختمولوغوندې ځینې ژمنې وکړې، خو خبره دا ده چې موږ باید یو غږشو، خبرې پیل شي او که هر څوک داسې فکر کوي چې له پوځي لارې به ګټه وکړي، دا نا ممکن ده

ښاغلي‌ عبدالله وویل چې د سولې په چارو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای په سلا مشوره مخې ته زي او دې برخه کې د ټول ولس مشورې ته اړتیا شته.‌ هغه همدا راز په افغانستان کې ځینو خونړیو بریدونو ته په اشارې وویل،‌ د اسې ثبوت نشته چې دا بریدونه دې طالبانو لخوا شوي وي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې له ډیر وخت راهیسې جګړه روانه ده باید ټول سیاسي رهبران مجاهدین او او نور شیاسي شخصیتونه سره یو غو شي او د سولې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي او افغانستان ازاد او په ځان بسیا شي تر څو افغانان په خپل هیواد کې ارامه ژوند وکړي

.‌

پاکستان عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ده

د ثبات او همپالنې ټیم په منځ کې اختلاف رامنځته شوۍ د دغه ټیم هریو غړۍ ځانته د چوکیو لپاره هڅې روانې کړي دي او هر یو غواړي چې یوه چوکۍ ترلاسه کړي یاده ډله په کابینه او د مصالحې شورا غړو ټاکلو کې خپل منځي اختلاف لري.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې تر لاسليک وروسته، ويل کېږي چې د عبدالله عبدالله په ډله کې د چوکیو ویش په رامنڅته شوۍ اختلاف په دې دۍ چې دوي ته پیشنهاد شوې چوکۍ یا پوسټ دوي ته د منلو وړ نړۍ دويي غواړي چې د چوکیو ویش دې دويي په خوښه وي.

تاند وېبپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د عبدالله په ټيم کې د سولې مصالحې شورا د غړيتوب او د کابينې د چوکيو په سر اختلافونه پېدا شوي دي چې بايد څوک ورته معرفي شي او څوک نه. د يادولو وړ ده چې د د سولې مصالحې شورا د کاري پروګرام او تشکيلاتو مسوده هم چمتو شوې ده او ټاکل شوې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې شورا په دارالانشا بدل شي.

د عبدالله ځينې نږدې کسانو له ايراني رسنيو سره په خپلو خبرو کې منلې ده، چې د عبدالله په ټيم کې اختلافات رامنځته شوى دى او دوى وايي چې دغه اختلاف د سولې مصالحې شورا د غړيو پر ټاکنې او د کابينې په سر رامنځته شوى دى. د عبدالله عبدالله د ټيم هر غړى په دې هڅه کې دى چې لوړه چوکۍ ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې نن ډاکټر عبدالله عبدالله په یو خبري کانفرانس کې وویل چې د مصالحې شورا خپل رسمیات او په کار پیل وکړ او ډیر ژر به د دغه شورا غړي وټاکي. نوموړي زیاته چې خپل ټول توان سره به سولې لپاره هلې ځلي وکړي

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې خپلمنځي اختلاف پاۍ ته ورسوو او د سولې لپاره یو غږ او یو ادرس نه مخې ته لاړ شو او دغه تپل شوې جګړې ته د پاۍ ټکۍ کېږدو او په هیواد کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي

عبدالله: انتخابات موږ ګټلي او همه شمول حکومت به ژر تشکيل کړو

پخوانې ریس اجرایه عبدالله عبدالله چې په تیرو انتخاباتو کې د  ولسمشر اشرف غني په مقابل کې کاندیدوو او د انتخاباتو نه بعد ېې د غه ټاکنې ېې د تقلب نه ډکې وګڼړلې او سیاسي جنجال ېې پیل کړ خو بیا وروسته د ټیمونو سره خبرې اترې پیل کړې او دواړه لورې یو سیاسي توفق ته ورسیدل او یو هفته مخکې ېې دغه سیاسي توافق امضا کړ.

د دغه سیاسي توافق د مخې ېې  عبدالله عبدالله د مصالخې عالي شورا مشر په توګه وګماره اوسمهال د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دى چې دغه شورا ته د هېواد اغېزناکه څېرې راټولې کړي او په جوړښت کې يې يو ځاى کړي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي جوړجاړي لاسليک څخه وروسته شاوخوا لس ورځې تېرې شوې دي، عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا مشري سپارل شوې ده، خو ويل کېږي چې لا هم د دغې هوکړې لومړۍ پرېکړه نه ده عملي شوې، عبدالله عبدالله تراوسه پورې د مصالحې عالي شورا د تشکيل او برنامو په اړه هېڅ خبر نه دى ورکړى.

د جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق بيا ويلي دي، چې عبدالله عبدالله نن سبا د يادې شورا د جوړښت په هڅو کې بوخت دى او غواړي چې د هېواد اغېزناکې څېرې دې بنسټ ته راغونډې کړي.داسې څېرې به وي چې ټول اړخونو ته قابل قبول وي.

د دغه سياسي هوکړه بله برخه په کابينه کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پنځوس سلنه برخه ده، چې په دې برخه کې هم دواړو لورو تراوسه پورې عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

همدا راز سياسي شنونکي شهزاده مسعود بيا وايي، چې د اختر تر رخصتيو وروسته ښايي ټول ګډونه کابينه جوړه شي. همدا راز ولسمشرۍ ماڼۍ او د عبدالله دفتر بيا د مصالحې شورا او د کابينې د غړو په اړه هم څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې باید ټول سیاسیون سره یو ځاۍ کیني او یو غږ او یو لاس شي سره او د افغانستان نه دغه نه ختمیدونکې جګړه نور ختمه شي.او عام افغانان هم باید تعصب او بې اتفاقي له منځه یوسو او د یو ودان او پرمختللي افغانستان ته کار وکړو. .

د عبدالله اود ولسمشرغني د ټاکنیزو ډلو ترمنځ خبرې شوي

د پکتيا د خلکو نماینده په ولسي جرګه کې راضيه سعادت منګل وايي، چې د عبدالله عبدالله او ډاکټرغني  مابین کې سياسي تفاهم کېږي، د افغانانو ملي وحدت لپارهدغه کار ښه دۍ ، تر څو راتلونکي لپاره يو غږ ولرو او د ټولو مليمسایلو لپاره یو موټۍ شو دغه خبره له دې وړاندې هم په افغانستان کې بازې بازې سیاسیونو دغه ګام ښه بللۍ وو. دغو ویلي وو چې دغه ګام به د ملي وحدت لپاره ښه وي او څومره چې زر کيږي باید عملي او حل شي. .

راضيه سعادت منګل په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې دا خبرې کړې دې او د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ يې سياسي جوړجاړى د هېواد لپاره ښه بللې ده. خو نوموړې بيا د جنرال عبدالرشيد دوستم د مارشال کېدو په اړه نيوکه کوي او وايي چې افغانانو ته د هغه مارشال کېدو پرېکړه د قبول وړ نه ده..

دغه وکيلې همدا راز په خپل دغه پوسټ کې ليکلي دي، چې د جنرال دوستم د مارشال کېدو مسئله بيا ٩٥ سلنه افغانانو ته د قبول وړ نه ده، ځکه نوموړى د مقتدرو دولتونو په سقوط کې او کودتاګانو کې افغانانو ته خپله اصلي څېره ښودلې ده.

د يادولو ده چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ټيمونو له لوري ويل شوي دي، چې د دواړو ترمنځ هوکړه نهايي شوې ده او ښايي ژر دواړه دغه هوکړه په رسمي ډول اعلان کړي.

تر دې دمه پورې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې هوکړه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو په ټولنيزو رسنيو او يو شمېر رسنيو کې د ځينو سرچينو له قوله ليکل کېږي، چې ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره منلې ده چې په کابينه کې به پنځوس سلنه واک ورکوي او همدا راز جنرال عبدالرشيد دوستم ته به د مارشالۍ رتبه هم ورکوي.

بلخوا طلوع نیوز په ټولینیزو رسنیو کې یوه لیکنه نشر کړۍ ده له کومې له مخې به دغه هوکړه په دریو برخو ویشل کيږي او عبدالله عبدالله ته به په کابینه بازې وزارتونه ورکول کيږي. او د دې تر څنګ به دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکوي.د دغې طرحې یو برخه اصلاحاتو په اړه ده دغې د مخې به انتخاباتي اصلاحاتو ته کار کيږي.

افغانستان زمونږ ګډ کور دۍ باید ټول افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره کاروکړي تر څو مونږ هم سیالانو سره سیال شو او عام خلک وکولۍ شي په ارامه فضاء کې ژوند وکړي. افغانستان د څو لسیزو راهیسې په جنګ اخته دۍ نو باید نور دغه هېواد بو ارام هیواد ټوله کې نړۍ کې ،پېژندل شي.

د عبدالله او غني انتخاباتي ټيمونو ترمنځ مذاکرات پیل شوي

طلوع نیوز د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک هغه نسخه ترلاسه کړې ده چې په حکومت کې د دواړو لورو د ونډې او همدارنګه د ښاغلي عبدالله او هغه ته د نږدې کسانو د ونډې په اړه جزیات ذکر شوي دي. ه دغه هوکړه لیک کې د دولت عالي شورا او د مصالحې عالي شورا د ریاست مقام رامنځته کېدل ذکر شوي دي.

په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د دولت عالي شورا چې له سیاسي مشرانو او ملي شخصیتونو جوړه ده د سیاسي اجماع لپاره رامنځته کېږي. د دغه هوکړه لیک پربنسټ، دغه شورا په مهمو ملي مسایلو کې ولسمشر ته مشوره ورکوي.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ بل جوړښت د مصالحې حالي شورا ده چې د هغه ریاست به ښاغلي عبدالله ته ورکول کېږي. د دغه سند پر بنسټ، ښاغلی عبدالله به پنځه مرستیالان لري چې د ثبات او همپالنې ډلې څخه به وي، او د مصالحې شورا نور مرستیالان به له ولسمشر سره په مشوره معرفي شي.

په دغه سند کې همدارنګه راغلي دي چې د دغې شورا رییس یعنې عبدالله د دغې شورا جوړښت له ولسمشر، لورو او سیاسي مشرانو، د ملي شورا د دواړو مشرانو، مدني ټولنې، او د هېواد له مخکښانو سره په مشوره به وي.

په دغه سند کې د ښاغلي عبدالله د واکونو په اړه راغلي دي چې هغه د سولې بهیر مشري، د مصالحې عالي شورا د غونډو مشري او  دغې شورا چارواکو، اجرایوي او اداري کارکوونکو او همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو د ګومارلو صلاحیت به ولري.

د ملي مصالحې شورا به د سولې اړوند چارو واکونه تثبیت، تصویب او رهبري کړي.

په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د ملي مصالحې شورا پرېکړې او تصویبونه به د رایو له اکثریت او د هېواد ملي مصالحې ته په کتو سره، نیول کېږي او دغه پرېکړې او تصویبونه وروستي دي او د هغه عملي کېدل لازمي دي.

د دغه سند پر بنسټ، ولسمشر غني د اړتیا په صورت کې د ملي مصالحې شورا مشورتي غونډې رابولي.

د دغې شورا د دندو په اړه راغلي دي چې دغه دندې د دولت له اړوندو اداراتو سره په همغږۍ، د سولې په چارو کې د ملي، سیمه ییزې او نړیوالۍ اجماع رامنځته کېدل؛ د سولې د پرمخته بیلو لپاره د نړیوال مرستو جلب او ملاتړ؛ او د سولې له ټینګښت وروسته د بیارغونې لپاره د نړیوالو مرستو جلب دی.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ، د ښاغلي عبدالله لپاره د سولې په اړوند په ټولو مراسمو کې امنیتي تابیاوې، د هېواد د دویم کس تشریفات او ځای ګی په پام کې نیول کېږي. د هغه مرستیالان له پروتوکول، امنیت او له دولتي تشریفاتو برخمن دي.

په هوکړه لیک کې د ملي مصالحې عالي شورا د یوه خپلواکه بودیجوي واحد په توګه یادونه شوې ده او ویل شوي دي چې د ملي مصالحې شورا بودیجه د حکومت له خوا تمویل کېږي، خو ذکر شوي چې د سولې د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره له نړیوالو مراجعو هم مرستې ترلاسه کوي.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ، ښاغلی عبدالله به د دغې شورا د بودیجې د لګولو اجرايي واک به ولري او له څېړنې مستثنا نه دی.

د دغه سند پربنسټ، دغه شورا له سیاسي مشرانو، ملي شخصیتونو، د ملي شورا له استازو، د بېلابېلو سیاسي طبقو له استازو، ټولنې، مدني ټولنې، ښځو او ځوانانو څخه متشکله ده.په سند کې راغلي دي چې دغه شورا دوه برخې لري: عمومي ټولګه او مشرتابه کمېټه. د دواړو برخو واکونه او دندې د شورا د داخلي دندو او اصولو کې تنظیمېږي.

د ولسمشر د فرمان پربنسټ جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ ربتې ورکړه او همدارنګه د دولت په عالي شورا او د ملي امنیت شورا کې د غړیتوب.. په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه او د والیانو په ګومارنې، ګوښه کولو او تبدیلۍ کې د لیدلوري توافق او وړتیا د موجه دلایلو او مشورې پر بنسټ ترسره شي.

سرچینې وايي چې

١-: کورنیو چارو وزارت ۲.عدیه وزارت ۳. دکار او ټولینیرو چارو وزارت ۴.د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ۵. ټرانسپورټ وزارت ۶. د اقتصادوزارت ۷.د کرنې او اوبو لګولو وزارت ۸. د لوړو زدکړو وزارت ۹. د سرحداتو او قبایلو وزارت ۱۰. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ۱۱. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت

اصلاحات د دغه هوکړه لیک بله برخه ده.

په ممکنه فرصت کې د لویې جرګې د ارکانو د بشپړتیا لپاره د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکن لپاره د زمینې برابرول، د ښاروالیو د ټاکنو ترسراوی، د ولسوالیو شورا ګانو له ټاکنو وروسته د حکومت په جوړښت کې د بدلون له امله د اساسي قانون د طرح او تعدیل لپاره د پلاوي ګومارل، ټاکنیز اصلاحات، د ټاکنیزو اصلاحاتو په مطابقت د سیاسي ګوندونو د قانون تعدیل د اصلاحاتو په اړه له مهمو برخو دي.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ یو پنځه کسیز څېړنیز پلاوی چې په کې به ملي او سیاسي څېرې شاملې وي رامنځه شي چې د هوکړه لیک د سرغړونې مخه ونیسي. ه دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې له هغو سیاسي مشرانو چې د سولې په بهیر کې دخیل وو ستاینه وشي. د دغه هوکړه لیک پربنسټ، دغه مشران عبارت دي له استاد برهان الدین رباني، صلاح الدین رباني، پير سید احمد ګیلاني او محمد کریم خلیلي څخه.

د عبدالله اود ولسمشرغني د ټاکنیزو ډلو ترمنځ خبرې شوي

عبالله عبدالله او اشرف غني په خپلو منځو کې سیاسي کړکېچ لري ډااکټر عبدالله غواړي په حکومت یعنې کابینې کې ورته سهم ورکړۍ شي په همدغې لړ د ډېروخت راهیسې هڅې روانې دي ترڅو دواړه لورې یو سیاسي توافق ته  ورسيږي. د واک ویش په سمه ټوکه وشي او یو ټول شموله حکومت تشکیل کړۍ شي.

  د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ارګ او سپيدار ماڼيو ترمنځ سياسي اختلاف هواري ته لنډ شوی دی او ښايي په يوې يا دوه ورځو کې دغه کړکېچ پای ته ورسيږي او ژر به په یو همه شموله حکومت توافق لاسلیک شي.د دې توافق سره به سیاسي کړکېج هوار شي.او حکومت به ۵۰ ٪ په دواړو لورو وویشل شي.. 

د یاد وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په دې اړه رسنیو  سره خبرو کې ویلي چې، “په افغانستان کې سیاسي اختلافات مخ په ختمېدو دي. د روانې اوونۍ دتر پایه یا دوه ورځو کې  پای ته رسېږي او بالاخره به د جهادي او قومي مشرانو په شمول یو پیاوړی مرکچي ټیم وټاکل شي.”

ارګ هم په خبرو کې د پرمختګ وايي خو په اړه يې جزئيات نه ورکوي او همدا ډول د ۵۰ – ۵۰ سلنه واک وېش خبرې ردوي، خو بيا د عبدالله عبدالله ډله وايي چې عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا ورکړه، حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه، د يو شمېر واليانو ټاکل، جنرال دوستم ته مارشالي او ځيني نور هغه مسايل دي چې هوکړې  باندې توافق شوۍ دۍ. . 

ډېر وخت راهیسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو د حل لپاره هڅې کيږي خو تر دې دمه يې وروستۍ نتیجه نه دهمعلومه.

د دې تر څنګ عام عوام له دغو ناندریو تنګ شوي دي او غاړي چې ژر دغې سیاسي کړکېچ ته د پاۍ ټکۍ کېښودل شي بازې عام وګړي وايی چې باید د ملي وحدت په څېر تش په نوم حکومت تشکيل نشي او یو داسې د خل لاره ورته وکتل شي چې د افغانستان پکې خیر وي.او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

د بادونې وړده چې افغانستان کې ۲۰۱۴ کال ګې هم همداسې سیاسي کړکېچ منځ ته راغلۍ وو هغه وخت کې عبدالله عبدالله نه منله چې اشرف غنی د څانته ریس جمهور شي. او انخابات یی د تقلب نه ؤک یاد کړي وو هغه هم د جان کېري په راتګ سره د وحدت ملي حکومت جوړ شو په کابینه کې دواړو ته نیمايي ونډه ورکړل شوه او ډاکټر عبدالله د اجرایه ریس په صفت وګمارل شو.

خو که اوګورو دا ځل شاید حکومت د تېر په څېر نه وي او صلاحیتونه ورته محدود په نظر کې نيول شوي وي. او د تېر په څېر ورته سفارتونه او کونسل ګرۍ هم ورنکړل شي.مونږ ټولو افغانانو ته پکار دي چې خپل شخصي ګټې په نظر کې ونه نيسو او افغانستان او اقغان ملت ته اولیت ورکړو. .