امريکايي ځواکونه: د اختر نه وروسته امریکايي ځواکونو پر طالبانو اول وار برید وکړ

کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند  سوني لګیت نن ورځ په خپل ټوېټر لېکلي چې د تېر کوچني اختر د شوي اوربند وروسته امريکايي او ناټو ځواکونو افغانستان پر طالبانو دوه ځلې هوايي حملې وکړې د د پر وینا دغه برید لدې امله کړۍ چې دغه ګوند پر افغان ځواکونوباندې د حملې پلان درلود.

دسوني لګیت د مالوماتو له مخې بريدونه فراه او کندهار ولايتونو کې پر وسله وال طالبانو نن او تېره شپه تر سره شوي دي. امريکايي ځواکونو دغه بريدونو د افغانسان ځواکونو د ملاتړ په پار کړي دي. د دغه بريدونه د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.  سوني لګیت په ټوېټر ليکلي دي چې ټولې خواوې بايد تاوتريخوالي کم کړي ترڅو بين الافغاني خبرو ته لار پرانېستل شي. 

 د هغه په ویناړوند بريدونه هغه مهال شوي دي چې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو د بريدونو پلان درلود. له دې وړاندې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر مېلر هم طالبانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې دوی پر افغان ځواکونو بريدونه کوي، نو امريکايي او ناټو ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي. 

څه موده مخکې د امریکا او د طالبانو تر منځ هوکړه شوې وه چې طالبان او امریکايي فوځیان به په یو یل باندې برید نکوي خو طالبان بیا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او څو ورځې راهیسې ېې په مختلف ځایونو باندې بریونه وکړل.

بلخوا طالبانو اختر کې درې ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ خو وروسته دغه اوربند ونه غځید د طالبانو ویاند اعلان وکړچې اوربند نور نه غځوو او جنګ ته دوام ورکوو اوسمهال د امریکا د فوځ ویاند اعلان وکړ چې امریکايي فوځیانو د سولې او اختر خبر نه وروسته اول ځل بریدونه وکړل

دا هم باید یاده کړو چې د سولې خبرې او مزاکراتو ته د دوام په خاطر باید دولت او طالبان اوربندته دوام ورکړي ترڅو دغه جګړه پاۍ ته ورسيږي او امریکا هم باید پوره توان سره سولې لپاره کاروکړي ددې ترڅنګ افغان دولت بایدټول خواوې سره په اتفاق کړي او د سولې خبرو ته دواک ورکړي.

افغانستان د ۳۰ کلونو راهیسې په جګړه بوخت دۍ او افغانانو ژوند خوندي نه دۍ باید ټول نړیوال په دې فکر وکړي چې څنکه دغه نا ختمیدونکې جګړه پاۍ ته ورسوي.

لویې پکتیا د اوبولګو نې کرنې، او مالدارۍ ریاست مامورین وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو کلی د سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د افغانستان د اوبو لګونې، کرنې او مالداوزارت وايي، دا مراسم د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې ترسره شول.

د یاد سربند او کانال د بنسټ اېښودو په غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان دولت د اوبو د مهارولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د اوبو د مهارولو په برخه کې نورې ګټورې پروژې هم پلي شي.

په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د زعفران خېلو کلی د سربند سره یوځای د ۱۳۷ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.

ښاغلی مومند وویل، چې یاد جوړېدونکی سربند ۶.۵متر اوږدوالی او ۶.۲۵ متر سور لري او دغه راز جوړېدونکی کانال هم ۱۳۷ متر اوږدوالی لري.

د اوبو لګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې یاتوي؛ د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۴ میلیونه افغانۍ ده، چې په جوړېدو سره به یې ۳۲۷ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او سلګونه کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي. دغه پروژه، چې د سویس د پراختیایي ادارې له خوا تمویلیږي د روغولو چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.

لویه پکتیا کې د یوه کانال سربندجوړولوباندې کار پيل شول

د اوبولګولو د یاد سربند او کانال په جوړولو کې ماهر او غیر ماهرو کسانوته د کار زمینه هم برابریږي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او همداراز ددې سیمې د ځمکو کرنیز حاصلات به هم ۲۰ سلنه شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

پی سي ایل کې لوبغاړي څومره پیسی اخلي

کرونا ناروغي د نړئ ګڼ شمېر هېوادونو ته خپره شوې ده او عام وګړو ژوند یی متاثره کړئ. دغه ناروغي ورځ تر بله په زیاتېدو ده او هره ورځ په زرګومنو کسان په اخته کيږي په دغې ناروغئ باندې د ۲۰ اکو نه زیات کسان اخته شوي  او له یو نیم لک نه زیات کسان له دې ناروغئ له امله مړه شوي دي دغې ناروغې له وجې د نړئ  نیم نه زیات هېوادونو کې لاک ډاون قرمطین شوي او عام وګړي نشي کولئ له خپلو کورونو نه  په ازاده توګه ووځي او په اسلامي هېوادنو کې علماو فتوا ورکړې چې عام وګړي دې له کورو نه وڅي او لمونڅ دې په کورونو کې کوي په همدې لړ کې د همدې ناروغئ له امله د کورنۍ غړي هم له یو بل څخه واټن مراعتوي، چې دغه نړیواله وبا یې ژوند ونه ګواښي.

د انګلستان کرکټ لوبډلې دوه تکړه کرکټ ټولچاري یا الراونډران سام کورن او ټام کورن په خپل کورکې د قرنطین له امله یو بل یوه اوونۍ نه دي لیدلي. سام کورن چې د ټام کورن کوچنی ورور دی، کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې خپل ورور یې یوه اونۍ په خپل کور کې نه دی لیدلی.

د هغه په خبره: “له کرونا ویروس څخه بچاو په خاطر یوازینۍ لار قرنطین مراعتول او واټن اخېستل دي.”

دواړه ورونه وایي که چېرته کورونا وبا پای ومومي نو دوی دواړه به هم یو بل وګوري. بل پلو سام کورن د آی پي اېل په اړه هم خپل معلومات وړاندې کړي دي. نوموړی د پنجاب لوبډلې یو له غوره الراونډرانو تمام شوی دی، چې توپ اچونه او توپ‌وهنه یې ډېره په زړه‌پورې ده.

کرونا ویروس دوه د کرکټ لوبغاړي اوورونو ډېروخت راهیسې سره ندي ليدلي

د سام بل ورور ټام کرن بیا د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره لوبېږي، چې دی هم یو غوره کرکټ ټولچارو څخه دی. اوس دواړه ورونه وایي که آی پي اېل پیل شي، نو دوی به یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې دوو مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي او د یو بل دیدن به هم وکړي. خو د آی پي اېل مسوولین ویلي چې دا ستر لیګ تر نامعلومې نېټې ځنډول شوی دی.

دیادنې وړ ده چې د افغانستان عملماو هم څه موده وړاندې فتوا صادره کړې وه چې ټول افغانان دې لمونڅونه د جوماتونو پر ځائ کورونو کې ادا کوي دا هم د یادولو ده جې افغان دولت له عامو وګړو غوښتي چې په کورونو کې پاتې شئ تر څو د ېري انساني فاجعې نه مخنيوئ وشي او دغه ویروس زیاات خپور نشي.

محمد نبي کمو رایو اخیستلو له امله له کریس ګل څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي کریس ګېل سره سیالي ته لوېدلی وو، چي کریسل ګيل ورڅخه ډیري رايي خپلي کړې او ګټونکي اعلان شو. په دې سره کریسل ګېل ۱۶ لوبغاړو ته لاره پيداکړه، خو محمدنبي عیسی خېل بیا مخه ښه وکړه. انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي.

چي په لومړي سر کي د ۳۲، وروسته د ۱۶، بیا د ۸، بیا د ۴ او بیا وروسته پاینل ته د لاري پيداکوونکو دوو لوبغاړو ترمنځ سیالي ترسره کیږي. په هغه دوو کي بیا که هر چا ډېري رايي خپلي کړې د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی پېژندل کیږي.

په همدې موخه دې ویب سایټ د محمدنبي عیسی خیل او کریس ګېل ترمنځ سیالي اچولې وه او د ټولنیزو رسنیو له کارکوونکو ئې غوښتي وه، چي ستاسو د خوښي لوبغاړی ګېل که نبي دی؟ وروسته زیات شمېر خلګو کریس ګېل ته رایه ورکړې او کمو خلګو بیا محمدنبي ته خپله رایه کارولې وه.

که څه هم ګریس ګېل د خپل وخت یو داسي کرکیټر وو، چي د بې رحمه توپوهني له امله خلګ ورته ګوته په غاښ وه. خو اوس دې ویب سایټ د محمد نبي عیسی خېل سره سیالي ته اچولی وو. له دې څرګندیږي، چي محمدنبي یو له هغه کرکيټرانو څخه دئ، چي په نړیواله سطحه نوم لري. محمد نبي د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو دواړو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی دی.

محمد نبي د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو دواړو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی دی. انفو کرکیټ یوه اونۍ مخکي د بل افغان لوبغاړي راشد خان او پاکستاني سید اجمل ترمنځ هم سیالي اچولې وه، چي راشد خان ورڅخه ډيري رایې خپلي کړې او بل پړاو یا ۱۶ لوبغاړو ته ئې لاره پيداکړه.

د معلوماتو له مخي، چي راشدخان آرمان ۵۸ سلني رايي خپلي کړي وې. دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ. د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري.

پي ایس اېل کې شل پښتانه لوبغاړي وپېژنئ

د پاکستان د کورني کرېکټ سوداګریزو سیالیو یا پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو ته شپږ لوبډلو بېلا بېل پښتانه لوبغاړي غوره کړي دي. په دې لوبډلو کې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي کوټه ګلیدیئټرز نومې لوبدله کې اخیستل شوي دي.

د کوټې اوسېدونکی عبدالناصر، احمد شهزاد، محمد نواز، سهیل خان، انور علي او د کوز دیر نسیم شاه هغه پښتانه لوبغاړي دي چې دې سیالیو کې د کوټې لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

ورپسې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي ملتان سلطانز نومې لوبډله کې اخیستل شوي.

نامتو لوبغاړی شاهد خان اپرېدي، جنید خان، محمد الیاس، عثمان قادر او د بنو خوشدل شاه په لومړي ځل ملتان سلطانز نومې لوبډلې ته غوره شوی دی.

په درېیم ځای کې زیات پښتانه لوبغاړي د کراچي کینګز نومې لوبډله کې اخیستل شوي چې شمېر یې څلور دی

.

پي ایس اېل کې شل پښتانه لوبغاړي وپېژنئ

د پاکستان سوپر لیګ لاهور قلندرز نومې لوبډلې هم درې پښتانه لوبغاړي، فخر زمان، عثمان شینواری او د خیبر ایجنسۍ شاهین شاه اپرېدی خپلې لوبډلې ته غوره کړي

خو جالبه دا ده چې د پېښور زلمي لوبډلې، چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د پښتنو لوبډلې په نامه هم یادیږي، سږ کال یوازې دوه پښتانه لوبغاړي، عامر خان او محمد محسن خپله لوبډله کې اخیستي دي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې لوبیږي.

دا سیالۍ تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدلې او ځينې لوبې به یې په پاکستان کې کېدلې.

خو دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۰ م کال پنځم پړاو ټولې لوبې او ان پاېلوبه هم په پاکستان کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د پاکستان لوبډلې سره لوبه لري

د غه سیالۍ چې په سوېلي افریقا کې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو ترسره کېږي ګټونکی ټیم به د یادو سیالیو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کوي.

د د کرکټ ټیم مسؤلین وايي، افغانستان دغې سیالۍ ته بشپړ تیاری نیولی او هیله ده چې دغه سیالي وګټي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ټیم د دغه جام په سیالیو کې د ښه توپ اچونې، ښه توپ وهنې او ښه توپ نیونې په برخو کې وتوانېد، خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي او ځان د دغو سیالیو منځ‌لوبو ته ورسوي.

ښاغلي هوتک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د نننۍ لوبې په اړه رسنیوته وویل: “د افغانستان لوبډله د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د کوارټر فاینل لوبه د پاکستان د کرکټ د ۱۹ کلنو پر وړاندې ترسره کوي. دغې لوبې ته افغان لوبډله پوره تیاری لري او تمه لرو چې په دې لوبه کې افغان لوبغاړي، وکولای شي ښې لاسته راوړنې ولري.”

د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام د روان میلادي کال د جنورۍ په نیمايي کې د سوېلي افریقا د بینوني په ښار کې پیل شو.

د افغانستان د کرکټ بورد د معلوماتو له مخې د کرکټ په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۱۶ هېوادونو د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ټیمونو برخه اخیستې وه.

په دغو ټیمونو کې د افغانستان په ګډون اته ټیمونو چې نیوزیلاند، سوېلي افریقا، استرالیا، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او وېسټ انډیز شامل وو، د یاد جام نیمه پای‌لوبې ته لاره وموندله.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه خپلې دوه لوبې چې یوه له کوربه جنوبي افریقا او بله له متحده عربي اماراتو سره وه، دواړه ګټلې دي.

د کرکټ مینه‌وال وايي، دا چې د افغانستان ټیم د کرکټ ۱۹ سیالیو په ۱۶ ټیمونو کې منځ‌لوبو ته ځان ورساوه، ډاډمن یو چې له پاکستان نه هم دغه لوبه ګټلی شي.

د کابل ښار اوسېدونکو دوو ځوانانو نورباز او عبدالباسط وویل: “د افغانستان د کرکټ ټیم اوس ډېر ښه شوی دی، کرکټ چې نن له پاکستان سره دی، موږ ډاډمن یو چې افغانستان‌یې ګټي.”

“د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ بېټنګ، بالېنګ او فیلډنګ درې واړه برخې ښه دي او دغه لوبه به وګټي.”

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم سر روزونکی رئیس خان احمدزی وایي چې دغه ټیم له یوه کال راهیسې دغو لوبو ته تمرینونه کړي او بشپر تیاری یې ورته نیولی و. د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم مخکې تر دې څلور ځلې د پاکستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم لوبډلې ته ماته ورکړې ده

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ ناسته؛ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

” یوناما”په یوه اعلامیه کې پرته له دې، چې منتخب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړي ویلي، چې دا اداره د ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو مهم او منظم بهیر، چې د وروستیو پایلو د اعلانولو سبب شو تائیدوي او په ورته وخت کې په ملي کچه د راتلوونکي لپاره پر یووالي ټینګار کوي او د اعلان پر اندازه یې مهم ګڼي”.

” یاد پلاوي د ټاکنو بهیر د ټاکنیزو کمیسیونونو سربیره د نوماندانو او د رسنیو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو ګډ مسولیت ګڼلی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي په دغه اعلامیه کې د ټاکنو د بهیر د وروستیو پایلو د اعلان وروسته د ټاکنو کړنلارو ته په کتنې کوم کواښ، چې راولاړ شوی مهم ګڼلی او په دې برخه کې یې د افغانستان ثبات، یووالي او د دغه هیواد قوانینونو باندې ټینګار کړی دی.

” یوناما” ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د واک له مخې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسینونونو څخه یې ملاتړ کړی او ورڅخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

” یومانا” وايي، دغې ادارې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان د ټاکنو قانون ته په درناوي خپله بشپړه بیطرفي ساتلې او د درغلې مخنیوي پر وړاندې یې خپلې ټولې هڅې کړي دي.

دا اعلامیه وايي ” دټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان څخه پس د نوماندانو او د هغوی د ملاتړو له خوا څرګندو شوو اندیښنو ته په پاملرنې ملګري ملتونه به د سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانانو او افغانستان ادارو څخه ملاتړ لپاره خپل کار ته دوام ورکړي او دا اداره به د کمیسیونونو د هڅونې لپاره خپلې بیطرفه مشورې دغو کمیسیونونوته ور کړي ترڅو د نوماندانو د فهم وړلیوالتا ته په کتنې، چې د کمیسیونونو څخه د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په برخه یې لري وضاحت ورکړي “.

د سه شنبې په ورځ ( سلواغه ۲۹مه) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون جمهور رئیس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د ګټوونکي نوماند په توګه اعلان کړ.

.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو د ټاکنو د وروستیو پایلو د منلو څخه انکار کړی او وروستۍ پایلې یې جعلې ګڼلي دي.

عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم، چې د ټاکنو په سیالۍ کې دوهم مقام ګټلی د کمیسیون د اعلان مخالفت کړی او د یو موازي ټولشموله حکومت د جوړیدو اعلان کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې په تیرو ټاکنو کې يې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم ملاتړ کوه، د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د جمهوري ریاست دوو نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د ټاکنو وروستیو پایلو له منلو انکار کړی، خو د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو له پریکړې یې ملاتړ نه دی کړی.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠تمه کاليزه نمانځل کيږي

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت او يو نيسيار په مرسته ،په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠ تمه کاليزه د يوې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې نمانځل کيږي

دا غونډه به د فبرورۍ پر ١٧-١٨ وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عاېشې فاروفي ويلي دي دا نړيواله غونډه به د پاکستان لومړى وزير عمران خان پرانيزي

دې غونډې ته د ملگرو ملتونو د سترې کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او ٢٠ هغو هېوادونو استازي رابلل شوي چې له افغان کډوالو سره په دې ٤٠ کالونو کې مرستې کړي ، هيله ده چې په دې غونډه کې د پرمختيايي بانکونو استازي هم برخوال وي

په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو پر راتکوونکي برخليک خبرې کيږي

په هم دې حال کي افغانستان کي ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چي پاکستان کي دوه ملیونه ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي

پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو له ډلي یو ملیون او ۳۰۰ زره یې د اوسېدلو اسناد لري او یو ملیون ۱۰۰ زره نور یې ناثبت سوي دی

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت د ملګرو ملتونو د کډوالو د » په همکارۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دغه غونډه چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي، د دغه هیواد د لومړى وزير عمران خان لخوا به پرانیستل شي

د خبرپاڼې له مخې په یاده غونډه کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي  

خبر پاڼه وايي، دا هغه هیوادونه دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاس نیوی کوي

په خبر پاڼه کې ویل شوي:” ددغه غونډې په یو ډېر مهم پړاو کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې هم د پرمختګ په حالت کې دي جوړیږي

ټاکل شوې په دغه غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره په خپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي

د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه هیواد په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې ۴میلیونه افغانان د اوسېدو په قانوني اسنادو او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي